چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین او کوریا جمهوریت د اړیکو نوی فصل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 3, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چین او کوریا جمهوریت د اړیکو نوی فصل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر د لومړۍ نېټې په ماښام د ایپېک د مشرانو په ۳۲مه غير رسمي غونډه کې له ګډون وروسته د کوريا جمهوريت له ګيونګجو ښار څخه بېجینګ ته ستون شوی دی. دا په تېرو ۱۱ کلونو کې کوریا جمهوریت ته د نوموړي لومړی سفر و او هم يې د کوریا جمهوریت له ولسمشر لي جای میونګ سره لومړۍ رسمي لیدنه وه.

د کوریا جمهوریت اسیا ډېلي ورځپاڼې مشر یانګ کیو هیون په يوې ليکنې کې ويلي، چې رئیس شي جين پينګ د خپل سفر په ترڅ کې په اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري برخو کې د چین او کوریا جمهوریت ترمنځ تبادلو او همکاريو ته وده ورکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره یې د پرمختګ نوی پړاو پيل کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چین او کوریا جمهوریت په ۱۹۹۲م کال کې سیاسي اړیکې ټينګې کړي، چې تر دې دمه یې په مختلفو برخو کې خپلمنځي تبادلو او همکاريو ته فعاله وده ورکړې او په ۲۰۰۸م کال کې يې خپلمنځي اړیکې ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو ته پورته کړې دي.

د کوریا جمهوریت ولسمشر لي جای میونګ د روان کال په جون کې واک ته رسیدلی او له خپل چيني سیال سره یې د ټلیفوني خبرو له لارې د دوه اړخیزو اړیکو نوی فصل پرانيستلی دی.

د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ څېړونکی وانګ جیون شنګ کوریا جمهوریت ته د رئیس شي جین پینګ سفر ډېر مهم بللی او په دې اند دی، چې نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي او پرمختګ لپاره یو مهم پړاو پيل کړی دی.

د کوریا جمهوریت ولسمشر لي جای میونګ ويلي، چې هېواد یې له چین سره اړیکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او له دغه هېواد سره به د دوه اړخيزو دوستانه اړيکو او همکاريو د لا ښه پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

متقابل سیاسي باور د چین او کوریا جمهوریت د اړیکو بنسټ جوړوي. دواړه هېوادونه مختلف سیاسي نظامونه لري او د توپیرونو د ساتلو ترڅنګ کولی شي ګډې ګټې وپالي.

اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د چین او کوریا جمهوریت د اړیکو یوه مهمه برخه ده. په ۲۰۲۴م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت له ۳۲۸ ميلیارډو او ۸۰ ميليونو ډالرو څخه پورته ښودل شوی دی.

چین به په راتلونکي کال کې د درېیم ځل لپاره د ایپېک کوربه وي او د کوریا جمهوریت په ګډون له بېلا بېلو خواوو سره به د اسیا او پسیفک سیمې د ازادې سوداګرۍ سیمې او د سیمه ییز اقتصادي ادغام بهیر پرمخ بوځي او د اسیا او پسیفک ګډه ټولنه به جوړه کړي.

کوریا جمهوریت د چین له خوا د ۲۰۲۶م کال د ایپيک سرمشریزې د کوربتوب ملاتړ ښودلی او ويلي يې دي، چې له دغه هېواد سره به د نړیوالو او سیمه ییزو چارو په اړه تبادلې او همغږي پياوړې کړي او سیمه ییزې او نړیوالې سولې او پرمختګ ته به وده ورکړي.

Previous Post

هند کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Next Post

په تېرو ۳ ربعو کې چين کې د بهرنيو پانګوالو د تازه جوړو شويو تصديو شمېر ډ‌ېر شوی دی.

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په تېرو ۳ ربعو کې چين کې د بهرنيو پانګوالو د تازه جوړو شويو تصديو شمېر ډ‌ېر شوی دی.

په تېرو ۳ ربعو کې چين کې د بهرنيو پانګوالو د تازه جوړو شويو تصديو شمېر ډ‌ېر شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اوکراین په هوايي برید کې د روسيې ۶ الوتکې ویجاړې شوي

د اوکراین په هوايي برید کې د روسيې ۶ الوتکې ویجاړې شوي

اپریل 6, 2024
روغتیا وزارت: درې نیم میلیونه کسان هېواد کې په نشه ‎يي توکو روږدي دي

روغتیا وزارت: درې نیم میلیونه کسان هېواد کې په نشه ‎يي توکو روږدي دي

جنوري 1, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ