چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين شخصي تصدۍ د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهمه برخه ده

لیکنه: غاټول؛ د سي جي ټي ان خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 20, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين شخصي تصدۍ د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهمه برخه ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۷مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د شخصي تصديو په يوې غونډې کې ګډون او مهمه وينا کړې ده.

 شخصي اقتصاد د چیني شکله عصريتوب حياتي ځواک او د باکيفيته پرمختګ مهم بنسټ بلل کېږي. د چين شخصي تصديو په وروستيو کلونو کې په بېلا بېلو ځايونو کې کاري فرصتونه برابر کړي او د نوښت او سوداګريزو سياليو د پرمخبېولو لپاره يې ښه رول لوبولی دی.

د چين شخصي تصدۍ د اقتصادي ثبات او دواملرونکي پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کوي. ډېرو اقتصادپوهانو او شخصيتونو د چين يادې غونډې ته پام اړولی او د چين د شخصي اقتصاد په هکله يې خپل نظرونه څرګنده کړي دي. د افغانستان د پروان راډيو مسؤل احمد زبير حسرت له سي جي ټي اېن سره په مرکې کې د چين شخصي تصدۍ د نړيوال اقتصادي پرمختګ يوه مهمه برخه بللې او په خبره یې، د نړيوال پرمختګ لپاره يې ډېر مهم خدمتونه کړي دي.

د چین شخصي تصديو د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې ډېر مثبت او مهم رول لوبولی او ډېر انطاف منونکی بلل کېږي. دغو تصديو د بازاري اړتياوو او بدلونونو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي او له بازاري اړتياوو سره سم يې کارکوونکي ګمارلي او توليدي چارې يې تنظيم کړې دي. شخصي تصدۍ د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د عمده ځواک په توګه کولی شي، چې د اقتصادي پرمختګ او د نړيوال تدارکاتي ځنځير د ثبات ساتلو لپاره خدمتونه وکړي. د حسرت په وينا، په نړیوال اقتصادي پرمختګ او تدارکاتي ځنځیر کې د چین خصوصي تصدیو رول خورا ګټور دی، ځکه د چین خصوصي تصدۍ د دې هېواد د اقتصاد، اصلي محرکه قوه ده، چې د کاري فرصتونو، صادراتو او پانګونې په برخو کې مهم رول لوبوي. دغه تصدۍ د بازار له اړتیاوو سره سم عمل کوي او د نړیوالو سوداګریزو شرایطو له بدلونونو سره ځان عیاروي. د ۲۰۲۴م کال د صادراتو او وارداتو احصایې ښيي، په چین کې د خصوصي تصدیو ونډه له ۵۵ سلنې اوښتې، چې دا د نړیوالې سوداګرۍ په توازن کې د دغه هېواد د خصوصي سکټور د پراخ نفوذ ښکارندویي کوي.

چین په نړیوال تدارکاتي سیسټم کې، د خامو موادو، فابریکو، او ټیکنالوژۍ د عرضه‌کوونکي په توګه حیاتي رول لري او خصوصي شرکتونه يې د برېښنایي وسایلو، ټیکنالوژۍ، نساجۍ او صنعتي تولیداتو په صادرولو کې مخکښ دي. د شخصي شرکتونو دغه وړتیا د دې لامل کېږي، چې د نړیوالو ستونزو (لکه د کرونا ویروس خپرېدو) پر مهال هم عرضه ‌یي سیسټمونه فلج نه شي او خپل فعالیت ته دوام ورکړي. که د بحث بل اړخ ته راشو، نو په افغانستان کې د چین خصوصي پانګونه لا هم محدوده ده او په تېره بيا په وروستیو کلونو کې د کان کېندنې، زېربناوو او ټیکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې هڅې زیاتې شوي او ځینو چیني شرکتونو د افغانستان د مس، اوسپنې او نورو قیمتي موادو استخراج ته لېوالتیا ښودلې ده. له افغان سوداګرو سره د چینایي شرکتونو سوداګریز راکړې ورکړې تر ډېره پر وارداتو او صادراتو متمرکزې دي، خو که مناسب شرایط ورته برابر شي، دا به د افغانستان اقتصاد په خوځښت راوالي او سوداګریزې اړیکې به یې پراخې کړي. د حسرت په خبره، د چین خصوصي تصدۍ له بهرنيو هېوادونو سره د سوداګرۍ په ترڅ کې په سيمو کې د چین اغېز پراخولی شي. د چين شخصي تصديو په وروستيو کلونو کې د ساينسي او تخنيکي نوښت په برخه کې لا مهم رول لوبولی دی. د چين صنایعو او سودګرۍ ټولنې د تېر کال په سپتمبر کې د ۲۰۲۴م کال په څېړنيزو چارو کې د زرو مخکښو شخصي تصدیو د نوښتي حالت راپور خپور کړی او د ۲۰۲۳م کال عمومي څېړنيز لګښت يې د ۲۰۲۲م کال په پرتله په سلو کې ۱۲ اعشاريه ۷۸ زياتوالی ښودلی، چې دا د نړۍ د زرو مخکښو تصديو د ۶،۵۴ سلنې پرمختیايي انډول په پرتله لوړ دی. د چين شخصي تصدیو په دې وروستيو کې نړۍ ته ځينې تولیدات وړاندې کړي، چې د ډېرو پاملرنه يې راجلب کړې او د بېلګې په توګه به يې دلته څو توليدانو ته اشاره ولرو. چين نړۍ ته د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ډيپسيک «DeepSeek» اپ وړاندې کړی، د نجا ۲ په نوم فلم يې جوړ او خپور کړی دی او د پسرلني اختر په ماښامنۍ هنري نندارې کې یې انسان شکله روبوټونو نڅا بیا د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده.

ښاغلي حسرت د دغو تصديو د نوښتي توان د یادونې په ترڅ کې ويلي، چې چیني خصوصي تصدۍ، لکه (Huawei) او( Alibaba)، د مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټل ټکنالوژۍ او نورو سیسټمونو په برخه کې نړیوال مخکښ شرکتونه دي، د ډيپسيک (DeepSeek) مصنوعي ځیرکتیا، د انساني ‌شکله روبوټونو پراختیا او د فلمي صنعت نوښتونه ښيي، چې چین د نوې ټیکنالوژۍ پر پراختیا لوی تمرکز لري او یادې چارې يې په پرمختګ او پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

د حسرت په اند، د چين دغه تصدۍ هڅه کوي، چې د امریکا او اروپا له ټیکنالوژیکو شرکتونو سره سیالي وکړي او د نوښت محوریت د ځان پر لوري واړوي، چې اوس ‌مهال یې هم د مصنوعي ځیرکتیا، کوانټم کمپیوټرونو، فضایي ټیکنالوژۍ او ډیجیټل اقتصاد په برخو کې ستر پرمختګونه کړي او که دا جریان همداسې دوام ومومي، نو چین به د نړیوالو نوښتونو په جوړښت کې مهم رول ولوبوي او په نړېواله کچه به په یاده برخه کې یو مهم ځواک مطرح شي او خپل ځای او مقام به لا پیاوړی کړي.

Previous Post

هلمند کې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

Next Post

وانګ يي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوتريش سره وکتل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
وانګ يي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوتريش سره وکتل

وانګ يي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوتريش سره وکتل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چارواکي: د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز سره د افغانستان وصلېدل مهم دي

چارواکي: د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز سره د افغانستان وصلېدل مهم دي

مې 9, 2023
چين یو ځل بیا پر خپلو محصولاتو د امريکا  د  تعرفو له لس سلنه اضافه کېدو سره مخالفت کړی

چين یو ځل بیا پر خپلو محصولاتو د امريکا د تعرفو له لس سلنه اضافه کېدو سره مخالفت کړی

مارچ 4, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ