سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین ـ اروپا منظمو اورګاډيو د چین ورخلاصون ته پیاوړی حیاتي ځواک برابر کړی

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 4, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چین ـ اروپا منظمو اورګاډيو د چین ورخلاصون ته پیاوړی حیاتي ځواک برابر کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین او اروپا ترمنځ ۹۰ زرم منظم اورګاډی د تېرې مې میاشتې په ۲۵مې نېټې د چین له شي ان ښار څخه د اروپا په لور وخوځېد او په ۲۸مې نېټې د شينجيانګ د قورغاس ځمکني بندر څخه تېر شو او اټکل کېږي، چې د جون په ۱۰مې به د پولنډ  ملازویز ښار ته ورسېږي.

د شي ان ځمکني بندر له لارې د چین او اروپا د منظمو اورګاډیو د تګ راتګ اندازه د هېواد د نورو بندرو په پرتله زياته ده او شمېرې ښيي، چې تېر کال له دغه ځمکني بندر څخه څه باندې ۵ زره اورګاډي د اروپا په لوري خوځېدلي دي.

په دې وروستیو کلونو کې د چین د نوې او لوړې ټکنالوژۍ، نوې انرژۍ او لوړ اضافي ارزښت ډېری تولیدات د یادو منظمو اورګاډیو له لارې اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي.

مالومات ښيي، په هر يو منظم اورګاډي کې، چې د شي ان ښار له ځمکني بندر څخه د اروپا په لوري حرکت کوي، ۲۶۱ موټرونه بار وي او هره میاشت کابو له ۳ تر ۴ زرو د نوې انرژۍ موټرونه صادروي او په ورته وخت کې ځيرک ماشینونه هم د یادو منظمو اورګاډو له لارې اروپا ته صادرېږي.

د شي ان یوه فابریکه هر کال شاوخوا سل زره د لوښو مینځلو ماشینونه تولیدوي او ۸۰ سلنه یې د جرمني، فرانسې او ایټالیې په شمول اروپايي هېوادونو ته صادريږي. دغه فابریکه خپل تولیدات د منظم اورګاډي له لارې صادروي او د حمل و نقل کلنی لګښت یې یو پر درېيمه برخه کم شوی دی.

شینجیانګ، د کمربند او لارې یو مهم محور دی، د چین او اروپا د منظمو اورګاډيو د ګړندي پرمختګ په مټ یې له اسیا او اروپا سره د تګ راتګ نړیواله لویه لاره هواره کړې او د ارومچي او قورغاس ښارونه یې د ورخلاصون کړکۍ ګرځېدلي دي.

ارومچي ښار مخکې د چین او اروپا د منظمو اورګاډو پر لارې د دمې او تنظیم یو سټېشن و، خو اوس دغه ښار يو نړیوال ځمکنی بندر ګرځېدلی او د توکو د راټولېدو او ځايولو توان او خدمتي موثریت یې پر له پسې لوړ شوی دی.

د بېلا بېلو سیمو د مشتریانو زيات توکي اوس د ارومچي نړيوال ځمکني بندر کې راټوليږي او بيا ترې کانټينرونه ډکيږي او په اورګاډو کې په منظم ډول اروپايي هېوادونو ته ليږدول کيږي. سربیره پر دې، د اورمچي او قورغاس ځمکنيو بندرونو د ډیجټلي ډګرونو په جوړولو سره د مشتریانو لپاره نور ښه خدمتونه هم وړاندې کوي.

له اورمچي ښار څخه د منظمو اورګاډیو د کرښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی او د ۱۹ هېوادونو ۲۶ ښارونو ته یې پټلۍ غځېدلې دي.

د قورغاس ځمکني بندر له لارې د تېرېدونکو منظمو اورګاډو د کرښو شمېر ۸۲ ته رسېدلی او د ۱۸ هېوادونو له ۴۶ ښارونو او سیمو سره تګ راتګ کوي. ارومچي او قورغاس د توکو د صادراتو او وارداتو طلايي لارې ګرځېدلې دي.

د چین او اروپا منظمو اورګاډيو کې نه يوازې نورو هېوادونو ته توکي ليږدول کيږي، بلکې له نورو ځايونو هم چين ته واردات لري. د شي ان ښار په لویو سوپرماکیټونو او د قورغاس له ماليې معافو سیمو او دوکانونو کې، د فرانسې د ښکلا او سینګار توکو، ترکي بسکېټو، قزاقستاني غنمو، د روسیې د جوسو په شمول ډول ډول تولیدات پيدا کيږي او ډېر مشتريان يې راجلب کړي دي.

د چین او اروپا منظم اورګاډي په ۲۰۱۳ کال کې فعال شوي او په نوې زمانې کې د کمربند او لارې د پولادي کاروان په شان رول لوبوي او تراوسه له ۹۰ زرو څخه زياتو اورګاډیو د دواړو لوريو ترمنځ تګ راتګ کړی او ۸،۷ میلیونه کانټینرونه يې ليږدولي، چې عمومي ارزښت یې له ۳۸۰ میلیارډو ډالرو څخه زیات ښودل شوی دی.

د چین او اروپا منظمو اورګاډيو د اسیا او اروپا ترمنځ د سوداګریز تګ راتګ او د چین د دوامدار ورخلاصون د پیاوړتیا لپاره حیاتي ځواک برابر کړی دی.

Previous Post

هند کې د تودوخې څپه؛ تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي

Next Post

شهباز شريف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چین ته ولاړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شهباز شريف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چین ته ولاړ

شهباز شريف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چین ته ولاړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين نړيوال وارداتي نندارتون ورخلاصون پراخوي

د چين نړيوال وارداتي نندارتون ورخلاصون پراخوي

نوومبر 5, 2024
افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

سپتمبر 1, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ