چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین نړیوال وارداتي نندارتون نړۍ ته کوم ډاډ ورکوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 6, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چین نړیوال وارداتي نندارتون نړۍ ته کوم ډاډ ورکوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای ښار کې پرانيستل شو، چې د همدې مياشتې تر لسمې نېټې به دوام ولري.

د سینګاپور د ملي پوهنتون د اسیا انسټیټیوټ کارپوه کشور محبوباني هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی. نوموړي سي جي ټي اېڼ سره په مرکه کې ويلي، چین په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې د نړیوال وارداتي نندارتون کوربتوب کوي او دا یې د نړيوال اقتصاد لپاره د دغه هېواد ګټور ګام بللی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د نړۍ ډېری هېوادونه د نړیوال سوداګریز سیسټم پیاوړتیا ته ژمن دي او دغه نندارتون ورته د ګډ پرمختګ سیګنلونه ورکړي دي.

که څه هم اوسمهال نړیوال اقتصاد له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی، خو د ښاغلي محبوباني په څېر، د ياد نندارتون ډېری ګډونوال راتلونکي ته خوشبینه دي او د چین د ورخلاصون ستاینې کوي.

د چین د اتم نړیوال وارداتي نندارتون په سږني پړاو کې د نړۍ ۱۵۵ هېوادونو او سیمو او نړیوالو سازمانونو ګډون کړی. په ګډونوالو تصديو کې يې۲۹۰ تصدۍ د نړۍ د ۵۰۰ مخکښو تصديو په ليکه کې قرار لري او يا په خپل سکتور کې ډېر پياوړي بلل کيږي. دغه راز  د نندارتون پراخوالي او د ګډونوالو شرکتونو شمېر يې تاریخي ریکارډونه جوړ کړي دي.

دا د دې څرګندويي کوي، چې د چین لوی بازار ستر خوځنده ځواک لري او بېلا بېلې خواوې پکې د پرانیستو همکاريو او د متقابلو ګټو د موندلو پياوړي سیګنلونه خپروي.

د چین نړیوال وارداتي نندارتون يا سي ای ای يي (CIIE) په نړۍ کې لومړی لوی نندارتون دی، چې د دولت په کوربتوب ترسره کيږي او د وارداتو لپاره ځانګړی شوی دی.

د چین د وارداتو لومړی نړیوال نندارتون په ۲۰۱۸م کال کې په شانګهای ښار کې ترسره شو او تر دې مهال اته ځلې ترسره شوی دی.

په تېرو اتو کلونو کې په نړۍ کې ستر بدلونونه رامنځته شوي، خو دغه نندارتون په کړکېچنو حالاتو کې بهرنيو شرکتونو د پرمختګ هيلې ورکړې دي.

د چین د کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې ۴مه عمومي غونډه په دې وروستیو کې ترسره شوه او د چیني شکله عصري کېدو لپاره يې یوه نوې نقشه طرحه کړې ده.

د چين اتم نړیوال وارداتي نندارتون له يادې غونډې وروسته لومړنۍ لویه اقتصادي ډیپلوماتيکه پېښه بلل کېږي.

دغه نندارتون به نړۍ ته کوم ډاډ ورکړي؟

لومړی او تر ټولو مهم يې د ور خلاصون ډاډ دی. د ملګرو ملتونو د نړیوالې اقتصادي څارنې پخواني مشر حامد رشید رسنيو ته ويلي، چې د چین ورخلاصون د پام وړ پایلې لري او د نړۍ د لا پرانیستي اقتصادي سیسټم د جوړولو لپاره يې يوه نمونه جوړه کړې ده.

په ورته حال کې، بهرني پانګوال هم د چین پر پرمختګ باور لري او د خپل پرمختګ ډاډ یې احساس کړی دی.

د ډېرو بهرنیو شرکتونو مشرانو سي اېم جي ته ويلي، د چین پراخ بازار، د پانګونې پرانیستي او ټولشموله چاپېریال او ثابتو پالیسيو ډېرې نړيوالې تصدۍ راجلب کړې دي.

بر سېره پردې، د چین نړیوال وارداتي نندارتون نړۍ ته د ګډو ګټو د ترلاسه کولو ځانګړی ډاډ هم ورکړی دی. چین د پراخو ګټو او ټولشمولیت پر اساس د اقتصاد د نړيوال کېدو بهیر هڅولی، ترڅو ټول هېوادونه وکولی شي د پرمختګ ګټې شریکې کړي.

د چین نړیوال وارداتي نندارتون د همدې مفکورې د عملي کولو لپاره یو مهم ډګر بلل کېږي.

Previous Post

غزني کې د ۱۱۱ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې دي

Next Post

يونيسکو « تای‌ چي» نړیواله ورځ وټاکله

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
يونيسکو « تای‌ چي» نړیواله ورځ وټاکله

يونيسکو « تای‌ چي» نړیواله ورځ وټاکله

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امريکا په افغانستان کې يوازې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړی

امريکا په افغانستان کې يوازې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړی

جولای 21, 2021

د ګازي وسایلو د کنټرول او د پوهاوي لوړولو اړتیا

جنوري 2, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ