سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین د جنوبي سمندرګي د حالاتو د خرابولو لپاره د جاپان طرحه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 15, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د چین د جنوبي سمندرګي د حالاتو د خرابولو لپاره د جاپان طرحه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د جنوبي سمندرګي په اړه یو اړخیز قضاوت تر ۱۰ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د ځينو هېوادونو د چارواکو پر ژبه ناست دی او د چين د حقونو په اړه  نامناسبې څرګندونې کوي.

جاپان د چین د جنوبي سمندرګي د شخړې کوم اړخ نه دی، خو بیا هم چارواکي يې نامناسبې څرګندونې کوي او د سیمې امنيت ګواښي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د جاپان بهرنیو چارو وزیر توشیمیتسو موتیګي د چین د جنوبي سمندرګي د غیرقانوني قضاوت څرګند ملاتړ کړی او د چین مشروع ادعاوې يې له پامه غورځولې دي، بلکې نيوکې يې هم پرې کړې دي.

جاپان په ورته وخت کې د امریکا او فلیپین په ګډون له ۱۴ هېوادونو سره تش په نوم ګډه اعلامیه هم خپره کړې او په جنوبي سمندرګي کې د چین تاریخي حقونه یې پکې رد کړي دي.

دغه پلان شوی سیاسي فعالیت د چین په جنوبي سمندرګي کې د لاسوهنې او د دې سیمې د بې ثباتۍ په برخه کې د جاپان ناوړه ارادې ښيي.

چین جاپان ته سخت اعتراض او نارضایتي څرګنده کړې او د دغه هېواد د چين ضد کړنې يې غندلې دي او په څرګندو ټکو يې ورته ويلي، چې د پاروونکو کړنو پر وړاندې به یې مقابله وکړي او د خپل ځمکني حاکمیت او سمندري حقونو ټينګه دفاع به وکړي.

جاپان له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د یاد غیرقانوني قضاوت د ملاتړ غږونه پورته کوي او هڅې کوي، چې پر همدې لارې پر چین فشار واچوي او بدنام يې کړي.

کله چې فرډینانډ ایمانویل ادرالین مارکوس په ۲۰۲۲م کال کې د فلیپین ولسمشر شو، نو دغه هېواد له همغه وخت راهيسې په جنوبي سمندرګي کې سرغړونې او پاروونکې کړنې پيل کړې دي.

جاپان له دې فرصت څخه ګټه پورته کړې او فلیپین ته يې د وسلو ورکول ګړندي کړي، د جاپان- فلیپین پوځي اتحاد د جوړولو هڅې کوي او د چین د کنټرول لپاره د جنوبي سمندرګي مسئله کاروي.

د جاپان د هوسي پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسور هیروشي شیراتوري په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلي، جاپان د چین د جنوبي سمندرګي په اړه د غیرقانوني قضاوت د تبلیغاتو له لارې د تش په نوم هندو- پیسفک ستراتیژۍ لپاره خدمت کوي، خو جیوپولیټیک مسئله باید د شخړې د رامنځته کولو او د سیمه ییز ثبات د کمزوري کولو د پلمې لپاره ونه کاروي.

برسېره پر دې، جاپان دا هڅې هم کوي، چې د نظامي مرستې او امنیتي همکارۍ له لارې د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه سره ونښلوي، د چین په اړه د اسیان اجماع ته زیان ورسوي او په سیمې کې ځواک ترلاسه کړي.

نړیواله ټولنه پوهېږي، چې جاپان دوه ګوني معیارونه کاروي.

جاپان ۱۰ کاله مخکې د چين د جنوبي سمندرګي تش په نوم قضاوت ته قانوني بڼه ورکړه او اوس د دغه سمندرګي د حالاتو د خرابولو په موخه فلیپین ته وسلې ورکوي.

د جاپان کړنې د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد د چین د جنوبي سمندرګي سوله او ثبات کمزوری کوي او د سیمې هېوادونو ته زیانونه رسوي.

د جاپان کړنې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړیوال نظام او قوانين هم ننګوي او د سیمه ییزو هېوادونو ګډو ګټو ته زیانونه رسوي او هیلې يې ور مړاوې کوي.

لنډه دا چې جاپان ډېرې ناوړه ارادې لري او د سیمې هېوادونه يې باید پر وړاندې بیدار او محتاط واوسي.

Previous Post

امو نهنګانو لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ اتلولي وګټله

Next Post

د چین د شخصي تصدیو د صادراتو او وارداتو ارزښت مخ په زیاتېدو دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چین د شخصي تصدیو د صادراتو او وارداتو ارزښت مخ په زیاتېدو دی

د چین د شخصي تصدیو د صادراتو او وارداتو ارزښت مخ په زیاتېدو دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هرات کې اورلګېدنې تر اوسه ۵۰ میلیونه ډالر زیان اړولی

هرات کې اورلګېدنې تر اوسه ۵۰ میلیونه ډالر زیان اړولی

فبروري 13, 2021
عامې روغتیا وزارت د چین د طبي مرستو دویمه بسته هم تر لاسه کړه

عامې روغتیا وزارت د چین د طبي مرستو دویمه بسته هم تر لاسه کړه

اپریل 23, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ