چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home اقتصاد

د چین د اقتصاد ثبات او پر نړیوال اقتصاد یې مثبت اغېز

لیکنه: هیله: د چین نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 29, 2020
in اقتصاد, نړۍ
0
د چین د اقتصاد ثبات او پر نړیوال اقتصاد یې مثبت اغېز

新华社照片,北京,2020年5月28日 李克强出席记者会并回答中外记者提问 5月28日,国务院总理李克强在北京人民大会堂出席记者会并回答中外记者提问。 新华社记者 姚大伟 摄

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه د مۍ په ۲۸مه نېټه پای ته ورسېده. ور پسې د چين صدراعظم لي که چيانګ په يوه خبري ناسته کې د چين د اقتصادي پرمختګ او د ورخلاصون او همکارۍ په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله تشريحات څرګند کړل او و يې ويل چې چين د سږني پرمختګ د موخې ترسره کولو توان لري. نوموړي په دغه خبري ناسته کې د يادې موخې درې نښې څرګندې کړې.

لومړۍ: چين اوسنې ستونزې حلولای شي او د سږنۍ موخې د ترسره کولو توان لري.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

د کوويد-۱۹ له امله نړيوال اقتصاد د کمزورېدو په حال کې دی او د چين اقتصادي پرمختګ له بې ساري ننګونو او ډېرو ناثابتو عواملو سره مخ دی. د حکومت په کاري راپور کې د روان کال لپاره د اقتصادي زياتوالي مشخصه موخه نه ده ټاکل شوې، خو دغه موخې پکې وړاندې شوې چې چين به سږ کال د خلکو کار او استخدام او د وګړيو ژوند ضمانت ته لومړيتوب ورکړي، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په جګړه کې به برياليتوب ومومي او د نسبتاً شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

صدراعظم لي که چيانګ په دغه خبري ناسته کې د خلکو د کار او استخدام او د وګړیو ژوند د ضمانت او د بازار د فعالولو لپاره د چين يو لړ اغېزناک تدبيرونه بيان کړل او و يې ويل چې دغه تدبيرونه اغېزمن او مناسب دي. په عين وخت کې هغه وویل چې چين به د بېوزلۍ د له منځه وړلو د سږنۍ موخې د ترسره کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي، دغه راز چين د مطلق بېوزليتوب د له منځه وړلو په اړه خپل ټينګ هوډ او اراده نړۍ ته ښودلي دي.

دوهم: د چين د واکمن ګوند او حکومت د وګړيو په مرکزيت د پرمختګ نظريه لري.

لي که چيانګ وويل، د بېلا بېلو کچو حکومتونه بايد د تګلارو د ټاکل او تطبيق په وخت کې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او د وګړيو ستونزې او دردونه بايد تر نظر لاندې ونيسي. هغه وويل، سږ کال چين د کوويد-۱۹ ناروغۍ ضد د مبارزې لپاره د لويې پيمانې تګلارې غوره کړي، ۷۰ سلنه پيسې يې په مستقيمه توګه د خلکو ژوند  د ضمانت لپاره بېلې کړې دي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې دغه پيسې بايد په عملي توګه د ځايي حکومت لخوا د وګړيو د ژوند ضمانت په بېلا بېلو برخو کې ولګول شي، په دې بهير کې به جدي نظارت ترسره شي.

درېيم: چين به د نړيوال اقتصاد د خلاصېدو لپاره په مداومه توګه هڅونکی رول ولوبوي.

چين هر کال د نړيوال اقتصاد لپاره کابو دېرش سلنه خدمتونه کوي، سږ کال يې د کوويد-۱۹ ناروغۍ تر منفي اغېزې لاندې خپل اقتصاد ثابت ساتلی، دا د نړۍ لپاره هم خدمت ګڼل کېږي. لي که چيانګ په دغه خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين به په کلکه ورخلاصون ته دوام ورکړي، په دوامداره توګه به له نړۍ سره همکارۍ پراخې او پياوړې کړي او د خپل ثابت پرمختګ او د ورخلاصون د پراخېدو له لارې به نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره خدمتونه ترسره کړي.

لي که چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې اوس نړيواله ټولنه له دوه ګونې ننګونو سره مخ ده، بېلا بېل هېوادونه بايد د يادې ناروغۍ ضد د مبارزې او د اقتصادي پرمختګ په برخو کې نږدې يووالی او همکارۍ وساتي تر څو په ګډه اوسنې ستونزې حل کړي.

د بريټانيا د ۴۸ شرکتونو ټولنې رئيس سټيفن پيري په دې نظر دی چې د چين حکومت د کورني اقتصاد او د نړيوال اقتصاد د بيااحيا په اړه وېښه او عقلانه رويه غوره کړې او نړۍ ته يې د نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره  د ثبات باور ور کړی دی.

د يادولو وړ ده چې چين پر دې ټينګار کړی چې د کوويد-۱۹ ضد د مبارزې په جريان کې بايد د توليدي چارو او عرضې ځينځيرونه ثابت وساتل شي او د سوداګرۍ او پانګونې ازادۍ او اسانتيا د پرمخبيولو لپاره دې کوښښونه وشي. دا د ياد ويروس تر منفي اغېزې لاندې د نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره ډېره مهمه ده او د بهرنيو پانګوالانو باور يې هم  پياوړی کړی دی. و به کتل شي چې په راتلونکی کې د چين لوی بازار به لا هم ډېر بهرني نړيوال شرکتونه جلب کړي.

Previous Post

امریکا کې له تور پوستو سره د ظلم په اړه لاریونونه روان دي

Next Post

پکتیا کې ۱۴ سرحدي سرتیري وژل شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی
افغانستان

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی
افغانستان

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه
اقتصاد

له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې
اقتصاد

لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
Next Post
پکتیا کې ۱۴ سرحدي سرتیري وژل شوي

پکتیا کې ۱۴ سرحدي سرتیري وژل شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

محمود قریشي: په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او سولې په برخه کې همکاري کوو

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

سپتمبر 29, 2020
د پنجشېر څه باندې دوه زره قیراطه نور زمرد وپلورل شول

د پنجشېر څه باندې دوه زره قیراطه نور زمرد وپلورل شول

فبروري 18, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved