چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين پلان د نړۍ ښځو ته نوې پرمختيايي لار برابرو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 14, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين پلان د نړۍ ښځو ته نوې پرمختيايي لار برابرو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ښځو دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د اکتوبر په ۱۳مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.

خبري رسنيو دغه غونډه ډېره ارزښتناکه بللې او ويلي يې دي، چې دغه غونډه به د نړۍ د جنسيتي برابرۍ په ترويج او د ښځو په هراړخيزې ودې کې پوره مرسته وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين دولت رئیس شي جين پينګ هم په همدې ورځ د دغې غونډې پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده. نوموړي د ښځو د هراړخيز پرمختګ د نوي بهیر د چټکتيا په پار څلور فقره يیز وړانديز کړی او د ښځو د نړيوالو چارو له پرمختګ څخه د ملاتړ په اړه یې پنځه تدبيرونه اعلان کړي دي.

د غونډې د ګډونوالو مشرانو په اند، چين په کوردننه د ښځو د چارو د پرمختګ موندلو ترڅنګ په مسئولانه رويې او پیاوړې لارښوونکې وړتيا سره د نړۍ د ښځو چارو پرمختګ ته قوي خوځنده ځواک ورکوي.

يو چيني متل دی: ښځه نيم اسمان دی، دا پدې مانا ده، چې ښځې د ټولنې په توليد او ژوند کې د نارينه په څېر مهم رول لوبوي.

سږ د ملګرو ملتونو د ښځو د څلورمې نړيوالې غونډې د جوړېدو ۳۰مه کليزه ده. دغه غونډه دېرش کاله وړاندې په بېجينګ کې ترسره شوه او «د بېجينګ اعلاميه» او «د عمل پلېټفورم » پکې تصويب شول، چې په رڼا کې يې د جنسيتي برابرۍ په ترويج او د ښځو د هراړخيزې ودې په پياوړتيا کې د ليدو وړ پرمختګونه شوي دي.

په نننۍ نړۍ کې داسې لوی بدلونونه روان دي، چې په تېرې يوې پېړۍ کې يې ساري نه دي لیدل شوي او د نړۍ مديريت هم په نوې څلورلارې کې دی. نو په داسې حالاتو کې د ښځو هراړخيز پرمختګ څنګه ګړندی کېدای شي او ښځې څنګه لاښه رول لوبولی شي؟

شي جين پينګ په څلور فقره يیز وړانديز کې يادو پوښتنو ته ځواب ورکړی او ويلي يې دي، نړيواله ټولنه دې په څلورو برخو کې ګډې هڅې وکړي:

۱. نړيواله ټولنه دې د ښځو د پرمختګ لپاره ګټوره فضا رامنځته کړي.

۲. د ښځو د چارو د باکيفيته پرمختګ لپاره دې قوي خوځنده ځواک وپالل شي.

۳. د ښځو د حقونو د تامين پر اساس دې د مديريت جوړښت جوړ شي.

۴. د نړۍ د ښځو ترمنځ د همکاريو نوی فصل دې وليکل شي.

د شي جين پینګ د ياد څلور فقره يیز وړانديز موخه دا ده، چې د ښځو د هراړخيز پرمختګ د نوي بهیر لپاره بنسټ ټينګ او کليدي ټکي یې را برسېره او تامين يې برابر شي.

د چین د واده او کورنۍ مطالعاتي ټولنې مرستيال لي مينګ شون ويلي، چې د رئيس شي جين پینګ له څلور فقره يیز وړاندیز او د چين له ژمنې څخه ښکاري، چې دغه هېواد د ښځو د نړيوالې غونډې د روحيې خپروونکی، د ښځو حقونو ته ژمن او د نړۍ د مديريت وړانديز عملي کوونکی دی.

د برازيل «فورم» مجلې ليکلي: (چين د ښځو نړيوالو چارو د پرمختګ لپاره نوی ماډل برابر کړی دی.)

که څوک د نړۍ د ښځو د چارو د پرمختګ د اوسني وضعيت په اړه معلومات ولري، نو د چين د پلان په اهميت به پوهېږي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ موخې د پوره کولو ټاکلي وخت ته پنځه کاله پاتې دي، خو د ښځو د چارو پرمختګ لاهم له فرصتونو او ننګونو سره مخ دی. له يوې خوا، په نړۍ کې د علمي ټېکنالوژۍ انقلاب او د صنايعو تغيرات روان دي، چې د نړۍ ښځو ته يې زيات فرصتونه برابر کړي او له بلې خوا، پر ښځو د زورزياتي، تبغيض او اقتصادي نابرابرۍ ستونزې لاهم موجودې دي او افراطي اقليمي ناورينونه هم رامنځته کيږي، چې ډېر زیان یې ښځو ته رسېږي او دغه راز له ډيجيټلي ټېکنالوژۍ څخه د استفادې په برخه کې هم د ښځو او نارينه وو ترمنځ فاصلې د پراخېدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونود ښځو چارو ادارې او د دغه نړيوال سازمان د اقتصادي او ټولنیزو چارو ادارې راپور ښيي، چې په نړۍ کې له ډيجيټلي ټېکنالوژۍ څخه د استفادې په برخه کې د جنسیتي فاصلې د کمولو اقداماتو له نعمت څخه یوازې ۳۴۳ ميليونه ښځې او نجونې برخمنې دي، چې د همدغو اقداماتو له لارې به تر ۲۰۳۰م کال پورې په نړيوال اقتصاد کې ۱.۵ ټريليونه امريکايي ډالره زياتوالی راشي.

راپور وايي، له شکه پرته د چين پلان د ملګرو ملتونو د دواملرونکي پرمختګ د موخې په پوره کولو کې پوره مرسته کوي.

 د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې د اسيا او ارام سمندر سيمې د څانګې مشرې کریسټين ابرا په بېجينګ کې د ښځو نړيواله غونډه ستايلې او پروخت يې بللې ده.

چين د ښځو د هراړخيز پرمختګ په هڅولو کې ډېرعملي کارونه کړي او په تېره بيا  له لسګونو کلونو راهیسې يې د چيني شکله عصري کېدو بهیر د پرمخبېولو او د ښځو او ماشومانو د حقه حقونو د تامين، د جنسيتي برابرۍ د ترويج او د ښځو او ماشومانو د هراړخيز پرمختګ لپاره يې ډېر کارونه کړي او او پرمختګونه يې موندلي دي او دغه چارې يې د ياد بهیر يوه ډېره مهمه برخه ده. د بېلګې په توګه،  په چين کې ۶۹۰ ميليونه ښځې له شديدې بېوزلۍ څخه وتلي او نسبتاً شتمنۍ ټولنې ته داخلې شوې دي. د چين د ښځو د منځني عمر وړاندوينه ۸۰.۹ کلنۍ ته پورته شوې ده. د چين په پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو کچه ٪ ۵۰.۷۶ ښيي او په دغه هېواد کې پر دندو ګمارل شوو کسانو کې له ٪ ۴۰ زیاته برخه ښځې دي. دغه شمېرې په نوې زمانه کې په چين کې د ښځو د چارو د تاريخي پرمختګ شاهدي ورکوي.

چين له هغو هېوادونو څخه دی، چې په ۱۹۸۰ م کال کې یې تر نورو لومړی د ښځو پر ضد د هر ډول تبغيض د له منځه وړلو تړون لاسلیک کړی دی. نن دغه هېواد د نړۍ له شاوخوا ۱۴۰ هېوادونو او د ښځو په تړاو له ۴۲۰ سازمانونو سره دوستانه اړيکې لري، د لوبان ورکشاپونو د جوړولو له لارې يې د نورو هېوادونو ښځو ته روزنې برابرې کړي، په ځانګړو تعليمي برناموو کې يې د څه باندې سلو هېوادونو ښځو ته هغه کرنيزه ټېکنالوژي، چې پرمټ يې له ځانګړو نباتاتو په استفادې مرخېړي کرل کيږي، ورزده کړې ده او هغوی ته يې کاري فرصتونه پیدا کړي دي او دغه راز چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له لارې د ښځو د نړيوالو چارو پرمختګ سره پوره مرسته کړې ده.

چين په روانه نړيواله غونډه کې د ښځو د نړيوالو چارو د ملاتړ لپاره يو لړ تدبيرونه اعلان کړي، چې له مخې به یې دغه هېواد په راتلونکو پنځو کلونو کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې ته ۱۰ ميليونه امريکايي ډالره ورکوي، د نړۍ د پرمختګ او د سراسري جنوب همکاريو ته به د ۱۰۰ ميليونو ډالرو صندوق جوړوي، د خلکو د ژوند ښه کولو په برخه کې به ۱۰۰۰ داسې مرستندويه پروژې ترسره کوي، چې پيمانه به يې کوچنۍ وي، خو ډېرې ګټې او اغېزې به ولري او دغه راز د نړۍ ۵۰ زرو ښځو ته به د روزنې لپاره د سفر بلنې ورکړي او د ښځو د وړتياوو جوړولو نړيوال مرکز به جوړ کړي.

چين غواړي له بېلابېلو لوريو سره د ښځو د هراړخيز پرمختګ چټکتيا ته نوی خوځنده ځواک ورکړي، څو ښځې هم د بشري تمدن په پرمختيا کې زيات خدمتونه وکړای شي.

Previous Post

د هسپانيا خارجه وزير به چين ته سفر وکړي

Next Post

د ۲۰۲۵ کال د غلو دانو نړيوال فورم په روم کې پرانيستل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ۲۰۲۵ کال د غلو دانو نړيوال فورم په روم کې پرانيستل شو

د ۲۰۲۵ کال د غلو دانو نړيوال فورم په روم کې پرانيستل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملګرو ملتونه: نړیوال دې افغان کډوالو سره مرسته وکړي

ملګرو ملتونه: نړیوال دې افغان کډوالو سره مرسته وکړي

مې 24, 2024
ایراني چارواکي: افغان او پاکستاني وګړي ایران ته د داخلېدو اجازه نه لري

ایراني چارواکي: افغان او پاکستاني وګړي ایران ته د داخلېدو اجازه نه لري

اپریل 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved