چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو سرمشريزه غونډه تر سره شوه

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 7, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو سرمشريزه غونډه تر سره شوه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو انلاين سرمشريزه غونډه د روان کال د جولای په ۶مه نېټه تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ له بېجينګ څخه په انلاين ډول په ياده غونډه کې ګډون او د سياسي ګوندونو په همکارۍ خلکو ته د نيکمرغه ژوند د راوړلو تر سرليک لاندې يوه وينا وکړه.

د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې دا يوه بې سارې سرمشريزه غونډه بلل کيږي، چې د څه دپاسه ۱۶۰ هېوادونو د سياسي ګوندونو يا سازمانونو څه باندې ۵۰۰مشرانو او کابو لس زرو استازيو پکې ګډون کړی و او له ۲۰ نه زياتو دولتي يا حکومتي مشرانو پکې ويناوې وکړې. دغه سرمشريزه غونډه ” خلکو ته د نیکمرغه ژوند راوړل، د سياسي ګوندونو دنده ده“ تر سرليک لاندې ترسره شوه.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ يادې سرمشريزې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند له تېرو سلو کلونو راهيسې د چينايانو په يووالي او اتحاد او په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو چيني ملت ته پر له پسې پرمختګ ورکړی دی. د چين کمونېست ګوند په دې اند دی، چې چينايان له نړيوالو سره ګډ برخليک لري او تل يې له نړيوالو حالاتو او زماني تمايل سره سم د چين پرمختيايي لوری ټاکلی او د مختلفو هېوادونو د ګډې سمسورتيا هڅې يې کړي دي.

شي جين پينګ: نن ورځ انسانان په يوې تاريخي څلور لارې کې ولاړ دي او انتخابونه زموږ په لاسونو کې او دندې مو پر اوږو دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې څو وړانديزونه وکړل:

لومړی، موږ دې د راتلونکي پرمختيايي لوري لارښوونه وکړو او د انسانانو ګډه اينده دې اباده کړو.

دوهم، موږ دې د لا زياتو موافقو د تر لاسه کولو هڅې وکړو، د سولې، پرمختګ، عدالت، مساوات، ديموکراسۍ او ازادۍ په شمول د انسانانو پر ګډو نظريو دې ټينګار وکړو.

درېيم، موږ دې د پرمختګ د هڅونې دنده پر غاړه واخلو، څو د مختلفو هېوادونو خلک له لا زياتو پرمختيايي لاسته راوړنو څخه په لا مساوي توګه برخمن شي.  څلورم، موږ دې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا په هڅه کې شو، د نړيوالو ننګونو او خطرونو پر وړاندې د ګډې مقابلې لپاره دې يووالی وساتو.

پنځم، موږ دې د واکمنۍ او خلکو ته د نيکمرغۍ د راوړلو توان پياوړی کړو.

نوموړي خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې مونږ په بېلا بېلو لارو نيکمرغۍ ته رسيدلی شو او د هر هېواد خلک حق لري، چې د خپل هيواد لپاره نظام انتخاب کړي او ځانګړې پرمختيايي لارې ومومي. ديموکراسي د ګوتو په شمېر هېوادونو امتياز نه دی، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو قانوني حق دی. د ديموکراسۍ د تر سره کېدو لارې چارې هم مختلفې دي، يو شان نه دي. دا چې کوم هېواد ديموکراتيک دی او يا نه، بهرنيان یې بايد په اړه قضاوت ونه کړي، ځکه دا حق یوازې د همغه هيواد له خلکو سره دی، هغوی بايد پرېکړه او قضاوت وکړي.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې دا هم وويل، چې د چين کمونېست ګوند به پر خپلې لارې ټينګار وکړي، نه يوازې خپل هېواد ته به پرمختګونه ورکړي، بلکې ټولې نړۍ ته به ګټې ورسوي. دغه ګوند به د لوی هېواد د يو لوی ګوند په توګه خپله دنده پر غاړه واخلي او انسانانو ته به نوي خدمتونه وکړي.

په دغې سرمشريزې غونډې کې د جنوبي افريقا، قزاقستان، روسيې، ارجنټاين، ويتنام، کيوبا، فليپين او کمبوډيا دولتي، يا حکومتي مشرانو، چې هم د واکمنو ګوندونو مشران دي، د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په پار مبارکي وويله او ويناوې يې وکړې.

د ۲۰۲۱م کال د جولای لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۰مې کليزې سره برابره وه. د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو انلاين سرمشريزه غونډه، د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰ مې کليزې د نمانځنې په پار له يو لړ فعاليتونو څخه وه.

Previous Post

مېلر او سټولتنبرګ د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

Next Post

له کابل تللي پلاوي؛ تهران کې د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
له کابل تللي پلاوي؛ تهران کې د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي

له کابل تللي پلاوي؛ تهران کې د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ نښتو کې ۸۱ تنه وژل شوي

د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ نښتو کې ۸۱ تنه وژل شوي

سپتمبر 19, 2022
د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۳۶ افغان بنديان خوشي شول

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۳۶ افغان بنديان خوشي شول

جولای 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved