سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چین اقتصادي وده؛ د نړۍ له پرمختګ سره مرسته کوي

عبدالباسط  کړوخېل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 13, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چین اقتصادي وده؛ د نړۍ له پرمختګ سره مرسته کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د نړۍ د ۳۰ غښتلو هېوادونو یوازینی عمده لامل بیداره او خوځنده ملتونه دي؛ لکه: چین، امریکا، سنګاپور، اسټرالیا او نیوزلینډ. ځکه چې ملت یې نه خپل قانون ماتوي او نه هم چارواکي پرېږدي چې غلا، غصب او بې قانوني وکړي. نو همدا لامل دی چې پر اقتصاد سربېره په طبابت، سیاست او نظامي برخه کې هم خورا پیاوړي دي .

یو تازه رپوټ وايي، ۲۰۲۸ کال کې به د چین اقتصاد د امریکا متحده ایالتونو ځای ونیسي او په نړۍ کې به تر ټولو لوی اقتصادي ځواک شي. دا له مخکیني اټکله پنځه کاله مخکې کېږي.

که څه هم کرونا وبا تر نورو مخکې په چین کې خپره شوه، خو د دغه هېواد چارواکو په مناسب وخت د وبا مخنیوي لپاره خورا سخت اقدامات وکړل، چې پایله کې یې دغه هېواد د اروپايي هېوادونو په څېر اوس دویم ځل قرنطین نه پلی کوي.

له همدې کبله د نورو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو برعکس چین کې د ۲۰۲۰ کال اوږدو کې له کساد بازارۍ ځان وژغوره او اټکل کېږي چې وده یې دوه سلنې ته رسېږي.

د یو هېواد لپاره اقتصاد ځکه ډېر مهم او ارزښت لري چې ټول کارونه یې د اقتصاد پرمټ ولاړ دي. په حقیقت کې فقر رښتیا هم له سړي لاره ورکوي.

د چین د اقتصاد په اړه موندنې ښیي چې له دې ټولو زيانونو سره سره به هم چین وکولای شي خپل اقتصاد بېرته لوړ کړي، ځکه هغوی به بیا هم دا هڅه کوي چې بهرنیو پانګې اچونې کمپنیو ته د پانګې اچونې اجازه ورکړي او خپل تولید لوړ کړي.

چین په خپل پلان کې بېلابېلې تګلارې لري لکه: د سود بیه کمول، د مالیاتو کمول، په کرایي ځایونو کې د مالیې کمول او شغلي کارونو ته بیا زمینه برابرول دي. په دې اړه شنونکي باور لري چې اصلي حالت ته به ستنېدل دومره اسانه نه وي، ځکه له یوې خوا کرونا ویروس ټولې نړۍ ته د خپرېدو په حال کې دی، چې دا کار به د چينایي توکو مصرفوونکي په خورا لوړه کچه راکم کړي او له بلې خوا به د بېکارۍ کچه تر بل هر وخت لوړه او لوی چلنچ وي چې بېرته خپل لومړي حالت ته وګرځي.

چین په تېرو ۴۰ کلونو کې خورا زیاته اقتصادي وده کړې چې له همدې کبله اوس د نړۍ دویم اقتصادي پیاوړی هېواد دی.

چین تل هڅه کوي چې بهرنۍ کمپنۍ په خپل هېواد کې پانګونې ته جذب کړي. ډېری وخت ځينې کمپنۍ چې خپل تولیدات پیلوي، لومړی چین ته ځي او له هغې ځايه پانګونه پیلوي، ځکه په چین کې د کار کوونکو حق الزحمه نسبت نورو ملکونو ته کمه او له بل لوري د ماليې ښې تګلارې لري.

راپورونه وايي، د کرونا ويروس له امله د چين اقتصاد کم شو چې ريکارډ يې جوړ کړ او د کچې دا کموالی کمساری و. خو په دې وروستيو کې د ياد هېواد اقتصاد بېرته مخ پر ودې روان دی.

چين هغه هېواد دی چې لومړی پکې کرونا ناروغي پيدا شوه، سخت يې وځاپه، خو ژر يې له دې ناروغۍ سره د چټکې مبارزې له امله ځان خلاص کړ.

د چين د احصايې ملي ادارې تازه شمېرنه ښيي چې د دغه هېواد اقتصاد د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې خپل پخواني حالت د ګرځېدو په حال کې و او د برقي موټرونو، بار وړونکو موټرونو، صنعتي ربوټونو، سکواټرونو او ميکروکمپيوټرونو د توليد اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زياته شوې ده. دغه راز په همدغو دوو مياشتو کې په چين کې په انلاين ډول د توکو د خرڅلاوو ارزښت ۱۷۵۸ميليارده او ۷۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲.۵ سلنه زياتوالی ښيي.

په وروستیو لسیزو کې د چین اقتصاد چټک بدلون موندلی دی. په تېرو کې دا د یو ځانګړي پلان شوي اقتصادي سیسټم په شاوخوا کې له ځانګړو کمونیزمونو سره تمرکز درلود او له نړیوالې سوداګرۍ او بهرنیو اړیکو سره تړل شوی و. که څه هم په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې دا بدلون بدل شو او نن ورځ چین د نړۍ په هیوادونو کې په اقتصادي توګه تړلی دی. په ۲۰۰۸ کال کې چین د نړۍ دویم لوی اقتصاد و.

نن ورځ د چین اقتصاد ۴۳ سلنه په کرنه، ۲۵ سلنه په صنعتي او ۳۲ سلنه په خدماتو پورې اړه لري. په کرنه کې یې عمده سرچینې لکه: وريجې، غنم، کچالو او چای شامل دي.

چین اوس د نړۍ په ټکنالوژیکي نوښتونو کې هم مهمه ونډه اخلي. په داسې حال کې چې نړۍ کې نوی صنعتي انقلاب رامنځته کېدونکی دی، نوښتونه د نړۍ د اقتصاد تر ټولو ستره چلوونکې قوه ګڼل کېږي. چین د تاریخ په اوږدو کې د نوښتونو مهم مرکز پاتې شوی چې پاڼې جوړول، چاپ، باروت او کمپاس یې څلور ستر نوښتونه بللی شو.

چین په معاصر تاریخ کې په دې برخه کې کم کاره و، خو په وروستیو کلونو کې بیا دې برخې ته راګرځېدلی او د کوانټوم مخابراتو، سوپر کمپیوټرونو او د انرژۍ د لېږد په څېر په بېلابېلو برخو کې په نوښتونو سره د مخکښو هېوادونو په کتار کې درېدلی دی.

په همدې حال كې د چين توسعه او انكشاف ښيي چې يو هېواد كولاى شي چې خپل انكشافي مسير د خپل تاريخ او واقعيتونو پر اساس غوره كړي. د چين توسعې او انكشاف د نورو هېوادونو اعتماد د توسعې د مستقلې تګلارې د انتخاب لپاره تقويه كړى دى، چې له خپلو ملي شرايطو او واقعيتونو سره سم موډل انتخاب كړي.

زما په اند، که چیرې چین همداسې روان وي، نو حتماً به د نړۍ اول اقتصاد شي، ځکه د یو هېواد لپاره اقتصاد ځکه ډېر مهم او ارزښت لري چې ټول کارونه یې د اقتصاد پر مټ ولاړ دي. په حقیقت کې فقر رښتیا هم له سړي لاره ورکوي.

Previous Post

رشاد د لوړو زده کړو موسسه

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
مجروح: د کرونا ویروس له کبله تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوو

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م،م او ایران؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت غوښتنه کړې

م،م او ایران؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت غوښتنه کړې

نوومبر 9, 2020
د بامیانو مواصلاتي لارې د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې

د بامیانو مواصلاتي لارې د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې

فبروري 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved