سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين نړيوال وارداتي نندارتون کې د باور او مسؤليت انعکاس

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 11, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين نړيوال وارداتي نندارتون کې د باور او مسؤليت انعکاس
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په لسمه نېټه په شانګهای کې پای ته ورسېد، چې پکې ګڼو تصديو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.

د امريکا د تاپيستري ګروپ عمومي مدير ساند سيس د چين نړيوال وارداتي نندارتون د توليداتو د ښودلو او د نويو نوښتونو او فکرونو ښه ډګر بللی دی او په خبره یې، شرکت يې په راتلونکي ۹ م نندراتون کې د ګډون غوښتنلیک هم وړاندې کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

 په چين کې د استرازنيکا شرکت (AstraZeneca) عمومي مدير لين شياو رسنيو ته ويلي، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون په دغه هېواد کې د پانګونې او د چيني پرمختګ د ګټو د شريکولو لپاره بې ساری ډګر برابر کړی دی.

شمېرې ښيي، د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون ګڼې لاسته راوړنې لري او د قراردادونو ارزښت يې ۸۳ ميليارډه او ۴۹۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د تېرې دورې نندارتون په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه څلور زياتوالی ښيي او نوی ريکاډ يې جوړ کړی دی. د دې ترڅنګ په سږني نندارتون کې د ګډونوالو تصديو شمېر د تېر کال په پرتله څه باندې شپږ زيات شوی او د نړۍ له پنځه سوو لویو او سترو تصديو او شرکتونو څخه ۲۹۰ يې پکې ګډون کړی و او د نندارخونې پراخوالی او د ګډون کوونکو تصديو عمومي شمېر يې نوي ريکارډونه جوړ کړي دي.

په سږني نندارتون کې څلور سوه او يو شپېته نوي توليدات، تخنيکونه او خدمتونه په لومړي ځل نندارچيانو ته وړاندې شوي او د دې ترڅنګ د لږ پرمختلليو هېوادونو د توليداتو د ښودلو ځانګړې سيمه او د نړيوالو انلاين الکترونيکو سوداګرو خدمتي سيمه هم پکې په لومړي ځل جوړه شوې وه، چې دا د چين او نړۍ اړتياوې پوره کولی شي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې د صادراتو تر سرليک لاندې يوازينی نندارتون او هم د چين د ورخلاصون د پرمخبېولو يو مهم ډګر دی.

څه موده مخکې، د چپن د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه ترسره شوه، چې پکې په لوړې سويې د ورخلاصون د پراخوالي کارونه ترتيب او د ورخلاصون د پراخوالي مهمې دندې روښانه شوې دي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د ورخلاصون د پراخوالي او د مثبت بدلون د څار مهمه کړکۍ بلل کېږي.

د چين ورخلاصون څه ډول ورخلاصون دی؟

د چين ورخلاصون يعنې چین له نړيوالو تړونونو او ژمنو پرته د ځاني پرمختګ پر بنسټ له نورو هېوادونو سره مثبت تعامل کوي او له خپلو مشخصاتو سره سم ګام په ګام دروازه پرانېزي.

د ورخلاصون پراخوالی د چين په دولتي ډيزاين او ستراتيژۍ کې شامل شوی، چې د دغه هېواد د ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو ټينګ هوډ ترې ښکاري.

د چین د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست د څېړنيز مرکز مشر لياو فان سي اېم جي ته ويلي، چې د چين د ورخلاصون رېښه په همدې هېواد کې ده او له نړيوالو سره پر مثبت تعامل تمرکز لري او د عنعنوي نړيوالو اړيکو له هغو اصولو سره اړيکې نه لري، چې يو هېواد يوازې د نورو هېوادونو د ورخلاصون پر بنسټ خپله دروازه پرانېزي. د چين ورخلاصون څخه د دغه هېواد هغه ځاني باور او مسؤليت ښکاري، چې د ځاني پرمختګ پر بنسټ له نورو هېوادونو سره ګټې شريکوي.

اوسمهال په نړۍ کې يو اړخيزم او د ځاني سوداګرۍ ساتونکې کړنې د ډېرېدو په حال کې دي، نو ځکه بازار تر ټولو قيمتي سرچینه يادېږي. په ورته وخت کې ډېری پرمختيايي هېوادونه د پرمختګ لېوالتيا لري او په نړيوالې سوداګريزې پروسې کې د ګډون لپاره د ځاني پرمختګ په هڅه کې دي.

چين لوړه سویه لرونکی ورخلاصون لا پراخوي، چې دا نه يوازې له بازاري اصولو، بلکې د پرمختګ او د نيکمرغه ژوند د موندلو په برخه کې د خلکو له هيلو سره هم سمون لري او د نړۍ د هغو پرانيستو چارو لپاره يې ثابت عوامل برابر کړي، چې اوس په څلور لارې کې دي.

که کوم هېواد ورخلاصون پراخ کړي، نو لازيات پرمختګونه به ومومي او که پرمختګ وکړي، نو ورخلاصون به یې نوره هم ورسره پراخ شي.

د سينګاپور د دولتي پوهنتون د اسيايی چارو د څېړنيز مرکز غړي کشور مابوباني ويلي، که تاريخ ته کتنه ولرو، نو چين د ورخلاصون عنعنه به پکې ومومو.

 څوک د نړۍ د پرانيستي تمايل مخه نه شي نيولی.

Previous Post

شي جين پينګ د کوته دیوا د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار اواتارا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

Next Post

چين به د انټرنېټ ګډه او ټولشموله پراختیا پرمخ بوزي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين به د انټرنېټ ګډه او ټولشموله پراختیا پرمخ بوزي

چين به د انټرنېټ ګډه او ټولشموله پراختیا پرمخ بوزي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ په يانګچوان ښار کې د جاپان د تېري پروړاندې د مقاومت جګړه کې د وژل شویو پوځيانو د یادبود پر څلي د ګلانو ګېډۍ کېښودې

شي جين پينګ په يانګچوان ښار کې د جاپان د تېري پروړاندې د مقاومت جګړه کې د وژل شویو پوځيانو د یادبود پر څلي د ګلانو ګېډۍ کېښودې

جولای 8, 2025
که مو وزن مناسب و، ښکلي به هم وی

که مو وزن مناسب و، ښکلي به هم وی

جون 8, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ