چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين د ۷مې سرشمېرنې پايلې خپرې شوې

لیکنه: سپوږمۍ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 13, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين د ۷مې سرشمېرنې پايلې خپرې شوې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د ۷مې سرشمېرنې پايلې د مۍ په ۱۱مه نېټه خپرې شوې، چې له مخې يې د دغه هيواد عمومي نفوس یو اعشاریه يو څلوېښت (۱.۴۱۱۷۸) ميليارډه ښودل شوی او دغه هيواد لا هم د نړۍ تر ټولو لوی نفوس لرونکی هېواد دی.

که څه هم په چين کې د نفوس کلنی منځنی زياتوالی ورو شوی، خو د زياتوالي تمايل يې لا هم ساتل شوی دی. د چين اوسنی نفوس په ۲۰۱۰ کال کې د دغه هېواد د ۶مې سرشمېرنې په پرتله ۷۲.۰۶ ميليونه زياتوالی ښيي، چې د زياتوالي انډول يې ۵.۳۸ سلنه دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د ۷مې سرشمېرنې د پايلې له مخې، په دغه هېواد کې د هان قوم نفوس یو ميليارډ، دوه سوه شپږ اتيا ميليونه، درې لکه يوولس زره، درې سوه او څلور دېرش (۱۲۸۶۳۱۱۳۳۴) ښودل شوی، چې د دغه هيواد په عمومي نفوس کې ۱۱. ۹۱ سلنه نيسي. د دغه هيواد د ملي لږکيو نفوس د ۲۰۱۰ کال په پرتله ۱۰.۲۶ سلنه زياتوالی موندلی او عمومي شمېر يې يو سل او پېنځه ويشت ميليونه، څلور لکه اوه شپېته زره او درې سوه نوي (۱۲۵۴۶۷۳۹۰) ښودل شوی دی. د چين اوسنۍ سرشمېرنې ته په کتو، اټکل کېږي چې د دغه هيواد د نفوس راتلونکی زياتوالی به نور هم ورو شي او د يوې راتلونکې مودې لپاره به يې عمومي شمېر له ۱.۴ ميليارډو نه زيات وساتل شي.

په ۲۰۲۰ کال کې چين کې د زيږون انډول يوازې ۱.۳ و، چې دا ډېر ټيټ انډول دی او دا به د چين پر مخ يوه ننګونه وي. د چين د زيږون تګلارو په تنظيميدو سره له تېرو څو کلونو راهيسې د نوزيږو نفوس په چټکۍ سره زيات شوی دی.

په چين کې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کالونو کې د نوزيږو ماشومانو نفوس په جلا جلا توګه له ۱۸ او ۱۹ ميليونو څخه زيات و، خو له ۲۰۱۸ کال وروسته د نوزيږو نفوس لږ څه کم شوی او په ۲۰۲۰ کال کې بيا په چين کې يوازې ۱۲ ميليونه ماشومان زېږېدلي دي.

د چين د ۷مې سرشمېرنې له مخې، په دغه هيواد کې څه باندې ۲۱۸ميليونه کسان په مختلفو پوهنتونونو کې زده کړې کوي او د بېسوادۍ انډول د ۲۰۱۰م کال له ۴.۰۸ څخه ۲.۶۷ سلنې ته ټيټ شوی دی. دغو شمېرو ته په کتو، چين به د خپل پرمختګ لپاره لا زيات بااستعداده کسان ولري، خو په دغه هيواد کې د محصلينو پر وړاندې استخدامي فشار به مخ په زياتېدو وي، نو چين به د اقتصادي او صنعتي جوړښت د تنظيمولو ګامونه پر له پسې چټک کړي.

د چين د ۷مې سرشمېرنې له مخې، د دغه هيواد په ښارونو کې د اوسېدونکو کسانو شمېر څه باندې ۲۰۰ ميليونه زيات شوی او د چين په لویو ښارونو او ښارګوټو کې د اوسېدونکو شمېر نهه سوه یو اعشاريه نهه نوي (۹۰۱.۹۹) ميليونو ته رسېدلی، چې د عمومي نفوس په سلو کې ۶۳.۸۹ برخه نيسي. په چين کې د ښاريانو شمېر د ۲۰۱۰ کال په پرتله ۲۳۶.۴۲ ميليونه تنه زيات شوی او ۱۴.۲۱ سلنه زياتوالی يې موندلی دی.

د چين د احسائيې ملي ادارې مرستيال لي شياو چاو وايي، چې د ښاريانو د شمېر چټک زياتوالی د اقتصاد او ټولنې د دوامدار پرمختګ او د انساني سرچينې د مناسبې ويشنې څرګندويي کوي او په ځينو سيمو کې د اقتصادي پرمختګ د خوځنده ځواک د پياوړتيا پايله ښيي. نوموړی اټکل کوي چې په چين کې به د ښاريانو شمېر په راتلونکې کې نور هم لوړ شي.

د يادې سرشمېرنې له مخې، په چين کې کابو څلور سوه ۲ نوي اعشاريه شپږ اويا (۴۹۲.۷۶) ميليونه کسان له خپل ثبت شوي استوګنځي نه بهر په نورو سيمو او ځايونو کې کار او يا ژوند کوي، چې د دغو کسانو شمېر د ۲۰۱۰ کال په پرتله په سلو کې اته اتیا اعشاريه دوه پنځوس (۸۸.۵۲) زيات شوی دی. د چين د احسائيې ملي ادارې مرستيال لي شياو چاو په خپلو خبرو کې وویل، چې د چين د اقتصادي او ټولنيزو چارو په چټک پرمختګ سره د دغه هيواد نفوس به په لا فعاله توګه مختلفو ځايونو ته انتقال شي او نوی همغږی حالت به رامنځته شي.

د چين د ۷مې سرشمېرنې په پايلو کې د چينايانو منځنی عمر ۳۸.۸ کاله ښودل شوی، چې دغه شمېر له امريکا سره برابر دی او د کاري ځواک نفوس یې (۱۶ـ۵۹ کلنۍ پورې) ۸۸۰ ميليونه ښودل شوی دی.

د چين د احسائيې ملي ادارې مشر نينګ جي جه وايي، چې په چين کې د ځوانانو لپاره د کار او استخدام  سرچينې خورا ډېرې دي.

Previous Post

امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر تر ۵۸۳ زرو واوښت

Next Post

د افغانستان د سولې بهير لاهم له ډېرو ننګونو او خنډونو سره مخ دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د افغانستان د سولې بهير لاهم له ډېرو ننګونو او خنډونو سره مخ دی

د افغانستان د سولې بهير لاهم له ډېرو ننګونو او خنډونو سره مخ دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ننګرهار او لغمان کې د چاودنو له امله ۲۵ ملکیان ټپيان شوي دي

ننګرهار او لغمان کې د چاودنو له امله ۲۵ ملکیان ټپيان شوي دي

اپریل 3, 2021

د ولسي جرګې رییس؛خپل شخصي روغتون د کرونا ناروغانو درملنې ته وقف کړ

اپریل 20, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved