سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چین نوی انکشافي جوړښت افغانستان ته د ګټو فرصت او نړۍ ته باور ورکوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چین نوی انکشافي جوړښت افغانستان ته د ګټو فرصت او نړۍ ته باور ورکوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: په افغانستان کې د چین لوی سفیر؛ وانګ یو-

 په دې وروستیو میاشتو کې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ په خپلو خبرو کې، څو ځلې پردې ټینګار کړی، چې چین باید د کورني اقتصادي دوران په اساس د کورني او بهرني اقتصادي دورانونو د متقابلې هڅونې نوی انکشافي جوړښت رامنځته کړي. یعنې د هېواد په دننه به اړتیاوې زیاتې شي، مصرف به ډېر او علمي اختراعات به وهڅول شي او د تولیدي صنایعو لړۍ به تامین شي. د بهرنیو هېوادونو لپاره به تجارتي چاپیریال نورهم ښه او د مال او پوهنې مالکیت ساتنه به نوره هم پیاوړې شي او دایمي ثابت او انکشافي تمایل به وساتل شي.  رئیس شي جین پینګ د کورني او بهرني چاپیریال ژور بدلونونه پېژندلي او د چین د ځانګړتیاوو پر وړاندې د نړۍ سیاسي او اقتصادي حالاتو او نړیوال پرمختګ ته په کتو یې د چین د منځني او اوږد مهاله پرمختګ لپاره اغېزمنې غوښتنې وړاندې کړي، د چین د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره یې لار هواره کړې او د نړیوال اقتصادي رکود مسئلې ته یې هم غبرګون ښودلی دی. د چین بېلا بېلو ټولنو د رئیس شي جین پینګ په مشرۍ په کورني بازار کې د ستونزو د حل و فصل او بهر ته د ورخلاصون سویې د لوړولو لپاره خپل ګامونه چټک کړي او د نړۍ د دوهمې لویې اقتصادي ډلې په توګه به چين د نړۍ اقتصاد ته ټینګ باور ورکړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

له نوي انکشافي جوړښت څخه څرګندیږي، چې د چین د اقتصادي پرمختګ ستراتیژیکي ټکی له صادراتو څخه کورنیو اړتیاوو ته د بدلیدو په حال کې دی. خو ځیني کسان داسې وايي، چې ګواکې چین غواړي خپله دروازه بنده کړي، مګر حقیقت برعکس دی. رئیس شي جین پینګ پر دې ټینګار کړی، چې کورنی لوی دوران د دروازې د تړلو په معنی نه دی، بلکې د کورنیو اړتیاوو پر اساس به کورني او بهرني بازارونه سره پیوست کړي او د چین په کوردننه او بهر کې به له دوو بازارونو او سرچینو څخه استفاده وشي، ترڅو دایمي پیاوړی پرمختګ ترلاسه شي. یوه خوا، د کورنيو او بهرنيو اقتصادي دورانونو د پرمختګ عمده ټکي سره ورته دي، یعنې د پوهنې مالکیت حق به وساتل شي، تجارتي چاپیریال به نورهم ښه او د پانګونې محدودیت به کم شي او بشپړ صنعتي سیستم او بنسټیز تاسیسات به رامنځته شي. بله خوا، کورني او بهرني اقتصادي دورانونه یو له بل سره مرسته کولی شي او د کورني اقتصادي دوران بنسټیز حیثیت به نورهم پیاوړی شي. یوازې د دغو دوو اقتصادي دورانونو د ښه پیوستون پر اساس تولیدي عناصر په ټوله نړۍ کې ځای پر ځای کیدای شي، ښه تولیدات او خدمات واردیدای او د چین تولیدي او مصرفي اړتیاوې پوره کیدای شي. دغه راز د چین کورنی اقتصادي دوران به نورهم ښه او پیاوړی شي. نړیوال اقتصادي تګ راتګ او پیوستون د چین او نړۍ د اقتصادي پرمختګ ضرورت دی.

چین هممهاله کورني او بهرني اقتصادي دورانونه پرمخبيايي، څو خپل کورنی قوت پیاوړی کړي. د کوویډـ۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې نړیوال تجارت تر ډېرې اندازې پورې کمزوری شوی دی. چین به په پرله پسې توګه کلیدي تخنیکونه او برانډونه چې د پوهنې مالکیت حق يې لري، جوړ کړي، خپل اختراعي توان به لوړ کړي، د اقتصادي پرمختګ خپلواکي به ټینګه او د نړۍ په تولیدي کړۍ کې به خپل حیثیت او امنیت تامین کړي او د خپل باکیفیته پرمختګ لپاره به ټینګ بنسټ کیږدي.   

چين به د باکیفیته پرمختګ د قوت د ښې استفادې لپاره هممهاله په کورني بازار کې د تولید، توزیع، انتقال او مصرف په ګډون بیلابیلې برخې سره یو ځای وتړي او خپلې کورنۍ اړتیاوې به پوره کړي او په دې برخه کې ستر بازاري امتیاز لري. چین یو ميلیارډ او ۴۰۰ ميلیونه نفوس، ۹۰۰ ميلیونه کارګران، ۴۰۰ ميلیونه منځني عایدات لرونکي وګړي او ۱۰۰ ميلیونه بازاري یونټونه لري، چې ستر بازار، لوی پټ قوت او پراخ انکشافي توان او ځای لري. د نړیوال پولي صندوق د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۰ کال کې به د کوویډـ۱۹ وبا له امله نړیوال اقتصادي پرمختګ ۳ سلنه کموالی ومومي، مګر چین د ستر اقتصادي پټ قوت، قوي ټینګښت، پراخ انکشافي ځای او مختلفو تګلارو په مټ په لومړی وخت کې د وبا له سیوري څخه وتلی، مختلف تولیدي کاروبارونه يې دوباره عادي کړي او په ډیرو برخو کې واقعي لاسته راوړنې لري.     د روان کال په تېرو ۴ میاشتو کې د چین د لویو صنعتي ارګانونو د ارزښت زیاتوالی ډېر زیات شوی او په تېرې جولای میاشت کې د ياد ارزښت زياتوالی ۴،۸ سلنې ته رسیدلی دی. دغه راز په همدې میاشت کې د توکیو پرچون ۰،۲ سلنه زیات شوی او په روان کال کې يې په لومړي ځل زیاتوالی موندلی دی.

کله چې چین د کوويډـ۱۹وبا په ډېره ستونزمنه موده کې و، له ډیرو خطرونو، بې دلیله نیوکو او هم د اقتصادي بندیز له ګواښونو سره مخامخ و، خو بیا هم ډېر بهرني پانګوال له چین څخه ونه وتل، بلکې د BASF، BMW او Volkswagen په ګډون ډیرو بهرنیو شرکتونو په چین کې خپلې پانګونې زیاتې کړې، له دې څخه څرګنديږي، چې دوی د چین پر بازار، ځای او امنیت باور لري.

چین به کورنی اقتصادي دوران لوړ کړي او په عین وخت کې به د ورخلاصون سویه ژوره کړي او په جامع توګه به نړیوال اقتصادي دوران خلاص کړي. چین د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کولو له څه دپاسه ۴۰ کلونو راهیسې وخت ته په کتو ورخلاصون خپله اساسي تګلاره ټاکلې، له نړۍ سره یې پیوستون چټک کړی او د انکشاف د سرو زرو موده یې ګټلې ده. اوس د نړیوال اقتصاد پرمختګ ورو شوی، خو د چین د نوي انکشافي جوړښت ابادي باید د اصلاحاتو او ورخلاصون رکود مات کړي. چین باید د خپل لا پرانيستي ورخلاصون پر مټ په نویو حالاتو او په نړیوالو همکاریو او سیالیو کې خپل پټ قوت او امتیازونه وهڅوي.

اما په نننۍ نړۍ کې یواړخیزم او پروتېکشنیزم مخ پر پورته کیدو دی، مګر د اقتصاد نړیوال کېدا تاریخي تامیل دی، چې بیلابیل هېوادونه به د ګډو همکاریو په مټ د ګډو ګټو لپاره اوږدمهاله کارونه وکړي. چین به په ټینګه سره د اقتصاد نړیواله کیدا پرمخبوزي، نړیوالې علمي همکارۍ به پياوړې کړي، نړیوال اقتصادي ډګر به جوړ او د یو کمربند او یوې لارې باکیفیته ابادي به وهڅوي او له نړۍ سره به ستر بازاري فرصت شریک کړي. چین به له بازار، قوانینو او نړیوال معیار سره سم خپل تجارتي چاپيريال نورهم سم کړي. په اوسنیو حالاتو کې په چین کې د بهرنیو پانګوالو قانون پلی شوی، د های نان د ازاد تجارت بندر د ابادۍ عمومي پلان  طرحه شوی، د بهرنیو پانګونو منفي لیست کم شوی او د وارداتو درېیم نندارتون وخت ټاکل شوی دی. چین د خپل توان د پیاوړي کولو په عین وخت کې د دروازې د پرانیستلو ګامونه هم چټک کړي، چې د نورو هېوادونو لپاره به لازیات بازاري فرصتونه برابر کړي.

اوسمهال او هم په نږدې راتلونکي کې د چین پرمختګ له ستراتیژیکي فرصت سره مخامخ دی. د نړۍ پر مخ به د چین ورخلاصون دروازه بنده نه شي، بلکې نوره به هم خلاصه شي. چین به له هر هغه هېواد، سیمې او تصدۍ سره، چې غواړي له چین سره همکاري وکړي، فعاله همکاري وکړي. افغانستان د چین تاريخي دوست ګاونډی هېواد دی. چین د نورو هېوادونو په پرتله هیله لري، چې په دې هېواد کې سوله، ثبات او بیارغونه رامنځته شي او بین الافغاني مذاکرات ښې نتیجې ترلاسه کړي. سږ کال د چين او افغانستان د سیاسي اړیکو د ټینګښت ۶۵مه کالیزه ده او چین به له افغانستان سره خپلې دوستۍ ته دوام ورکړي، د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې به همکارۍ زیاتې کړي او د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ډیالوګ په ګډون د سیمه ییزو همکاریو میکانیزم له لارې به د افغانستان د اقتصادي ګټو د ټینګښت لپاره  هڅې وکړي او افغانستان به خپل ځانګړی جغرافیایي امتیاز ولوبوي. چین به سیمه ییز پیوستون وهڅوي او د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز به افغانستان ته وغځوي او له منځنۍ اسیا سره به يې وتړي او د بنسټیزو تاسیساتو، ملکي تاسیساتو، طبي تاسیساتو، تجارتي چاپیریال او ملکي نیکمرغۍ په برخو کې به له افغانستان سره مرستې وکړي، مثلاً چين به په افغانستان کې لمري بریښنا سټېشنونه، ارزان کورونه، پوهنتونونه او روغتونونه جوړ کړي. چین به له افغانستان څخه واردات زیات کړي او د تولیدي صنعت د ښه والي لپاره به له افغانستان سره مرستې وکړي. چین به په ټینګه سره تر نوي انکشافي جوړښت لاندې له افغانستان سره اقتصادي ګټې شریکې کړي او په ګډه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي.

Previous Post

فاکس نیوز: ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته نوماند شوی

Next Post

وکیلان: پاکستاني عسکر له فرضي کرښې دېخوا عام خلک ځوروي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
وکیلان: پاکستاني عسکر له فرضي کرښې دېخوا عام خلک ځوروي

وکیلان: پاکستاني عسکر له فرضي کرښې دېخوا عام خلک ځوروي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پکتیکا کې درې کسان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

پکتیکا کې درې کسان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

مې 25, 2026
روغتیا سازمان: غزه کې الاهلي روغتون په بشپړه توګه ړنګ شوی

روغتیا سازمان: غزه کې الاهلي روغتون په بشپړه توګه ړنګ شوی

اپریل 14, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved