سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين مشرتابه د دغه هېواد د کلیوالو سيمو د سمسورتيا نقشه جوړه کړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 4, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د واکمن کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د فبرورۍ په درېيمه د دغه هېواد د کليوالو سیمو د هراړخيزې سمسورتيا او د کرنې او کليوالو سيمو د عصري کولو د چټکولو په اړه ” لومړی نمبر“سند خپور کړ.

د چين مرکزي حکومت هر کال خپل لومړی خپور شوی سند د” لومړی نمبر سند“ په نوم يادوي او دغه سند له مسلسلو ۲۱ کلونو راهیسې هر کال د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو پر موضوعاتو تمرکز کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين يو لوی کرنيز هېواد دی او چینايان له پخوا راهيسې کرنيزو چارو ته پاملرنه کوي. د دغه هېواد ٪ ۴۰ نفوس په کرنيزو چارو لګيا دي او مشرتابه د کرنې، کلیوالو سيمو او بزګرانو چارې د هېواد له ثبات، پرمختګ او سمسورتيا سره تړلې بولي.

د چين د مرکزي حکوت په سږني ” لومړي نمبر“ سند کې د دغه هېواد د کلیوالو سيمو د سمسورولو چارو عمومي طریقې بيان شوې او پکې مطرح شوې، چې چين به  ”د زرو کليو نمونې او د لس زره کليو مديریت“ پروژې له ښو تجربو څخه ګټې پورته کړي او د کليو له خپلو حالاتو او ځانګړتياوو سره سم به د کلیو د سمسورولو تفصلي تدبيرونه غوره کړي. دغه سند د کلیوالو سيمو سمسورول يو اوږدمهاله کار بللی او له حکومتي کادرونو څخه يې غوښتي، چې د ټاکلې کړنلارې له مخې د دغه کار د ترسره کولو لپاره دوامدارې هڅې وکړي او په کليوالو سيمو کې د تشنابونو د بيارغولو په ګډون پر هغو ستونزو تمرکز وکړي، چې بزګران ورته ډېره اړتيا ګڼي او د دې ستونزې هواري ته ډېره لېوالتيا لري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۰۳م کال په جون کې د دغه هېواد د جه جيانګ ولایت د ګوندي منشي په توګه دنده پر غاړه درلوده. نوموړي د دې دندې پر مهال ”د زرو کليو نمونې او د لس زره کليو مديریت“ پروژه طرحه کړه چې په رڼا کې يې د جه جیانګ ولایت په لس زرو کليو کې د کرنيز توليد، د کليوالو د ژوند او ايکولوژۍ چاپيريال ډېر ښه شوی او څه باندې زر کلي پدې برخه کې د نمونې په توګه اباد شوي دي.

د بېجينګ پوهنتون د نویو کلیو د پرمختګ څېړنيز انسټېټیوټ مشر جانګ هونګ یو وویل چې د چين حکومت به په اوس او راتلونکې یوه موده کې په کلیوالو سيمو کې د صنايعو د پرمختګ، د کلیو د ابادۍ او مديريت په ګډون بېلابېلو برخو کې هڅې وکړي.

د نوموړي په وينا، دا چې د چين د مرکزي حکومت په ياد سند کې  د کرهنیز تولید او بنستیزو تاسیساتو او عامه خدمتونو د پیاوړتیا لپاره تفصلي لارښوونې ليکل شوې، نو ځکه د کليوالو سيمو هراړخيزو سمسورولو چارې به په لاښه توګه پرمخ يووړل شي.

په سږني لومړي نمبر سند  کې یو شمېر مهمې دندې ټاکل شوې، چې په هېواد کې د غلودانو د خوندېتوب تامينول، بېوزلي وضعيت ته د کليوالو د بېرته ګرځولو مخه نیول، د کليوالو سیمو د صنايعو د پرمختګ، د کليو د ابادۍ او مديريت د سويې لوړول او د علمي ټکنالوژيو او اړوندو ميکانيزمونو نوښت پکې شامل دي.

په دغه سند کې د غلودانو د خونديتوب تامينول د لومړۍ دندې په توګه ټاکل شوې او مطرح پکې شوی چې چين به د غلودانو د حاصلاتو زياتولو ته لومړيتوب ورکړي.

په چین کې د کروندو سرچینې کمې دي، د کروندو د مساحت پراخول ډېر ستونزمن کار دی، نو مرکزي حکومت يې هڅه کوي چې د ځمکو او تخمونو کیفيت لوړ کړي، عصري کرنيز وسايل او د غلو دانو د کرکیلۍ غوره طريقې وکاروي، څو د غلودانو د حاصلاتو کچه لوړه شي.

 د چين مرکزي حکومت په دغه سند کې موخه ټاکلې، چې په روان کال کې به په هېواد کې د غلودانو محصول له ۶۵۰ ميليونو ټنو څخه زیات شي.

کلیوالي سیمې د بزګرانو کورونه دي. یوازې بزګرانو ته د ژوند او کار ښه چاپیریال برابر شي، هغوی د خوښۍ، نېکمرغۍ او امنیت کافي احساس کولی شي.

چين او افغانستان هم دوستانه ګاونډي هېوادونه او هم ستراتېژيکي همکاران دي. د نظريو د تبادلې، د تجربو د شريکولو او د کرنيزو توليداتو د سوداګرۍ په برخو کې د دواړو  هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ ډېر امکانات لري. ۲۰۲۴م کال د چين ته د خپل اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۴م ملي پلان د تطبيق لپاره او افغانستان ته د اقتصادي بيارغونې لپاره ډېره مهم کال بلل کېږي. هيله ده چې دواړه هېوادونه د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ فکورې په رڼا کې زیاتې ګډې همکارۍ وکړي، څو خپلو خلکو ته ګټې ورسوي.

Previous Post

بدخشان کې د واورې ښويېدنې له امله درې تنه مړه شوي

Next Post

چیلي هېواد کې د اورلګېدنې له امله ۴۶ تنه مړه شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چیلي هېواد کې د اورلګېدنې له امله ۴۶ تنه مړه شوي

چیلي هېواد کې د اورلګېدنې له امله ۴۶ تنه مړه شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اقتصادي معاونیت: روان کال کې پر ۱۵ سترو پروژو کار پیل شوی

اقتصادي معاونیت: روان کال کې پر ۱۵ سترو پروژو کار پیل شوی

اکتوبر 21, 2024
ملګرو ملتونو له افغان زلزله ځپلو سره د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو له افغان زلزله ځپلو سره د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه

سپتمبر 3, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ