سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home Uncategorized

د چين پسرلنی اختر

لیکنه: جان روان ځاځی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 28, 2025
in Uncategorized
0
پاريس کې د پسرلني اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ د هنري نندارې اطلاعاتي فعاليت ترسره شو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پسرلنی اختر د نوي کرنيز کال په لومړۍ ورځ پيلېږي او په وياړ یې په چين کې يوه اونۍ رخصتي وي.

دغه اختر د ختيځې اسیا په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کېږي، خو په چين کې يې څپه تر نورو پورته او خلک يې راتلو ته شپې او ورځې شمېري. ډېری چينايان له خپلو مېنو يا ټاټوبو څخه لرې په نورو سیمو کې دندې ترسره کوي او پسرلني اختر ته ورځې او شپې شماري او هر وګړی یې هڅې کوي، چې دغه اختر له کورنۍ سره يو ځای ولمانځي.

You might also like

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

Emerging Trends in the UK Online Casino Market: Insights for 2026

پسرلنی اختر د چيني کولتور يوه نښه بلل کېږي، د چينايانو لپاره ډېر ارزښت لري او په ښه په جم او جوش یې لمانځي او اغېزه یې هم ډېره ژوره او پراخه وي.

پسرلنی اختر د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۴مې نېټې د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان لخوا د غيرمادي کولتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې هم شامل شوی دی. يوه احصايه ښيي، چې د کرنيزکال لومړۍ ورځ د نړۍ په نږدې شلو هېوادونو کې رخصت وي.

 د روان ۲۰۲۵م کال د جنورۍ نهه ويشتمه نېټه د کرنيز مار کال له لومړۍ ورځې یا پسرلني اختر سره برابره ده. د چين حکومت او خلک په ښارونو او کليوالو سيمو کې د پسرلني اختر د هر کلي په پار په لویو ډګرونو، مارکيټونو او د سړکونو او لارو او کوڅو پر دواړو غاړو فانوسونه او ډېوې راځوړندوي.

د پسرلني اختر په راتلو سره په چين کې د خلکو د تګ راتګ لويه څپه پيلېږي، چې په چيني ژبې کې ورته چون یون(春运) وايي او دا د ځانګړي ټرانسپورټي پلان مانا لري.

چون یون (春运) د ځانګړي ټرانسپورټي پلان مانا لري او په ټولو تمځايونو کې د مساپرو ډېره ګڼه ګوڼه وي.

چون يون په چين کې د پسرلني اختر د ځانګړي ترافیکي پلان نوم دی، چې د هر کال د پسرلني اختر له را رسېدو ۱۵ورځې مخکې پيلېږي او ۴۰ ورځې دوام کوي. په دې څلوېښت ورځنۍ موده کې ګڼ شمېر خلک د اختر د لمانځنې لپاره خپلو کورونو ته ستنېږي او په ټول چين کې د خلکو د تګ راتګ خورا لويه څپه رامنځته کېږي، چې پيمانه يې په نړۍ کې تر ټولو لويه وي.

د پسرلني اختر په موده کې په ټول چين کې د سيلانۍ توده څپه روانه وي او دولت يې یوازې له سیلانۍ څخه سلګونه ميليونه ډالرعوايد ترلاسه کوي.

هر کال په چين کې د چون یون پرمهال د موټرونو، اورګاډو او الوتکو له لارې د خلکو د تګ راتګ عمومي شمېر سلګونو ميليونو ته رسېږي، خو سږنۍ څپه یې د تېرو په پرتله پراخه ده. په چين کې هغه کسان، چې له خپلو ټاټوبو څخه لرې په نورو ځايونو کې کارونه کوي، د پسرلني اختر له راتګ لسګونه ورځې مخکې هڅې کوي، چې ټيکټونه واخلي، ځکه د دغه اختر پر مهال ټرانسپورټ ډېر بوخت وي.  د چين ټرانسپورټ وزارت ويلي، چې خلک به د سږني پسرلني اختر د چون يون پرمهال په بېلا بېلو ترافيکي وسايلو کې ۹ ميليارډه ځلې تګ راتګ وکړي او په دې جملې کې اتيا سلنه به یې په موټرونو کې تګ راتګ ولري.

چینايان د پسرلني اختر لپاره کوم ځانګړي توکي اخلي او کوم دودونه لري؟

پسرلنی اختر يا چون جيې (春节) د نوي کرنیز کال د پيل مانا لري. د چين د ښارونو په ګوټ ګوټ کې د پسرلني اختر د را رسیدو په پار ځانګړي بازارونه پرانيستي وي، چې په چيني ژبې کې ورته دا جي (ا大集) وايي او په پښتو کې ورته د سمسور بازار نوم کارولی شو.

دا جي (ا大集) يا د پسرلني اختر لوی یا سمسور بازار

د هرې کورنۍ غړي دا جي یا سمسور بازار ته ځي او هلته اختريز توکي اخلي او دغو توکو ته په چيني ژبه کې نيان هوه (年货) وايي.

د ساري په توګه، د چين ډېری وګړي د پسرلني اختر لپاره چون ليان (春联) اخلي او د کور پر دروازو یې لګوي. چون ليان یو ډول اوږده کاغذونه دي، چې شعري بيتونه او هنري نثرونه پرې ليکل شوي وي او چينايان يې د کور د دروازې پر غاړو سرېښوي او له همدې لارې ټولو دوستانو او ملګرو ته، چې د اختر په ورځو کې یو د بل کورونو ته ورځي، د نوي کرنيز کال مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کوي.

چون ليان (春联) یو ډول اوږده کاغذونه دي، چې شعري بيتونه او هنري نثرونه پرې ليکل شوي وي او چينايان يې د کور د دروازې پر غاړو سرېښوي

ځيني یې هونګ باو (红包) اخلي. دا یو ډول سره کاغذي کڅوړه ده، چې په چيني ژبې کې ورته هونګ باو وايي. د کورنۍ مشران په دغو سرو کڅوړو کې پیسې اچوي او ماشومانو ته یې ډالۍ کوي او ځوانان بیا په همدغو کڅوړو کې مشرانو ته پیسې ورکوي او د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې ورته څرګندوي.

ځيني چينايان د نوي کال په لومړۍ ورځ له سرېښناکو ورېجو د نيان ګاو(年糕) په نوم خواږه خواړه پخوي. په چيني ژبې کې نيان (年) د کال او ګاو (糕) د کېک معنا لري. يوه بله چيني کليمه، چې د ګاو تلفظ لري، د لوی يا جګ مانا لري، نو نيان ګاو خواړه په دې مانا هم دي، چې هر ژوندی موجود کال په کال لويېږي او هر څه کال په کال ښه کېږي. دوی دغه خواړه په همدې فال نيسي، چې ماشومان یې لوی او مشران یې ښه روغتيا او اوږد عمر ولري.

Previous Post

سروې : امریکايي تصدۍ د هانکانګ سیمې پر سوداګریزې زمینې پوره باور لري

Next Post

د امریکا دفاع وزیر د خپلو افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

by AhmadNasary
اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

by AhmadNasary
اگست 4, 2026
Uncategorized

Emerging Trends in the UK Online Casino Market: Insights for 2026

by AhmadNasary
اگست 4, 2026
Uncategorized

Descubriendo el Futuro de los Casinos en Línea: Opciones y Enfoques en 2026

by AhmadNasary
اگست 3, 2026
تېر کال د چین د کلتوري چارو ارزښت نوی ریکارډ جوړ کړی
Uncategorized

تېر کال د چین د کلتوري چارو ارزښت نوی ریکارډ جوړ کړی

by Spogmai Radio
جون 29, 2026
Next Post
د امریکا دفاع وزیر د خپلو افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ

د امریکا دفاع وزیر د خپلو افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ډبلیو ایف پي: نږدې ۱۰ میلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي

ډبلیو ایف پي: نږدې ۱۰ میلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي

جون 5, 2025

امریکايي رسنۍ: د امریکې د اعتبار درجه باید ډېره مخکې ټيټه شوې وای

اگست 8, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved