چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین د اقتصاد تمايل څنګه دی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 22, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چین د اقتصاد تمايل څنګه دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين د اکتوبر په ۲۰مې نېټې د روان کال د تېرو درېيو ربعو اقتصادي شمېرې خپرې کړي چې د نړيوالو رسنيو پاملرنه يې راجلب کړې ده.

نيويارک ټايمز په يوې ليکنې کې ويلي، چې د چين اقتصاد د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې ثابت زياتوالی موندلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا د کوچ (COACH) شرکت د چيني څانګې مشرې ليليانا لوڅيوني چين ميډيا ګروپ ته ويلي، چې شرکت يې د چين پر افتصادي لرليد باور لري‌ او  موخه يې ټاکلې چې په راتلونکو ۳ تر ۵ کلونو پورې به په دغه هېواد کې خپل سوداګريز عايدات يو چند زيات کړي.

شمېرې ښيي، د سږکال په  تېرو درېيو ربعو کې د چين جي ډي پي د تېر کال د همدې مودې په پرتله پنځه اعشاريه دوه سلنه زياتوالی موندلی دی، خو دغه شمېر یې د اقتصاد کومې ځانګړتياوې ښيي؟

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين اقتصاد ثابت ساتل شوی.

د پيسو نړيوال صندوق څو ورځې مخکې په يوه راپور کې ويلي، چې په تېرو ۲۰۲۴ م کال کې د نړيوال اقتصاد زياتوالی درې اعشاريه درې سلنه و او په روان ۲۰۲۵م کال به دغه شمېر تر درې اعشاريه دوه سلنې هم ټيټ شي. خو د چين اقتصادي زیاتوالي په نړيوالو عمده اقتصادونو کې مخکښ ځای نيولی او نړیوال اقتصاد ته يې تر ټولو ثابت خوځنده ځواک ورکړی دی.

د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې د چين د جي ډي پي زیاتوالی د تېر کال په پرتله صفر اعشاريه دوه سلنه زیات شوی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې صفر اعشاريه څلور سلنه چټکه وده کړې ده.

د چين اقتصاد د ثبات ساتلو ترڅنګ ښه پرمختګونه هم  کړي.

چين په روان کال کې د نوي کیفيت توليدي توان ته وده ورکړې او په تېرو درېیو ربعو کې یې د تجهيزاتو او ماشينونو د توليد د زیاتوالي اندازه د نورو  پیاوړو  صنایعو په پرتله درې اعشاريه پنځه سلنه زیاته شوې او د لوړې ټېکنالوژۍ د توليد د زياتوالي اندازه تر نورو پیاوړو صنايعو درې اعشاریه څلور سلنه زياته شوې ده.

د نړۍ د پوهنې ملکيت حق سازمان په يوه تازه راپور کې ويلي، چې په ۲۰۲۵م کال کې د چين د نوښت شاخص ډېر  ښه دی او په لومړي ځل یې د نړۍ په لومړيو مخکښو لېستونو  کې ځای موندلی دی.

چين د روان کال په تېرو ۳ ربعو کې يو شمېر لوی مصنوعي ځيرک ماډلونه خپاره کړي،‌ بې چلوونکي موټرونه يې عادي کار کوي او نوښت او صنعت يېی داسې ژور پيوستون موندلی، چې پر مټ يې د دغه هېواد اقتصاد خوځنده ځواک موندلی او  هم یې نړیوال نوښت چټک کړی دی.

د يادونې ده، د چين اقتصاد ډېر پياوړی بنسټ لري.

سږکال په نړۍ کې د پروټېکشنيزم څپې لوړې شوي او جيوپوليټيک کړکېچونه نور هم سخت او نړيوال سوداګريز اصطکاکونه زيات شوي دي، خو د چين اقتصاد بیا پرمختګ کړی او خپل ټينګ بنسټ يې ساتلی دی.

د روان کال په تېرو ۳ ربعو کې د چين د توکو صادراتي او وارداتي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور سلنه زياته شوې او په تېرو اتو مياشتو کې يې مسلسل زياتوالی ساتلی دی.

چين نه یوازې په دوامدار ډول خپل صادارتي تولیدات پياوړي کوي، بلکې خپل سوداګریز ملګري هم زیاتوي.

چين د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د ۱۶۶ هېوادونو او سیمو لپاره د درېيو لويو سوداګريزو ملګرو څخه يو دی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ زیاتوالی ښيي.

يادې شمېرې نه يوازې د چين لنډمهالی برياليتوب، بلکې اوږدمهالی تمايل یې هم ښکاره کوي.

سږ د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان اخري کال دی او هم يې د پنځلسم پنځه کلن پلان د جوړېدو کال دی.

د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه د اکتوبر په ۲۰مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شوه، چې د دغه هېواد د راتلونکو پنځو کلونو د پرمختګ لپاره به ډيزاين او نقشه جوړه کړي.

د شنونکو په نظر، د چین پنځلسم پنځه کلن پلان د نړیوال اقتصاد لپاره ډېر مهم اهميت لري او دوی هيله ښيي، چې چين به د ثابتو پاليسيو او ورخلاصون له لارې له نړۍ سره د پرمختګ ګټې شريکې کړي.

Previous Post

ایران د افغانانو لپاره د ۲۰۰ زره کاري ویزو طرحه چمتو کړې

Next Post

چيني ساينسپوهانو په سپوږمۍ کې د اوبو د سرچينو په کشفولو کې پرمختګونه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چيني ساينسپوهانو په سپوږمۍ کې د اوبو د سرچينو په کشفولو کې پرمختګونه کړي

چيني ساينسپوهانو په سپوږمۍ کې د اوبو د سرچينو په کشفولو کې پرمختګونه کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د بوليويا منتخب ولسمشر رودريګو پاز پيرېرا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

شي جين پينګ د بوليويا منتخب ولسمشر رودريګو پاز پيرېرا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

اکتوبر 25, 2025
ننګرهار کې د زیتونو سږني حاصلات ۳۰۰ ټنه اټکل شوي

ننګرهار کې د زیتونو سږني حاصلات ۳۰۰ ټنه اټکل شوي

دسمبر 10, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ