چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين پنځلسم پنځه کلن پلان به د ګټې-ګټې همکاريو نوی څپرکی پرانېزي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 23, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د چين پنځلسم پنځه کلن پلان به د ګټې-ګټې همکاريو نوی څپرکی پرانېزي

Apple CEO Tim Cook is seen on a big screen live broadcasting his speech at the opening of the China Development Forum 2026 held at the Diaoyutai State Guesthouse in Beijing on Sunday, March 22, 2026. (AP Photo/Ng Han Guan, Pool)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د پرمختګ دوه ورځنی فورم د مارچ په ۲۲مه په پلازمېنه بېجینګ کې پرانیستل شو، چې د نړيوالو سازمانونو او د نړۍ د مخکښو ۵۰۰ پياوړو تصديو څه باندې ۱۰۰ استازو پکې ګډون کړی دی. څو ورځې وروسته به په دغه هېواد کې بواو اسیايي فورم او جونګ ګوانڅون فورم هم په وار سره پیل شي.

چين په روان پسرلي کې يو ځل بيا نړۍ ته روښانه پيغام ورکړی، چې د ورخلاصون دروازه يې د لاپراخېدو په حال کې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

سږ کال د چين د ۱۵ م پنځه کلن پلان پيلامه ده. دغه پلان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د چين د اقتصاد او ټولنې پرمختيايي لوری ټاکلی او د لوړې سويې د ورخلاصون پراختيا ته يې ډېر مهم ځای ورکړی دی.

سیسټمي ورخلاصون

چين له روان کال راهیسې بهرنيو سوداګرو او پانګوالو ته د سهولتونو د برابرولو په موخه يو لړ عملي تدبيرونه غوره کړي دي. د بېلګې په توګه، چين د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۹۳۵ ډوله تجارتي توکو وارداتي تعرفه تعديل کړې او د هغو هېوادونو د تجارتي توکو تر تعرفې يې هم کمه کړې، چې له تعرفوي امتيازاتو څخه د استفادې حق لري. چین اعلان کړی، چې د مې له لومړۍ نېټې څخه به افريقا ته د چين د ګمرکي تعرفو لېست کې د ٪ ۱۰۰ شامل شوو تولیداتو د صفر تعرفې تګلاره تطبیق کړي، چې دغه تګلاره نه يوازې چيني بازار ته د نورو هېوادونو د تجارتي توکو د ننوتلو شرایط کموي، بلکې د  لږ پرمختللو هېوادونو او مخ پر ودې بازارونو ته د چين ښه نيت هم ښيي.

برسیره پردې چين «د هڅول شوې بهرنۍ پانګونې د صنعتونو کتلاګ» کاملاً تطبيق کړی، چې له مخې يې بهرني پانګوال د توليد او  خدماتو پرمختللو او عصري چارو پانګونې ته هڅول کېږي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې چين به پخوا د راجلب شوو بهرنيو پانګونو پيمانې ته ډېره پاملرنه کوله، خو اوس يې پاليسي عیاره کړې او خپل تمرکز يې د بهرنيو پانګونو له پيمانې څخه کيفيت او د صنعتي جوړښت اصلاح او سمون ته اړولی دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو او اقتصادي همکاریو انسټيټيوټ مشر وانګ شوی کون پر دې اند دی، چې ۱۵م پنځه کلن پلان په نوې موده کې د هېواد د لوړې سويې ورخلاصون د پراختيا لارښود برابر کړی دی. د چين ورخلاصون نه يوازې د خپلې ودې لپاره دی، بلکې د نړيوال اقتصاد له ثابتې ودې څخه د ملاتړ لپاره هم دی.

پر چيني بازار د بهرنيو تصديو باور

بازار د چين ورخلاصون ته مثبت ځواب ورکړی دی. د چين د ګټورو تګلارو په رڼا کې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې له اسيان او اروپايي ټولنې سره د دغه هېواد وارداتو او صادراتو په جلا جلا توګه ٪ ۲۰.۳ او ٪ ۱۹.۹ زياتوالی موندلی، د کمربند او لارې له ابادوونکو هېوادونو او سيمو سره يې واردات او صادرات ٪ ۲۰ زيات شوي او د عصري ټکنالوژيکي توليداتو په صادراتو کې يې بيا ٪ ۲۴.۲ زیاتوالی راغلی، چې دا د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د جوړښت د پرله پسې ښه والي څرګندويي کوي.

د ډېرو پیاوړو بهرنيو تصديو مسئولينو سي جي ټي اېن ته ويلي، چې د چين ۱۵ م پنځه کلن پلان نه يوازې پرمختيايي لوری روښانه کړی، بلکې د تصديو له اوږدمهالو ستراتېژيو سره هم ډېر مطابقت لري.

د هاليون لومړی اجرائيه رئيس براين مکنامرا وايي: ((د چين ۱۵م پنځه کلن پلان زمونږ لپاره د فرصت دروازه پرانيستلې او په تېره بيا د نوښتګرې پرمختيا لوری يې زمونږ له ستراتېژيو سره ډېر مطابقت لري. د چين بشپړ صنعتي ځنځير، اصلاح کېدونکی سوداګريز چاپېريال او د مصرف کوونکو خورا لويه ډله د بازار د پراخېدو او زیاتېدو سبب کېږي.))

د میرسیډیز بېنز ګروپ د مديريت بورډ رئيس اولا کلینيوس وايي، چين د نړيوال اقتصاد مهم انجين دی او د دغه هېواد اقتصادي موخه د نړيوال اقتصاد د ثبات لپاره ډېره ګټوره ده.

د سټنډرډ چارټرډ اجرایوي رئیس بل وینټرز په څو ټکو کې ډېر څه رانغاړلي دي. نوموړی وايي: ((چين له ډیرو کلونو راهیسې د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره تر ټولو ډېر خدمتونه کړي دي. د دغه هېواد د لوی اقتصادي حجم او دوامدارې ودې په پام کې نیولو سره، ثبات او پايښت يې کولی شي په بازار کې باور رامنځته کړي او نړیوال سوداګریز سیسټم ته دوامدار پرمختګ ورکړي.))

د هراړخيز ورخلاصون د نوي جوړښت د جوړولو هڅه

چين د مالونو د سوداګرۍ ترڅنګ په لازياتو برخو او ژورو برخو کې هم د ورخلاصون په هڅه کې دی. چین موخه ټاکلې، چې د چين – اسيان د ازادې سوداګرۍ د زون تړون د درېیم ځل لپاره هم اصلاح او تطبيق کړي، د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي زون د لوړتيا ستراتېژي عملي کړي او په سیسټمي لحاظ د لوړې کچې ورخلاصون وازمويي. چین دغه راز په های نان ولایت کې د ازادې سوداګرۍ بندر د ابادولو په هڅه کې هم دی او له مسلسلو ډېرو کلونو راهیسې د مصرف مصرفي توکو نندارتون، د چین د خدماتو سوداګرۍ نړیوال نندارتون او د چین نړیوال وارداتي نندارتون جوړوي، چې دغه پلېټفورمونه يې د چين او نړۍ د اقتصادي ادغام د ژورېدو سبب کېږي.

چين د ۲۰۲۶م کال په لومړيو کې د لوړې سويې د ورخلاصون له لارې باکيفيته پرمختګ موندلی او هڅه کوي، چې د خپلې ودې په ګټې اخيستنې نړۍ ته هم ګټې ورسوي.

ډېری شنونکي پر دې اند دي، چين نه يوازې د خپل ځان لپاره نوي پرمختيايي فرصتونه جوړ کړي، بلکې نورو هېوادونو ته يې هم د همکاريو فضا او د پراختيا امکانات برابر کړي دي.

Previous Post

تېر کال د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نږدې ۱۰ سلنه لوړ شوی

Next Post

په بانکاک کې « چين په پسرلي کې» نړيوال ډيالوګ ترسره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په بانکاک کې « چين په پسرلي کې» نړيوال ډيالوګ ترسره شو

په بانکاک کې « چين په پسرلي کې» نړيوال ډيالوګ ترسره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ټولګټو وزارت: د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه زیاته شوې

ټولګټو وزارت: د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه زیاته شوې

مارچ 28, 2025
سرپرست حکومت د روسيې د پارلمان د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ

سرپرست حکومت د روسيې د پارلمان د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ

دسمبر 11, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ