چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین صادرات او واردات له فشارونو سره د مقابلې خورا توان لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 14, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د چین صادرات او واردات له فشارونو سره د مقابلې خورا توان لري

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د جولای د ۱۳مې نېټې په سهار د چين د ګمرکونو عمومي ادارې د روان ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت اعلان کړ، چې رقم يې ۱۹ ټريليون  او ۸۰۰ ميلياردو يوانو ته رسېدلی دی.

 دغه رقم د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ۹،۴سلنه زيات شوی او له دې جملې څخه د صادراتو عمومي ارزښت ۲،۱۳ سلنه او د وارداتو عمومي ارزښت ۸،۴ سلنه زياتوالی ښيي. په تېره بيا که د امريکايي ډالرو په حسابولو په جون مياشت کې د چين د صادراتو د زياتوالي کچه ۹،۱۷ سلنې ته رسېدلی او دغه رقم د زياتو چينايي او بهرنيو بازاري ارګانونو له تمې څخه هم لوړ دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين صادرات او واردات د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې ۷،۱۰  سلنه پرمختګ تر لاسه کړی، خو له دې وروسته د شنجن او شانګهای په استازيتوب لويو ښارونو کې د کرونا وبا د يو ځل بيا خپرېدو حالت رامنځته شوی او په اپرېل مياشت کې یې په صادراتو او وارداتو ناوړه اغېزه کړې ده. په مې میاشت کې، له دې امله چې د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول وضعیت په ټوليز ډول ښه شوی او د تصدیو د کار او تولید د بیا پیل کولو چارې هم په منظم او عادي ډول تر سره شوې او د چین بهرنۍ سوداګري بيا سمسورتیا خپله کړې ده.

خو که چېرې د کرونا وبا د دې دورې اغېزې د چین د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د فشار ازموینې په توګه وګڼل شي، نو د مې او جون په میاشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو قوي بېرته راګرځېدو لا دمخه د ازموینې ښې پایلې وړاندې کړې دي.

د چین بهرنۍ سوداګرۍ له “فشار ازموینې” سره مقاومت کولی شي، يو لامل يې دا دی چې نړۍ د چین لخوا جوړ شويو توليداتو ته ډېره اړتيا لري. د چين شرکتونه د بهرنۍ غوښتنې د دوامدارې بیارغونې له امله بوخت ساتلي دي. د چين د جه جيانګ ولايت د دومان سوداګریز شرکت چې د فیلیپین په ګډون هېوادونو د لويو مغازو او هټیو د ورځنيو اړتیاوو عرضه کوونکی دی، د سږ کال د معاملو عمومي ارزښت يې د تېرو څو کلونو په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه زيات شوی.

د چین هېواد بندرونه هم ډېر بوخت دي، د مالوماتو له مخې، په شانګهای کې چې د کرونا وبا له امله سخت ځپل شوی، د جون په میاشت کې واردات او صادرات يې د بيا پرمختګ په حال کې وو، چې د جون مياشتې د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت يې د ۲۰۲۱م کال په مقايسه ۶،۹ سلنه او د تېرې مې مياشتې په نسبت۶ ،۳۵ سلنه زياتوالی ښودلی.

 دا احساس کېږي او لیدل کېدای شي  چې نړۍ چین ته اړتیا لري. له لسیزو پرمختګونو وروسته چین په نړۍ کې یوازینی هېواد ګرځېدلی چې د ملګرو ملتونو د صنعتي کټګورۍ د لېست ټول صنعتي توکي تولیدوي او لري. د چین د صادراتو ثابت پرمختګ په بشپړ ډول د ” made in China” نه بدلېدونکی مقام تایید کړی.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې عمده سوداګريزو شريکانو ته د چين واردات او صادرات د ثابت پرمختګ په حال کې وو، له اسيان، اروپايي اتحادیې او امريکا سره د معاملو عمومي ارزښتونه يې په جلا جلا ډول ۱۰،۶ سلنه،۵،۷سلنه او۷ ،۱۱ سلنه زيات شوي دي.
چين په ۲۰۲۲م کال کې د برېکس هېوادونو ډلې ریيسه هېواد دی، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د برېکس هېوادونو ډلې نورو هېوادونو ته د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت په ټوليزه توګه۶۴ ،۱ ټريليون يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴،۱ سلنه زيات شوی.

په اوس وخت کې د کرونا وبا د خپرېدو وضعيت او نړيوال چاپېريال لا پېچلی شوی دی، خو د چين اقتصاد قوي انعطاف، کافي پټ توان او اوږدمهاله پرمختګ نه دي بدل شوي، د بېلابېلو اقتصادي تګلارو، د پرله پسې هڅو او د کار او توليد د بيا پيل له امله د چين د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د ثابت پرمختګ شرايط برابر شوي. د چين بهرنۍ سوداګرۍ به په مداوم ډول د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره مثبت رول ولوبوي.

(ژباړه: شکريه)

Previous Post

الهان عمر: افغانان باید له لوږې او مرګ وژغورل شي

Next Post

وانګ يانګ د چين د تنګي۱۴م فورم کې ګډون او وينا وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
وانګ يانګ د چين د تنګي۱۴م فورم کې ګډون او وينا وکړه

وانګ يانګ د چين د تنګي۱۴م فورم کې ګډون او وينا وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لي چيانګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره وکتل

لي چيانګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره وکتل

سپتمبر 9, 2023
ملګري ملتونه: پر خوار ځواکۍ د اخته افغان ماشومان شمېر۹۰ سلنه زيات شوی

ملګري ملتونه: پر خوار ځواکۍ د اخته افغان ماشومان شمېر۹۰ سلنه زيات شوی

اگست 11, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ