د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اوسني اقتصادي وضعيت د تحليل او مطالعې غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د سږ کال په اکتوبر کې به د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه جوړه شي، د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان د جوړولو لپاره به وړانديزونه مطالعه شي او د روان کال د دوهمې نيمايي د اقتصادي کارونو پلان به جوړ شي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.









