د چين په تايوان سيمې کې د تش په نامه د مقننه شورا د ځينو غړو د ګوښه کولو د رايګرۍ لومړی پړاو د جولای په ۲۶مه نېټه تر سره شوی دی او کومنټانګ ګوند پکې په برياليتوب سره ټولې څلورويشت څوکۍ ساتلې دي.
د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند چن بين هوا د جولای په ۲۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې ويلي، چې د تايوان د ډيموکراتيک پرمختيا ګوند له چين څخه د تايوان سيمې د بېلتون غوښتنې او په دغې سيمې کې د خپل ځان د بادارۍ لپاره د ځايي خلکو د ګټې له پامه غورځولي، څو څو ځله يې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ سياسي مقابلې راپارولې، سياسي مخالفينو ته يې د ضربې رسولو په موخه ناوړه طريقه کارولې ده. دا د تايوان سيمې په دننه کې د ټولنې د وېشل کېدو وضعيت د سختوالي سبب ګرځېدلی دی. د يادې رايګيرۍ پايله ښيي، چې د نوموړي ګوند يادې ناوړه سياسي کړنې د تايوان سيمې د خلکو له ارادې څخه سرغړونه ده.












