چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين نړيواله راډيو، (CHINA RADIO INTERNATIONAL) اتيا کلنه شوه

ليکنه: سالار

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 25, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين نړيواله راډيو، (CHINA RADIO INTERNATIONAL) اتيا کلنه شوه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

نن د چين نړيوالې راډيو د تاسيس اتيا يمه کليزه ده، زه د يو داسې کس په توګه چې په دې لويه رسنۍ کې مې کار کړی، غواړم څو کرښې وليکم، هيله ده چې د پام وړ مو وګرځي.

No description available.

د چين نړيواله راډيو چې د ۱۹۴۱ ميلادي کال د ډسمبر په درېيمه نېټه جوړه شوې چې په لومړيو کې يوازې په چينې ژبه خپرونې درلودې او د وخت په تېرېدو سره يې د نړۍ په مختلفو ژبو خپرونې پيل کړې چې اوس ددغو ژبو شمېر ۶۵ ته رسېږي او په نړيواله کچه تر ټولو ډېر مخاطبين لري، يوه يې پښتو راډيو ده.

اوس نړۍ ته ددې رسنۍ خپرونې پر راډيو سر بېره، وېډيو، ګرځنده ټيلېفون او چاپي رسنيو له لارې هم ترسره کېږي او نړۍ ته يې د چين په ور پېژندلو او همدارنګه چين ته د نړۍ په ور پېژندلو کې مهم رول ادا کړی.

د چين نړيواله راډيو د ۲۰۱۴ ميلادي کال تر اپرېل پورې له هېواد څخه بهر د ۴۰ استازندويه دفترونو، د کنفوسيوس ۱۳ موسسو، د خپرونو د جوړولو ۲۴ سټوډيو ګانو، ۹۷ شعبو پر جوړولو او په هېواد کې دننه د ۶ اف ام راډيويي کانالونو پر جوړولو بريالۍ شوه.

د چين نړيوالو راډيو پښتو څانګه

د چين نړيوالې  راډيو پښتو څانګه د ۱۹۷۳ ميلادي کال د جولای په ۱۵مه نېټه جوړه او مخاطبين يې د نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان کې مېشت پښتانه دي.

دغه راډيو مرکزي دفتر د چين په پلازمېنه بېجينګ کې دی او بشپړه پته يې ده( 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 )

ياده راډيو ددې کرښې تر ليکلو پورې په افغانستان او پاکستان کې اورېدل کېږي.

دغه راز  په کابل او کندهار ولايتونو کې د سپوږمۍ راډيو له لارې د اف ام پر څپو هره ورځ د کابل پروخت د سهار اووه بجې او د ماښام په پنځه بجې، دوه ساعته خپرونې لري.

علاوه پردې د spogmai Radio)  ) اپلېکشن له لارې د چين په شمول د نړۍ په هر ګوټ کې اورېدل کېږي.

د چين، نړۍ او سيمې مهم خبرونه، تبصرې، د چين سياسي چارې، اقتصاد، کلتور، سپورټ، هنر، په چين کې د مسلمانانو ژوند، سيلانۍ چارې، چينې ژبې زده کړه او… يې مهمې خپرونې دي.

د ۲۰۰۳ ميلادي کال د ډسمبر په ۲۸مه په رسمي توګه ددغه راډيو وېبپاڼه ( http://pushtu.cri.cn ) پرانيستل شوه چې په ټوله نړۍ مينه وال، لوستونکي او ليدونکي لري.

د يادې راډيو له تاسيس را په دې خوا تر اوسه پورې يې ډېری کار کوونکي چينيان پاتې شوي او اوس مهال شاوخوا ۱۵ کار کوونکي لري چې ډېری يې چينايان دي.

چيني کار کوونکي يې ټول په پښتو ژبه پر روانو خبرو سربېره، ليکنې او ژباړې هم کوي او په راډيو کې وياندويي کوي او دغه راز يې ډېر پښتو چيني قاموسونه هم ليکلي چې دا په خپل ځای پښتو ژبې د ودې لپاره يو ستر کار هم دی.

د چين نړيوالې راډيو فارسي څانګه

د چين نړيوالې راډيو فارسي څانګه په ۱۹۵۷ ميلادي کال کې فعاله شوې او د ايران، افغانستان، تاجکستان او پاکستان د شمال لپاره هره ورځ نيم ساعت خپرونې لري.

ددې کرښو تر ليکلو پورې د ايران د (راډيو فرهنګ) په همکارۍ په ټول ايران کې اورېدل کېږي.

د فارسي راډيو انټرنېټ پاڼه Persian.cri.cn هم د ۲۰۰۳ ميلادي کال په اکتوبر کې په رسمي ډول فعاله شوه.

د چين نړيوالې راډيو فارسي څانګې هره خپرونه د ورځې دوه ځله تکرارېږي.

شاوخوا شل چينايي او ايراني کار کوونکي لري، نړيوالې پېښې او خبرونه، (جنګ فرهنګي، مسلمانان چين، دانشنامه چين، چين ګردی، موسيقي او آموزش زبان چينی) د يادې راډيو خپرونې دي.

www.china.com

چينا ډاډ کام انټرنېټ پاڼه د ۱۹۹۹ ميلادي کال په مې مياشت کې فعاليت پيل کړ او د چين يوه باوري او پخوانۍ انټرنېټ پاڼه ګڼل کېږي او په لسګونو ميليونه مخاطبين او استفاده کوونکي لري.

ددغه سایټ اصلا د (GMG) نړيوال رسانه يي شرکت اړوند دی.

جي ام جي د چين نړيوالې راډيو ( سي آر آی) او د چين د نړيوالې رسانه يي شبکې( سي، آی، بي، ان) اړوند دی.

اوس د چين نړيواله راډيو، سي سي ټي وي، سي جي ټي ان او نورې رسنۍ د يوه ګډ ګروپ په جوړولو سره چې مخفف يې  CMG)) دی فعاليت کوي.

د يادونې وړده چې چين د نړۍ په کچه نورې مشهورې رسنۍ هم لري چې دلته يې څو رسنيو ته  اشاره کولای شوو.

شين هوا، Xinhua، د چين رسمي دولتي خبري آژانس دی او ترټولو لویه خبري سرچينه ده.

چين دوه رسمي خبري آژانسونه لري چې يو يې شينهوا او بل يې د چين خبري سرويس دی.

که دغه رسنۍ د نړۍ له نورو رسنيو سره پرتله کړو نو پوه به شوو چې چينۍ رسنۍ اوس په  نړيواله کچه په رسنيو کې مخکښ ځای لري.

رويټرز ۱۳۰۰ کار کوونکي لري، او شينهوا تر لس زرو ډېر کار کوونکي، ۳۱ داخلي او ۱۰۷ نړيوال دفترونه لري.

شينهوا پر خبري آژانس سربېره، يوه خپرندويه موسسه هم ده چې شل ورځپاڼې او ۱۲ مجلې لري او له لس ميليون څخه په لوړ تيراژ چاپېږي.

شینهوا ډيلي ټلګراف ددغه خبري آژانس مشهوره ورځپاڼه ده، دغه راز  د عکسونو لوی آرشيف لري چې په ميليونونو تاريخي عکسونه يې جمع کړي دي.

شينهوا په ۱۹۳۱ ميلادي کال کې د سره چين خبري آژانس (Red China News Agency) په نوم کار پيل کړ او په ۱۹۳۷ ميلادي کال کې يې نوم پر شينهوا بدل کړ. له ۱۹۴۴ ميلادي کال څخه يې په انګليسي ژبه هم نشرات پيل کړل او په ۱۹۴۷ کال کې يې خپله لومړنۍ شعبه په لندن کې جوړه کړه.

شينهوا خبري آژانس د  چيني، انګليسي، اسپانيايي، روسي، فرانسوي او عربي په شمول د نړۍ په څو رسمي ژبو خبرونه خپروي.

شينهوا تر سلو ډېرو مشهورو نړيوالو خبري آژانسونونو سره د خبرونو د تبادلې تړون لري.

د چين مرکزي ټلوېزيون، China Central Televisionمخفف يې (CCTV)  د چين تر ټولو مهمه ټلوېزيوني رسنۍ ده.

د متفاوتو پروګرامونو ۴۵ ټلوېزيوني شبکې لري او له يو ميليارډ څخه ډېر ليدونکي لري، د يادو شبکو عمده پروګرامونه مستند، کمډي، ساتېرۍ او ډرامې دي.

مرکزي دفتر يې په پلازمېنه بېجينګ کې دی، د ۱۹۵۸ ميلادي کال د ډسمبر په دويمه نېټه تاسيس شوی او څه باندې لس زره کار کوونکي لري.

چين ګڼ شمېر مشهورې چاپي رسنۍ هم لري، چې چينا ډيلي، بېجينګ ډيلي…. ته يې اشاره کولای شوو.

Previous Post

ایران او افغانستان د رېل پټلۍ پر بشړولو خبرې کوي

Next Post

ورځ کې سل افغان ناروغان له اسنادو پرته پاکستان ته اوښتلی شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ورځ کې سل افغان ناروغان له اسنادو پرته پاکستان ته اوښتلی شي

ورځ کې سل افغان ناروغان له اسنادو پرته پاکستان ته اوښتلی شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بو او اسیایي فورم: سږ کال به د اسیا اقتصادي زیاتوالی 4.8 سلنې ته ورسېږي

د بو او اسیایي فورم: سږ کال به د اسیا اقتصادي زیاتوالی 4.8 سلنې ته ورسېږي

اپریل 21, 2022
شي جين پينګ او پنګ لي يوان د کمبوډيا له پاچا نورودوم سيهاموني او ملکې مورموني نات سره وکتل

شي جين پينګ او پنګ لي يوان د کمبوډيا له پاچا نورودوم سيهاموني او ملکې مورموني نات سره وکتل

فبروري 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved