چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین او امريکا د مشرانو لیدنه ولې د ټولې نړۍ د پاملرنې وړ ده؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 13, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د چین او امريکا د مشرانو لیدنه ولې د ټولې نړۍ د پاملرنې وړ ده؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين او امريکا مشران به د مې په منځنۍ لسيزې کې په داسې حال کې لیدنه وکړي، چې په نړۍ کې د ګڼو ستونزو له امله نړيوال اقتصاد ټکنی روان دی.

نړيوال د دواړو مشرانو لیدنې ته پاملرنه کوي او پر دې باور دي، چې د دوی دغه لیدنه به پر نړيوالې سوداګرۍ او جيوپوليتيکس ستره اغېزه ولري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چين د دولت رئيس شي جين پینګ په بلنه د مې له ديارلسمې څخه تر پنځلسمې نېټې پورې له بېجينګ څخه ليدنه وکړي. دا د تېر کال په اکتوبر کې د کوریا جمهوریت په بوسان کې د دواړو مشرانو تر ليدنې وروسته د دوی لومړۍ مخامخ لیدنه ده او هم تر نهه کلن ځنډ وروسته چين ته د امريکا د ولسمشر لومړی سفر دی.

ډونالډ ټرمپ له دې سفر مخکې پر ټولنيزو رسنيو له چين څخه دغې ليدنې ته تمه ښودلې ده.

د چين او امريکا سیالان به د دواړو هېوادونو د اړيکو او د نړيوالې سولې او پرمختګ په تړاو د سترو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړي.

د چين او امريکا اړيکې د نړۍ تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې بلل کېږي او نړيوال ثبات ورپسې تړلی دی.

نړيواله ټولنه تمې لري، چې د چين او امريکا د مشرانو لیدنه به د دواړو هېوادونو اړيکې په ثابت ډول روانې کړي او د همکارانو او دوستانو په توګه به دوه اړخيزې اړيکې نورې هم نږدې کړي او نړۍ ته به ثبات ورسوي.

د مشرانو ډيپلوماسي د چین او امريکا د اړيکو کليدي لارښود بلل کېږي.

کله چې ولسمشر ټرمپ يو ځل بيا د امريکا ولسمشر ټاکل شوی، له چيني سیال شي جين پينګ سره یې اوه ځلې خبرې کړي او دواړو مشرانو د چين او امريکا اړيکې عموماً ثابتې ساتلې دي.

نړۍ په تېرو سلو کالونو کې ډېرې لوړې ژورې تجربه کړي او اوس هم لوی بدلونونه پکې روان دي.  د چين او امريکا د مشرانو اوسنۍ لیدنې نړۍ ته ثابتې نښې ورکړې دي.

د امريکا د کريسټوفر نيوپورټ پوهنتون کارپوهان د امريکا او چين د مشرانو د لیدنې موخه دا بولي، چې هغوی به د دواړو هېوادونو اړيکو ته روښانه لاره برابره کړي.

 د يادونې ده، د دغو اړيکو د ساتلو کليدي برخه د تايوان مسئلې په حل وفصل پسې تړلې ده او چين ته همدغه مسئله تر ټولو اړينه ده او د چين او امريکا د اړيکو پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه بلل کېږي.

 امريکا باید په عمل کې تايوان د چين يوه برخه وبولي او دا داسې حقیقت دی، چې هیڅوک ترې انکار نه شي کولی او نه یې هم څوک ترې بېلولی شي.

چين بیا بیا په ټينګار ويلي، چې په خپل ټول توان او ځواک به د خپلې خاورې، ملي حاکميت او قلمرو ساتنه کوي او د تايوان بېلتون غوښتونکو ته به اجازه ورنه کړي، چې دغه سيمه ورڅخه جلا کړي. چين له امريکا بیا بیا غوښتي، چې پر تایوان وسلې ونه پلوري او باید له اور سره لوبې ونه کړي.

چين او امريکا د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي او عمومي اقتصادي اندازه يې د نړۍ يوه پر درېيمه او د مالونو سوداګريز ارزښت يې د نړۍ يوه پر پنځمه برخه نيسي.

نړيواله ټولنه تمه لري، چې د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د ثابت بنسټ او پرمخبېونکي ماشين په توګه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولی شي.

چين او امريکا له ۲۰۲۵م کال راهيسې د مشرانو د ډيپلوماسۍ په رڼا کې په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې څو پړاويزې لوړ پوړې مشورې کړي او ښې پایلې يې هم ترلاسه کړې دي.

په چين کې د امريکا سوداګرۍ ټولنې د روان کال په جنورۍ کې يوه سروې ترسره کړې، چې له مخې يې نږدې شپېته سلنه امريکايي تصدۍ غواړي په دغه هېواد کې پاتې شي او زياتې پانګونې کړي.

امریکايي خبري رسنيو ويلي، په دغه سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره د امريکايي تصديو ګڼ شمېر مشران هم ملګري دي.

نړیوال هيله مندي ښيي، چې چين او امريکا په يوه لوري ګامونه پورته کړي او ستونزې به کمې او خپلمنځي همکارۍ به لا پياوړې کړي، څو نړيوال اقتصاد ثابت روان شي.

د سينګاپور سي اېن اې ټلويزيون پر خپلې وېبپاڼې یوې لیکنې کې ويلي، چې د انرژیو د نړيوالو بيو د لوړوالي او د اسيايي اقتصاد د زيانمنېدو په حال کې د چين او امريکا د اړيکو ثبات د پاملرنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستيال وياند فرحان حق په وروستيو کې رسنيو ته ويلي، چې چين او امريکا په نړيوال اقتصاد کې ډېرې مهمې ونډې لري، نو دوه اړخيزې اقتصادي اړيکې يې پر نړيوال اقتصاد څرګندې اغېزې لرلی شي.

نړيوال تمې لري، چې په بېجينګ کې د چين او امريکا د مشرانو لیدنه د دغو دواړو هېوادونو اړيکې پر ثابت او څرګند لوري روانې کړي او متزلزل نړيوال اقتصاد ته پياوړی ثبات برابر کړي.

Previous Post

وانګ يي له اسحاق ډار سره تليفوني خبرې وکړې

Next Post

د چیني او افغان لوبغاړو ترمنځ تمریناتي سیالي ترسره شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چیني او افغان لوبغاړو ترمنځ تمریناتي سیالي ترسره شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کابل – کندهار پر لاره د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل – کندهار پر لاره د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اگست 6, 2023

Free Spin Online Australia

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved