چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

د ژوند د بدلون لپاره باید دا نهه پوښتنې له ځان وپوښتئ

ژباړه: حامد احمدزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 9, 2021
in روغتیا او ژوند
0
د ژوند د بدلون لپاره باید دا نهه پوښتنې له ځان وپوښتئ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ژوند د سترګو په رپ کې تېرېږي، خو کله چې وګورو هغه ځای ته چې موږ ورته د رسېدو هیله لرو، نه وو رسېدلي او هره ورځ لکه د تېرې ورځې په څېر تېرېږي. دا هم ناممکنه ده چې هره ورځ دې بدې پېښې وشي، خو دومره هم په ژوند باوري نه یو لکه څنګه چې باید وي. ځینې وخت ژوره ساه اخلو او د ښو ورځو خوبونه وینو، که غواړی چې ژوند ته مو بدلون ورکړی او د یو خوشحاله ژوند په لټه کې وی، نو دا مطلب تر پایه ولولئ.

ډېر وخت له ځان سره دا فکر کوو چې تر اوسه ژوند لا پاتې دی او هر وخت کولی شو چې ژوند بدل کړو؛ خو بیا هغه ده چې د وخت په تېرېدو سره په لویو ستونزو کې بند پاتې کېږو او بیا له ژوند شکایت کوو. داسې نه ده چې ناڅاپه موږ په دې حالت کې ښکېل شو، داسې حالت په کرارۍ سره پېښېږي او له اصلي لارې موږ منحرف کوي.

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

دلته دوه انتخابه لرو: که همدا لاره ټاکو؛ باید د ژوند لوری بدل کړو. که دویمه لاره ټاکو، کولی شو دا لاره په څو پوښتنو کې را لنډه کړو. د دې مطلب په لوستو سره په جادويي ډول ستاسو ژوند بدلون نه کوي، خو د بدلون لپاره ښه پيل دی.

۱– اوسنۍ دندې مو پر ژوند څه اغېز کړی؟

د پیسو ګټلو میتود بې له شکه مهم دی. وخت د انسان تر ټولو ارزښتمنه پانګه ده. نو زموږ دنده مهمه ده، ځکه چې موږ خپل ډېر وخت په دنده او کار کې تېروو. زه په دې باور نه لرم چې یو څوک دې له خپلې دندې سره زیاته مینه ولري؛ خو دا باور لرم چې له هدف پرته کار کول په هېڅ وجه زموږ په ګټه نه دي. که دنده مو روحاً نا ارامه کوي، نو اغېز به یې د ژوند په نورو برخو کې هم احساس شي. ستاسو د دندې او ستاسو اصلي ارزښتونو تر منځ د پام وړ فاصله د غور کول دي. خپل حالت ته مو وګورئ. ایا نورو دفترونو یا کار ځایونو کې کار کول به ستاسو پر وضعیت مثبت اغېز ولري؟ ایا تاسو اړتیا لری چې خپله دنده پرېږدئ او له سره پیل وکړی؟ ایا تاسو کولی شی خپلو زده کړو ته دوام ورکړی؟ کوم ډول انتخابونه مو په مخکې دي؟

۲– ستاسو روغتیايي وضعیت پر حالاتو څه اغېز لري؟

منظم خواړه او ورزش کول مو زیاتې ستونزې له منځه وړي، خو موږ بر عکس نورو شیانو ته مخه کوو. که بدن مو سالم نه وي، ذهن به مو هم اراموالی له لاسه ورکړي. موږ نشو کولی چې بدن او دماغ سره بېل کړو. جسمي فعالیت د ډېرو روحي ستونزو په له منځه وړلو کې مهم رول لري. د خپګان مخالف خوښي نه ده؛ بلکې حرکت دی. ایا د ذهن ارامتیا مو د بدن په ارامتیا پورې اړه لري؟ ممکن ځواب مو هو وي. له ځانه وپوښتئ چې د خپلې روغتیا د ښه کولو لپاره څه کولی شی؟ له کوچنیو ګامونو څخه پيل وکړئ.

۳– وروستی ځل مو خپله خوندي سیمه کله پرېښوده؟

ایا تاسو له خپل عادي ورځني ژوند څخه بهر کوم کار کوی؟ وروستی ځل مو کله د نوي مهارت د زده کولو هڅه وکړه؟ وروستی ځل کله و چې تاسو پرېکړه وکړه او ومو ویل چې غواړی څه تر لاسه کړی؟ موږ یوه معقوله لرو (احتیاط تر پښېمانۍ بهتره دی) دا سمه ده چې ډېری کسان به له دندې زړه توري وي، خو دا فکر هم باید وکړو چې راتلونکي کې به له کومو کارونو سره سروکار ولرو.

۴– څه به پېښ شي که په همدې ډول ژوند ته دوام ورکړی؟

که ژوند ته مو په همدې شکل دوام ورکړی، له ۵، ۱۰ او یا هم ۲۰ کلونو وروسته به ستاسې ژوند څنګه وي؟ ایا هغه څه چې وینی، خوښیږي مو؟ موږ په ساده ډول هره ورځ خپل کارونه تر سره کوو او راتلونکی مو له یاده وځي. هر کله چې ممکن و، راتلونکی ژوند تصور کړئ او په یاد یې راوړئ چې ولې غواړی دغه کار تر سره کړئ. هر کله مو چې دا احساس وکړ چې ولې غواړی خپله دنده په ښه ډول تر سره کړی، کله چې د خپلو موخو لپاره سخت کار وکړی او حالات سم نه وو او زړه مو له خپګان سره مخ کیږي، نو هڅه وکړئ چې راتلونکی مو په خپل ذهن کې تجسم کړئ.

۵– ایا له خپلو وړتیاوو مو ګټه اخیستې؟

تاسې کومې وړتیاوې لری؟ ستاسو وړتیاوې او استعدادونه کوم دي؟ څومره مو له دې وړتیاوو څخه ګټه اخیستې ده؟ ایا تاسې د خپلې وړتیا پر اساس خپل مسلک د ځان لپاره ټاکلی؟ په هغه څه کې چې مهارت لرو، ښه ده چې یوه دنده ولرو. کله چې داسې نه وي، دوې ستونزې رامنځته کیږي: لومړی؛ زموږ د کار کیفیت خرابېږي او دویم دا چې موږ به خوښ نه یو؛ ځکه چې زموږ دنده به زموږ د وړتیا پر اساس نه وي انتخاب شوې. دا حقیقت دی چې د پيسو ګټلو لپاره باید ډېر کار وکړو؛ خو د هغو کارونو هڅه کول چې موږ یې باید په منظم ډول تر سره نه کړو یا تر سره کول دومره مهم نه دي، موږ ته زیان رسوي او په اوږدمهال کې زموږ رواني روغتیا له خطر سره مخ کوي او هغه ده چې له خپلو لویو موخو به لرې پاتې وو.

۶– له کومو شیانو کرکه لری؟

د هغو شیانو پېژندل چې موږ ورسره مینه لرو، ممکن اسانه نه وي. خو برعکس، د هغو شیانو پېژندل اسانه دي چې موږ یې نه خوښوو او مخنیوی یې کوو. دا به ښه وي چې په ژوند کې هغه څه چې نه خوښوو، له مخې یې لرې کړو. زیاتره خلک هغه څه چې نه یې خوښېږي، ځان ترې لرې ساتي څو هغه څه ته ځان ورسوي، چې خوښېږي یې.

پخوا مې یوه دنده درلوده چې هېڅ ترې خوښ نه وم، له شپږو میاشتو وروسته مې استعفا ورکړه، ځکه پوهېدم چې په رواني لحاظ ترې خوښ نه وم. رښتیا؛ له هغه څه چې نفرت لری، په هېڅ وجه د خپل ژوند یوه شېبه هم مه ورکوئ. په هرحال، ډېری خلک همداسې دي.

۷– که د ژوند کولو شپږ میاشتې مو پاتې وي، څه پکې کوی؟

همدا اوس کولی شی ژوند په هغو کارونو سره تېر کړی چې خوښیږي مو. که له لیکلو سره مینه لری، لیکل وکړئ. که غواړی چې یو څه یاد کړی، نو د یادولو هڅه وکړئ. زه له خپلې کورنۍ سره مینه لرم، که زیاتې پیسې ولرم، ممکن سفر وکړم او له هغو کسانو سره وخت تېر کړم چې مینه ورسره لرم او په داسې کار ځان مصروف کړم چې خوښیږي مې. زه همدا اوس خپلې هیلې ته رسېدلی یم. زه له هغه څه څخه پیسې ګټم چې مینه ورسره لرم. خو زه لا دې لوړې څوکې ته پوره نه یم رسېدلی چې ووایم، که سبا مړ شم، دا خو له ځان سره وایم چې خپله هڅه خو مې وکړه.

که تاسو ته وویل شي چې ژوند مو پای ته رسیدلی، رښتیا ووایئ، تاسې به کرار کېنی او که به ټول هغه کارونه تر سره کړی چې تاسې ته مهم دي؟ رښتیا تاسې به ټول هغه کارونه تر سره کړی چې تاسې ته مهم دي. د خپلو دوستانو کره لاړ شئ او تر هغه پورې چې کولی شی له دوی سره پاتې شئ. تاسو باید له هرڅه مخکې په دې اړه فکر وکړئ چې څه تاسې ته مهم دي. له چوپتیا څخه د وتلو یوه غوره لار د خپلو لومړیتوبونو یادول دي، چې باید له هرڅه مخکې هغه ته د رسېدو په اړه فکر وکړو.

۸– له څه شي وېره لری؟

زه له چل او فریب څخه وېره لرم، له خجالت کېدو څخه وېره لرم، له بې باورۍ څخه وېره لرم، له خطر منلو څخه وېره لرم. تاسې څنګه؟ موږ کیدای شي د دې لاملونو له امله بدلون او نوښت خوښ نه کړو؛ خو دا ویلی شو چې موږ انسانان یو او انسان معمولاً له داسې حالتونو وېرېږي. په دنیا کې دوه ډوله خلک ژوند کوي: هغه خلک چې له وېرو سره مخ وي او دویم هغه خلک چې له وېرې تښتي. د دې ډول خلکو د ژوند کیفیت ځمکه او اسمان توپیر لري! موږ د وېرې لپاره یو څه لرو، د وېرې لپاره جرئت او د پرمختګ لپاره هڅه کول پکار دي.

ایا هغه څه چې تاسو ترې وېرېږی، دا مو په ذهن کې رامنځته شوی حالت دی او که حقیقي بڼه لري؟ ایا ستاسې شاوخوا کسانو هم ستاسې په څېر ماتې او ناکامۍ تجربه کړې دي؟ که دوی هم دا لوړې ژورې لیدلې وي او بیا دې ځای ته رسېدلي وي؛ بې له شکه چې تاسې به یې هم تجربه کوی او بیا به خپلو موخو ته رسېږی.

۹– لومړنی ګام به مو څه وي؟

ښه دا ده چې د غوره ژوند په لور یو کوچنی ګام پورته کړئ. په دې وروستیو کې د اردن پیټرسن د ژوند ۱۲ قواعدو له لوستلو وروسته مې پرېکړه وکړه چې د خپلې خونې د پاک ساتلو لپاره باید یولړ اصول ولرم. دا په دې مانا تر هغه چې ځان بدل نه کړی؛ نړۍ نه شی بدلولی. زه په ډېرو لارو کې یو بریالی او موثر شخص یم، خو زه په خپل ژوند کې لا ډېر نظم ته اړتیا لرم. ځکه چې زما ګډوډي زما د ډېرو ستونزو لامل کیږي. دا اوږده مبارزه ده چې باید په نیمه لار کې یې پرې نږدو. د خپلې خونې له پاک ساتلو یې پیل کړئ، دا یو کوچنی ګام دی؛ خو تاسو ته به د لا نور پرمختګ لپاره لار پرانیزي. هغه کوچني کارونه چې موږ یې کوو، په اوږدمهال کې زموږ ژوند بدلوي.

Previous Post

ولسمشر غني: پاکستان باید د افغانانو پر وړاندې نااعلان کړې جګړه پای ته ورسوي

Next Post

افغانستان نږدې ۱،۵ ميليارده امريکايي ډالره پوروړی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
افغانستان نږدې ۱،۵ ميليارده امريکايي ډالره پوروړی دی

افغانستان نږدې ۱،۵ ميليارده امريکايي ډالره پوروړی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کابینې پرېکړه؛ د لویو لارو په په اوږدو کې دې جوماتونه جوړ شي

مارچ 29, 2023
ننګرهار کې پرونیو سېلابونو کرنیزې ځمکې له منځه وړي

ننګرهار کې پرونیو سېلابونو کرنیزې ځمکې له منځه وړي

جولای 14, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved