چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چین ګرم ګڼلو پرځای ښه ده چې له ویروس سره نړیواله مبارزه وشي

لیکنه: هیله؛ د چین نړیوالې راډيو د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 6, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چین ګرم ګڼلو پرځای ښه ده چې له ویروس سره نړیواله مبارزه وشي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پر چين پړه اچول له کووېډ-۱۹ ويروس سره د نړيوالې مقابلې لپاره هېڅ ګټه نه لري.

د ایران تجربه لرونکي مبصر بوبي نادري څو ورځې مخکې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، په چين کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د وقايې او کنټرول په کارونو کې مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه شوي او د روغتيا نړيوال سازمان او ډېرو هېوادونو لخوا ستايل شوي دي. ځينو لوېديځو هېوادونو پر چين باندې تورونه لګولي او پړه پرې اچوي او د چين لخوا تر لاسه شوي بریاليتوبونه په بېلابېلو بهانو ردوي. اوس دغه ويروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی او بېلابېلې خواوې بايد له دې ننګونې سره د مقابلې لپاره خپلمنځي همکارۍ زياتې او پياوړې کړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ښاغلي نادري وويل، د يادې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين تدبيرونه اغېزناک دي او د توليدي او سوداګريزو چارو د عادي کېدو لپاره يې ثابته زمينه برابره کړې ده، خو د لوېديځو هېوادونو ځينې سياستوال او خبري رسنۍ نه يوازې په رښتينې او حقيقي توګه د چين کارونو ته نه ګوري، بلکې پر چين يې بې بنسټه تورونه لګولي او د بدنامۍ هڅه يې کړې ده، د دوی دغه کړنې د يادې ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د خپلو تېروتنو پټولو په موخه دي. هغه وويل: ((د امريکا په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو د چين په اړه ډېر منفي او  دروغجن مالومات خپاره کړل، دا لومړی ځل نه دی او وروستی ځل به هم نه وي. دوی دا نظر نه لري چې د کووېډ-۱۹ ويروس ضد مبارزه د ټولې نړۍ ګډو کوښښونو ته اړتيا لري. دوی د چين ضد دريځ غوره کړی او په مداومه توګه يې پر چين تورونه لګولي، لامل يې دا دی چې دوی نه غواړي دا ومني چې چين د دغه ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی او ډېرو اسيايي او افريقايي هېوادونو حتی اروپايي هېوادونو د چين له تجربو څخه په زده کړو سره په خپلو هېوادونو کې د دغه ويروس د خپرېدو حالت ګام پر ګام کنټرول کړی او اقتصادي فعاليتونه يې ورو ورو د عادي کېدو پر لوري روان شوي. د ځينو لوېديځو هېوادونو سياستوالو په راتلونکو ټولټاکنو کې د خپلو برياليتوبونو لپاره پر واقعيتونو باندې سترګې پټې کړې او د چين په اړه يې د درواغو خپرولو ته مخه کړې ده، د دوی اصلي موخه د يادې ناروغۍ  ضد د مبارزې په برخه کې د خپلو تېروتنو پټول دي.))

ښاغلي نادري وويل، امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان سره د مالي مرستې ځنډول د ياد ويروس ضد د نړيوالې مبارزې لپاره سم کار نه دی. امريکا د خپلې سياسي غوښتنې او موخې لپاره دغه ډول يواړخيز عمل غوره کړی دی. په چين کې د يادې ناروغۍ د خپرېدو په لومړي وخت کې د دغه سازمان کارپوهانو د دې ناروغۍ په اړه د مالوماتو موندلو لپاره له چين څخه ليدنه کړې ده او وروسته يې نړۍ ته د بيدارۍ په اړه اړوند خبرداری ورکړی دی. ويل کېږي چې چين او د روغتيا نړيوال سازمان پر وخت له نړيوالې ټولنې سره د دغه ويروس مالومات شريک کړي دي.

اوس په چين کې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول حالت ثابت دی او اقتصادي چارې د عادي کېدو په حال کې دي. دا نورو هېوادونو ته باور ورکوي چې د ويروس ضد د مبارزې لپاره بايد فعال او اغېزناک تدبيرونه ونيول شي، نو په دې توګه برياليتوب ترلاسه کېدلی شي او د اقتصاد او ټولنې نظم بيا عادي کېدلی شي. په تېرو څو مياشتو کې تجربې دا ښيي چې يوازې پر نورو نيوکې باید پای ته ورسول شي او خپلمنځي همکارۍ پياوړې شي، نو دغه نړيوال بحران ته به ماتې ورکړی شي. نوموړي وويل: ((اوس په چين کې اقتصادي چارې د عادي کېدو په حال کې دي، دا د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري او اروپايي او امريکايي هېوادونه بايد په دې اړه خوشاله اوسي. دوی بايد سمدلاسه د نورو هېوادونو په شان د چين له تجربو زده کړه وکړي. شک نشته چې چين د دې ويروس ضد مبارزه کې د نړۍ لپاره يوه ښه نمونه ګرځېدلی دی. ټوله نړۍ بايد د چين تجربې زده کړي او ورسره دې همکارۍ پياوړې کړي، تر څو دغه شان پېښه يو ځل بيا رامنځته نه شي چې امريکا د دې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په برخه کې د خپلې ناکامي له امله پر چين او روغتيا نړيوال سازمان پړه اچولې. نړۍ به ښايي په راتلونکی کې له لا زياتو ننګونو او ګواښونو سره مخ شي، نو موږ بايد د دې پېښې له تجربو څخه  زده کړې وکړو.))

Previous Post

حکمت الله افغان: د احمدشاه بابا تاریخي کور بیارغونه غواړي

Next Post

مصنوعي رڼاګانې د خوب کیفیت خرابوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
مصنوعي رڼاګانې د خوب کیفیت خرابوي

مصنوعي رڼاګانې د خوب کیفیت خرابوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين استازي د همنظره هېوادونو په استازيتوب د عمومي اسمبلۍ درېيمې کمېټې ته وينا کړې

د چين استازي د همنظره هېوادونو په استازيتوب د عمومي اسمبلۍ درېيمې کمېټې ته وينا کړې

اکتوبر 23, 2024
ډېپلومات مجله:د افغانستان او ازبکستان اړیکې به لوړې کچې ته ورسېږي

ډېپلومات مجله:د افغانستان او ازبکستان اړیکې به لوړې کچې ته ورسېږي

مارچ 27, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved