چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین د ارومچۍ او کابل ترمنځ د مستقيم پرواز پرانيستل د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ لپاره ډېر د ارزښت وړ دی

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 6, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د چین د ارومچۍ او کابل ترمنځ د مستقيم پرواز پرانيستل د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ لپاره ډېر د ارزښت وړ دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مې په ۲۴مه نېټه د افغانستان د اريانا هوايي شرکت FG331 الوتکې د چين د شينجيانګ د ارومچي د دي وو پو په هوايي ډګر کې ښکته شوه  او په دې سره د چين د ارومچي او کابل ترمنځ مستقيم پرواز د کرونا وبا له کبله  له درې کلن ځنډيدو وروسته په رسمي توګه پرانيستل شو. د دې پرواز په بيا پرانیستلو سره به د شينجانګ او کابل ترمنځ سوداګريز او کلتوري تګ راتګ او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شي. د چین د ميډيا ګروپ خبريالې په دې اړه د افغانستان له پخواني چارواکي او په امریکا کې د افغان شرکت د اوپراسيون د رئیس له وياند اورياخيل سره مرکه وکړه. هغه وويل چې افغانستان په جغرافیايي لحاظ یو په وچه تړلی هیواد دی- د دې مملکت د اوسیدونکو لپاره ځمکنۍ او هوايي لاره د نوي ژوند حیثیت لري. د افغانانو لپاره د چین د ولسي جمهوریت سره د داسې لارې پرانستل لا خورا ارزښت وړ دي.

د ښاغلي اورياخيل په اند چین د نړۍ یو پیاوړی او په ستراتیژیکي او اقتصادي برخه کې مطرح مملکت دی او ورځ تربلې د چین د ودې ګراف لا په لوړیدو دی. هغه وويل، دا چې د چین ولسي جمهویت او د افغانستان سرپرست حکومت سره، د ارومچي او کابل د الوتنې سلسله شروع کړه چې دا ما ته ډیره د ارزښت وړ ده او د افغانستان او چین د صمیمیتونو په هکله یې زما هیلې لا نورې هم اوچتې کړې. زما په اند  همدا د خلکو او ملتونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ډېر اهميت لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د خبر له مخې د دغه پرواز د الوتلو دنده هره چهارشنبې د افغانستان د اريانا هوايي شرکت پر غاړه لري. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر يونس مومند د دغه پرواز د بيا پرانيستلو په مراسمو کې داسې ويلي چې له کابل څخه تر ارومچي پورې د دغه پرواز بيا پيل به د دواړو هېوادونو پر سوداګريزو اړيکو پر پرمخبيولو مثبته او مهمه اغيزه وکړي. ښاغلي اورياخيل چې هميشه د افغانستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ په موخه  تګ راتګ کوي، دا نظر لري چې د دې پرواز په بيا پرانيستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ خامخا زيات شي. هغه وويل، لکه چې ما مخکې وویل، د افغان خلکو ټول امیدونه هوايي دهلیزونو پورې تړلي دي. افغان تجاران د موجودو ځمکنې ترانزیتې دهلیزو لارو په استعمالولو کې له ډیرو مشکيلاتو سره مخامخ دي. خو د اروموچي او کابل هوایې دهلیز به د انتقال وړ مالونو د ليږد راليږد په برخه کې دواړو هېوادونو ته ګټې راوړي چې دا به د افغان تجارانو د میلیونو ډالره تاوان څخه وساتي او د دواړو خواوو د صاراتو او وارداتو د پرمخبيولو لپاره به مثبت رول ولوبوي.

دغه مستقيم پرواز به نه يوازې د چين او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته ګټه ورسوي، بلکې د کلتوري تګ راتګ په برخه کې به هم اسانتياوې برابرې کړي. افغان محصل احمدزی چې اوس د چين د بېجينګ د ساينس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې زده کړه کوي، داسې ويلي چې یقناً له افغانستان څخه چین ته مستقیم پروازونه د محصلینو په تګ او راتګ کي ډیره اسانتیا ده.ځکه د پاکستان له لارې چین ته راتګ د محصلینو لپاره ډیره غټه ستونزه وه، موږ نشو کولای چی د پاکستان ویزه په اسانۍ ترلاسه کړو، همدارنګه له اقتصادي اړخه هم ټولو محصلینو ته مستقیم  پرواز له افغانستانه يو ښه زیری دی، مونږ یوه هیله لرو چي له افغانستانه د چین ځینو نورو ولایتونو ته هم مستقیم پروازونه شروع شي.

د چين او افغانستان ترمنځ د يوازيني مستقيم پرواز په توګه به دغه پرواز د يو کمربند او يوې لارې (ONE BELT ONE ROAD ) د ګډې ابادۍ لپاره هم ډېرې ګټې ورسوي. په دې اړه ښاغلي اورياخيل وويل چې افغانستان د جمهوریت په وخت کې هم تقاضا کړې وه چې د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادې په ابتکار کې ونډه واخلي، خو متاسفانه په هغه وخت کې دغه زمینه مساعده نه وه. د فغانستان سرپرست حکومت چې دوی د افغانستان ارزښتونو ته ژمن دي او یو له هغه ارزښتونو همدغه د (One Belt One Road) ابتکاردی چې افغانستان له نورې نړۍ سره په اقتصادې او سترتیژیکو ډګر کې ورپیژني. متاسفانه د افغانستان اقتصاد دومره د پام وړنه دی. ځکه په منطقه کې محروم پاتې شوی دی. په دې ابتکار کې د چین د ولسي  جمهوریت له افغانستان سره یوځای کیدل به زمونږ هېواد د پیړیو راهیسې تپل شوی جغرافیايي بندیز لیرې کړي.

ښاغلي اورياخيل د دې پرواز پر پرانيستلو ډېر خوشحاله دی. له خبريالې سره د مرکې په پای کې هغه داسې ويلی چې دی د چین له کلتور او فرهنګ څخه ډیر متأثره شوی او غواړي چې له دې پرواز څخه په استفادې سره چين ته بيا سفر وکړي او هلته ډېر شيان زده کړي.

Previous Post

سترې محکمې تېر کال څه باند ۱۳۴زره دوسیې حل او فصل کړې دي

Next Post

د چين استازي د اټومي انرژۍ په نړيواله اېجنسي کې د چين دريځ بيان کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين استازي د اټومي انرژۍ په نړيواله اېجنسي کې د چين دريځ بيان کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سوزن رایس: شرم دی، ټرمپ بیا د روسیې مرستو ته سترګې نیولې

سوزن رایس: شرم دی، ټرمپ بیا د روسیې مرستو ته سترګې نیولې

سپتمبر 19, 2020
په کندهار کې د ا.ا د کابینې غونډه پای ته رسېدلې ده

په کندهار کې د ا.ا د کابینې غونډه پای ته رسېدلې ده

مارچ 24, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ