چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د ۲۰۲۴م کال د اېپيک اجنډا: د سيمه ييزې ودې او نوښتونو محرک

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 12, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين د ۲۰۲۴م کال د اېپيک اجنډا: د سيمه ييزې ودې او نوښتونو محرک

LIMA, PERU - 2024/11/10: Social media Lounge view in the First day of the APEC Peru 2024 Economic Leaders Week (AELW). The Asia-Pacific Economic Cooperation (APEC), established in November 1989, is an economic forum composed of 21 Asia-Pacific economies, considered the most dynamic region in the world. (Photo by Carlos Garcia Granthon/Fotoholica Press/LightRocket via Getty Images)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اسيا – پاسفيک د اقتصادي همکارۍ يا اېپيک د ۲۰۲۴م کال سرمشريزې په جوړېدو سره، چين د نورو غړو اقتصادونو تر څنګ د پرمختګ د متقابلو فرصتونو په لرلو سره د عطف په يوه مهم ټکي کې قرار لري. د اېپيک چوکاټ د بېجينګ له اقتصادي روحیې سره بشپړ تطابق لري او دې ته لارې پرانيزي چې د هغو ابتکاري همکاريو له لارې خپل سيمه ييز رهبريت لا ډير ژور کړي چې د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، زيربنا او چاپېريالي پايدارۍ د ښه کېدو سبب کيږي. د اېپيک د مشارکتي رویې پر مټ د بدليدونکي نړيوال اقتصاد پېچلتياوې له پامه غورځول کېدای شي او دغه راز سيمه ييزه سوکالۍ تقويه کيدای شي. د اېپيک په ۳۱مې غيررسمي غونډې کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ګډون دغه سازمان ته د دغه هېواد ژمنتيا او د سيمه يیزو همکاريو د پياوړتيا ټينګ هوډ لا ډير په ډاګه کوي.

په نړۍ کې له ناڅرګند وضعيت سره سره، په ۲۰۲۴م کال کې د اېپيک په ناخالصو کورنيو توليداتو کې ۳.۵ سلنه وده د پراخې سوداګرۍ لپاره پوخ بنسټ برابروي او د اقتصادي همکاريو د پراختيا او بازار ته د پراخ لاسرسي د برابرولو په برخه کې د چين د موخې ملاتړ کوي.  د ۲۰۲۴م کال په لومړيو دريو مياشتو کې د اېپيک له لوري د توکو صادراتو د حجم له پلوه ۳.۹ سلنه او د ارزښت له پلوه ۱.۶ سلنه وده کړې وه چې د چين د سوداګريزې شبکې لپاره یې ښه زمينه برابره کړې ده. دا چې د اېپيک غړي د سيمه يیزې سوداګرۍ د ودې په لټه کې دي نو د سيمې د جمعي ثبات لپاره پياوړو سوداګريزو اړيکو ته د ياد چوکاټ تعهد لا ډير ارزښتمن کيږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

تر سوداګرۍ ور اخوا، پر نويو غوړيدونکو سکټورونو پانګونه بله مهمه برخه ده چې چين پرې پام لري. د اېپيک په څېر د حمايوي چوکاټ پر مټ،  چيني کاروباريان هڅول کيږي چې د لوړې تقاضا پر سکټورونو لکه نوې کېدونکې انرژۍ او ټکنالوژۍ نړيوالې پانګونې وکړي. د بېلګې په ډول، بهرنۍ غير مالي مستقيمه پانګونه یې د ۲۰۲۴م کال په لومړیو اتو مياشتو کې په ۱۲.۵ سلنې ودې سره ۱۱۰.۹۹ ميلياردو امريکايو ډالرو ته رسېدلې ده. د اېپيک د پايدارۍ له لومړيتوبونو سره دغه تطابق بېجينګ په سيمه کې د متقابلې ګټورې پانګونې پر کليدي عامل بدل کړی دی.

د ټکنالوژۍ په برخه کې د چين چټک پرمختګ له يو بل سره د تړلو اقتصادونو پر ودې د اېپيک له تمرکز سره تړلی دی. له ۲۰۱۸م کال راهيسې، د اېپيک د ډيجيټلي اقتصاد ارزښت په لوړيدو دی. دا لوړيدل ډيجيټلي خدمتونو ته د سيمې د لوړې تقاضا څرګندونه کوي، هغه تقاضا چې بېجينګ یې په بشپړ ډول د پوره کولو جوګه دی.  دغه وده چين ته د دې زمينه برابروي چې خپله ډيجيټلي سوداګري پراخه کړي او ټولې اسيا – پاسفيک سيمې ته خپل ټکنالوژيکي نوښتونه وغځوي. دا چې ډيجيټلي سوداګري دا مهال د اسيا – پاسفيک سيمې د ټولې داخلي سوداګرۍ ۲۰ سلنه برخه جوړوي،  د چين ټکنالوژيکي پرمختګونه د سيمې د ډيجيټلي راتلونکې لپاره د ستراتيژيکې پانګې حيثيت لري.

زيربنا د سيمه يیز اتصال او اقتصادي ودې لپاره خورا ډير اهميت لري او د اېپيک نوښتونه د چين د زیربنايي پروژو د پرمختګ لپاره لا ډير پراخ چوکاټ چمتو کوي. د اېپيک د پروژو د تمويل بودجه چې شاوخوا ۱۹.۵ ميليونه ډالره کيږي، هغه پروژې تمويلوي چې سيمه يیز اتصال تقويه کوي د پايدارې پراختيا سبب کيږي. دا چاره تر ۲۰۲۵م کال پورې ۵۰ زره کيلو مترو ته د چين د چټک اورګاډي د پټليو رسولو ته د بېجينګ له ارادې سره همغږې ده چې ورسره به په چين کې د ښاري او کليوالو سيمو اتصال پياوړی او د ټرانسپورټ مثمريت به ورسره لوړ شي. د اېپيک زيربنايي لومړيتوبونو په دې برخه کې موخو ته د رسېدو لپاره چين ته مهم ملاتړ برابر کړی دی.

د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې، د چين مخکښتوب ثابت دی. دغه هېواد له ۲۰۲۳ م کال څخه تر ۲۰۳۰م کال پورې د ټولې نړۍ په نوې کېدونکې انرژۍ کې ۶۰ سلنه ونډه لري چې پايدارۍ ته د بېجينګ ژمنتيا ترې په ډاګه کيږي. چين د ۲۰۲۴ کال په لومړيو دريو مياشتو کې پر زرغون هايدروجن په تمرکز سره د نوې کېدونکې انرژۍ پر سکټور تر ۶۰۰ ميلياردو يوانو يا ۸۵ ميلياردو امريکايي ډالرو پورې پانګونه کړې ده. د اېپيک ګوټ ګوټ ته د نوې کېدونکې انرژۍ د توليد د هڅو په غځولو سره، چين له يوې خوا د سيمې د انرژۍ د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته کوي او له بلې خوا د کاربن د کمولو لپاره د نړيوال هدف د تحقق شونتيا رامنځته کوي.

په داسې حال کې چې د اېپيک د ۲۰۲۴م کال سرمشريزه پيلېدونکې ده، له سيمې سره د چين ښکېلتيا د اقتصادي ادغام، د زیربنايي پروژو د پرمختګ، د ټکنالوژيکي پرمختګونو د تقويې او پايدارې ودې لپاره د دغه هېواد د پراخ ليدلوري څرګندونه کوي. په ورته مهال د ډيجيټلي اقتصاد، زرغونې انرژۍ او بشري قوې د پراختيا لپاره د چين نوښتونه د راتلونکې ودې بېلګې دي. چين په خپلې رهبرۍ او د همکاريو لپاره په دوامدارو هڅو سره نه يوازې د خپلې راتلونکې لپاره مسير برابروي، بلکې د سيمې په اقتصادي ثبات کې هم د پام وړ ونډه اخلي.

Previous Post

نړۍ د چين نړيوال وارداتي نندارتون له لارې پرانيستی بازار ليدلی شي

Next Post

بېجينګ: هوانګ يان ټاپو د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

بېجينګ: هوانګ يان ټاپو د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

اگست 10, 2025
افغان لوري ایراني عسکرو ته د ناسم چلند په تړاو خبرداری ورکړی

افغان لوري ایراني عسکرو ته د ناسم چلند په تړاو خبرداری ورکړی

نوومبر 2, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved