سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين کليدي ګام د نړۍ لپاره څه اهميت لري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 19, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په چين کې د جرمني د ولکسواګن (Volkswagen) موټرو شرکت اجرائيوي رئيس رالف برانډسټاټیر (Ralf Brandstätter ) د ډسمبر په ۱۸ مه سي جي ټي اېن ته وويل، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو له پلي کېدو راهیسې ولکسواګن د دغه هېواد د موټرو چارو يو مهم غړی پاتې شوی، موږ به په راتلونکې کې د چين د نوښت له سرچينو په ګټې اخيستنې په لاچټکۍ د چيني مشتريانو اړتياوې پوره کړو.

سږکال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کېدو له ۴۵ مې کليزې سره برابر دی. دغو تګلارو نه یوازې د چين بڼه ډېره بدله کړې، بلکې نړۍ ته يې هم د ګډو ګټو فرصتونه برابر کړي دي. په تېره بيا چين په تېرو لسو کلونو کې په ډېره فعاله توګه د ورخلاصون ستراتېژي پلې کړې او له دې امله د ولکسواګن په ګډون نړيوالو کمپنيو ورڅخه ډېرې ګټې ترلاسه کړې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين په تېرو لسو کلونو کې د ازادې سوداګرۍ ۲۲ زونونه جوړ کړي، د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر د جوړولو چارې يې چټکې کړې، خپلو بازارونو ته د بهرنيو پانګونو د ننوتلو شرايط يې په پرله پسې توګه کم او اسانه کړي، د بهرنيو پانګونو قانون يې جوړ کړی او د کمربند او لارې پر باکفيته ابادۍ يې ټينګار کړی دی. ويل کېږي چې چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د ورخلاصون کچه لاپسې لوړه کړې او همدا د دغه هېواد د پرمختګ کليدي ګام بلل کېږي.

پرانيستی چين د نړۍ لپاره څه اهميت لري؟

 د چين پرانيستي اقتصاد د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره رښتيني خدمتونه کړي دي. له لسو کلونو مخکې د چين اقتصاد د نړۍ په اقتصادي حجم کې ٪ ۱۲.۳ نيولې وه، خو اوس دغه کچه يې ٪ ۱۸ ته لوړه شوې او د نړیوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې د خدماتو کلنی انډول له ٪ ۴۰ اوښتی دی. دغه راز چين د ۱۴۰ هېوادونو او سيمو مهم سوداګریز همکار ګرځېدلی دی. د پيسو نړيوال صندوق اټکل کړی چې سږکال ښايي نړيوال اقتصاد ته د چين د اقتصاد د خدماتو کچه له ٪ ۳۰ لوړه وي. له دې څخه ښکاري چې چين لاهم د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهم انجن دی او په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ بيا سمسورتيا په لوړېدو او ژورېدو ده، د چين اقتصادي پرمختګ د نړيوال اقتصاد لپاره مهم دی.

په چین کې مېشتو بهرنيو تصديو د دغه هېواد له اقتصادي پرمختګ څخه هم ګټې او فرصتونه ترلاسه کړي دي. له لسو کلونو مخکې چين ته راجلب شوې بهرنۍ پانګونې د ټولې نړۍ په بهرنيو پانګونو کې ٪ ۸.۲ ونيوله، خو اوس يې دغه انډول  ٪ ۱۱.۴ ته پورته شوی دی. د روان کال له پيل راهيسې یو شمېر بهرنيو تصديو په چين کې زیاتې پانګونې کړې دي، د ساري په توګه، د باسف تصدۍ د شانګهای نوښتګر زون د درېيمې مرحلې پروژې بشپړې شوې، د سچنېدېر (Schneider) برېښنايي وسايلو شرکت په شانګهای کې د خپلې فابريکې د درېيمې مرحلې پروژې بشپړې کړې، ډانفوس (Danfoss) شرکت په تيان جين ښار کې  د يخچالونو د څېړنې او توليد مرکز جوړ او فعال کړی دی. د چين د سوداګرۍ د هڅولو ټولنې د روان کال په درېيمه ربعه کې د يوې سروې نتيجه خپره کړې، چې له مخې يې نږدې ۹۰٪ بهرنۍ تصدۍ په دې نظر دي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به يې په چين کې ترلاسه کېدونکې ګټې کمې نه وي او يا زياتوالی به پکې راشي.

    د چين ورخلاصون د زرغون او ډيجيټلي چارو په پرمخ بېولو کې هم ډېر مهم رول لوبولی دی. د چین د مالونو صادرات په نړۍ کې تر ټولو زیات دي او په ۲۰۲۲م کال کې يې د مالونو صادراتي ارزښت په نړۍ کې د مالونو په عمومي صادراتي ارزښت کې ٪ ۱۴.۷ جوړه کړې او له روان کال راهيسې يې برېښنايي موټر، ليتیوم بيټرۍ او سولري بيټرۍ په نړيوالو بازارونو کې ډېر د هرکلي وړ ګرځېدلې دي.

په ۲۰۲۲م کال کې د چين ډيجيټلي اقتصاد د دغه هېواد په جي ډي پي يا د کورنی توليد په عمومي ارزښت کې ٪ ۴۱.۵  ځای نيولی او د نړۍ دويم مقام بلل کېږي. دغه راز د مصنوعي ځيرکتیا، نوې انرژۍ او بيولوژيکي تخنيکونو به برخو کې يې ډېر پرمختګونه کړي دي. سربېره پردې چيني تصدۍ په جنوب ختيځې اسیا کې د آسيان لومړی داسې روغتون جوړ کړی چې د 5G مصنوعي ځیرکتیا تخنيکونه پکې کارول کېږي. په نايجريا کې يې د ډيجيټل ټرانسپورټ د مديريت سيستم جوړ کړی چې ځايي مشتريانو ته يې د انلاين توکو اخيستلو زمينه برابره کړې ده. چیني تصدیو همدارنګه له برازیل او اکوادور سره د ډيجيټلي تخنيکونو همکارۍ کړې چې په ګټې اخيستنې يې د امازون ( Amazon) ځنګل د ايکولوژۍ په ساتلو کې ډېره مرسته کړې ده…..ويل کېږي چې د چين ډيجيټلي تخنيکونه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلکو ته ګټې رسوي او نړيوالې اقتصادي ودې ته نوی خوځنده ځواک ورکوي.

تر ټولو مهم ټکی دا دی چې چين تل د ورخلاصون مفکوره عملي کوي او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د جوړولو په هڅه کې دی. له تېرو لسو کلونو راهيسې يې د نړيوال پرمختګ لپاره یو شمېر وړانديزونه مطرح کړي، د ساري په توګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز، د نړيوال پرمختګ وړانديز، د نړيوال امنيت او نړيوال تمدن وړانديزونه يې مطرح کړي، دغه راز نړيوال وارداتي نندارتون، د خدمتي سوداګرۍ نندارتون او یو شمېر نور نړیوال نندارتونونه يې کوربه کړي او د ګډې ودې لپاره يې د سيمه ييزو او هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو د تړون په ګډون یو شمېر نړیوال تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دې ترڅنګ دغه هېواد له نړۍ سره د پرمختګ د فرصتونو د شريکولو په برخه کې خپلې هڅې نه دي سپمولې. د مثال په توګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز په پلي کېدو سره يې په اړوندو هېوادونو کې نږدې يو ټريليون امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې راجلب کړې او ۴۲۰ زره کاري فرصتونه يې ځايي اوسېدونکو ته برابر کړي او له ۴۰ ميليونو کسانو سره يې له بېوزلۍ د وتلو مرسته کړې ده.

د چين مشرتابه د ۲۰۲۳م کال مرکزي اقتصادي کاري غونډه کې د ورخلاصون يو لړ نوي تدبيرونه اعلان کړي  او پر دې يې ټينګار کړی چې د دغه هېواد پرانيستې دروازه به هېڅکله ونه تړي، بلکې لا به وده ورکړي. ویل کېږي چې ورخلاصون او اصلاحات به يې نړۍ ته لازيات فرصتونه هم برابر کړي.

Previous Post

شي جين پينګ په ګان سو ولايت کې د وروستۍ زلزلې د ژغورونکو چارو لارښوونه کړې

Next Post

بلخ ته له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بلخ ته له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده

بلخ ته له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين د نړيوالې ادارې د پياوړتيا په برخه کې له ملګرو ملتونو څخه ملاتړ کوي

فبروري 15, 2023
“د ۵۴۱ میليونو افغانيو په ارزښت نور زاړه بانک نوټونه وسوځول شول”

“د ۵۴۱ میليونو افغانيو په ارزښت نور زاړه بانک نوټونه وسوځول شول”

نوومبر 1, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved