چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین د اقتصاد “ثبات” او “پرمختګ” نړۍ ته خوځنده ځواک برابروي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 18, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین حکومت د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د ۲۰۲۴م کال د ملي اقتصاد عملیاتي ارقام خپاره کړل. د لومړنۍ شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې د چین د کورنیو تولیداتو عمومي ارزښت  ۱۳۴ ټريليونه ۹۰۸ ميليارده او ۴۰۰ ميليونو یوانو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي. بهرنیو رسنیو په جلا جلا توګه راپورونه ورکړي چې دا شمېرې له تمې څخه ډېرې لوړې دي.

د چين د ژنمين پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد وانګ شياو سونګ وويل چې د بهرني فشار او داخلي ستونزو د زياتېدو له پېچليو او سختو حالاتو سره سره چين لا هم د کلنۍ اقتصادي ودې هدف تر لاسه کړی دی. دا کار د ستاینې وړ دی او د تېر کال په اوږدو کې د چین د علمي، ځواکمن او مؤثره عمومي کنټرول تګلارې له امله دي، نو د چین اقتصاد څنګه ثبات ساتلی او څنګه يې پرمختګ موندلی دی؟

چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه له خطرونو او ننګونو سره د مقابلې له لارې ثابت پرمختګ موندلی شي. د بهرنیو عواملو له نظره، له تېر کال راهیسې، د نړۍ د اقتصادي ودې سرعت کمزوری شوی، جیو پولیټیکل شخړې زیاتې شوې او د سوداګرۍ ساتنې شدت موندلی کوم چې نړیوالې سوداګرۍ ته لویه ناڅرګندتیا راوړي. خو چين له نورو هېوادونو سره د دوستانه همکارۍ د ساتلو او له بهرنيو خطرونو سره د مقابلې لپاره پر خپل پياوړي صنعتي او د اکمالاتي ځنځير او د ورخلاصون پر اغېزمنو تګلارو باندې تکيه کوي چې دا نه يوازې د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ ته وده ورکوي، بلکې له نړۍ سره د چين د ستر بازار شريکولو ته هم دوام ورکوي.

د کورنیو عواملو له نظره، د چين اقتصاد هم له يو شمېر نويو حالاتو او نویو ستونزو سره مخامخ شوی و. د بېلګې په توګه، د تېر کال په دوهمه او درېيمه ربعه کې د اقتصادي عملیاتي فشارونو د زياتېدو له امله، چين په پرېکنده توګه یو لړ تګلارې پلې کړې چې په نتيجه کې يې په څلورمه ربع کې د پام وړ اقتصادي پرمختګ رامنځته شوی چې د تېر کال د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره پرېکړه کوونکي خدمتونه یې کړي دي.

د نوموړو “باثباته” تګلارو د پلي کېدو له امله، په ۲۰۲۴م کال کې د چین اقتصادي وده د یو متوسط ​​​​هېواد له کلني اقتصادي حجم سره مساوي ده او چین لاهم د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره ترټولو لوی خوځنده ځواک دی. دا په نړۍ کې ډېر ارزښتناک دی. اوس مهال بهرنۍ رسنۍ د ۲۰۲۵م کال په پيل کې د چين اقتصادي وضعيت ته ډېره پاملرنه کوي، دوی په دې باور دي چې د چين د زياتو سيمو ادارو خوشبينه اقتصادي موخې ټاکلې چې په ۲۰۲۵م کال کې به چيني او نړيوال اقتصاد ته ښه خبرونه ورسوي.

د “ثبات” پر بنسټ، د چین اقتصاد هم پرمختګ موندلی دی. د بېلګې په توګه، تېر کال د چین د لوړې ټېکنالوژۍ په توليدي چارو کې د پانګونې د زياتوالي انډول د ثابتې شتمنۍ د پانګونې په پرتله ۴ اعشاريه ۸ سلنه لوړ شوی او د خامو موادو په صنعتي چارو کې د کلیدي پروسو د ډيجيټلي کنټرول کچه له ۷۵ سلنې څخه زیاته ده. په حقیقت کې، د چین د اقتصاد “ثبات” د نړۍ ثبات ته وده ورکوي او د چین د اقتصاد “پرمختګ” د نړۍ پرمختګ هم هڅوي.

Previous Post

په خوست ولایت کې د والیبال معیاري جمنازیوم جوړ شو

Next Post

د چين او ويتنام مشرانو د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ولېږل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين او ويتنام مشرانو د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ولېږل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین دولتي شورا د فساد ضد مبارزې بیا ټينګار کړی

د چین دولتي شورا د فساد ضد مبارزې بیا ټينګار کړی

فبروري 6, 2024
سټنډرډ ادارې يو ځل بیا ایران ته د بې کیفیته تېلو ټانکرونه ورګرځولي

سټنډرډ ادارې يو ځل بیا ایران ته د بې کیفیته تېلو ټانکرونه ورګرځولي

اپریل 22, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ