سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ښکلي اسيايي کور د ګډې ابادۍ لپاره د چين لس کلن مزل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 29, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په مني کې له ګاونډيو هېوادونو سره د ډيپلوماتيکو اړيکو په اړه يوه غونډه کې له دې هېوادونو سره د (مهربانه، صادقانه، ګټورو او ټولشموله) اړيکو مفکوره بیان کړه. چين له تېرې لسيزې راهيسې د دغې مفکورې په اساس په بېلا بېلو برخو کې له ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه او همکاريزې اړيکې لا ټينګې کړي، خپلمنځي سياسي اعتماد يې لا ټينګ کړی، د ګډو ګټو پيوستون يې پياوړی کړی او د ښه ګاونډيتوب، همکاريو او ګډو ګټو لارې ته يې ځای ورکړی دی.

دغې مفکورې له تېرو لسو کلونو راهيسې پرمختګ کړی، د تطبيق په بهير کې يې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې او د اسيا د دوستۍ، همکاريو، يووالي او سمسورتيا لپاره يې قوي خوځنده قوت برابر کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين د افغانستان مسئلې په برخه کې د مسوولیت منونکي لوی هېواد بڼه او سلوک ثابت کړی او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د سيمې د سولې او آرامۍ د خونديتوب لپاره يې هڅې کړې دي. د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې کې د چين په شمول د زياتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د چين د ان هوی ولايت په تون شي ښار کې راغونډ شول او دلته د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمه غونډه، د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو او افغان سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزيرانو لومړی ډيالوګ په شمول د افغانستان مسئلې اړوند يو لړ غونډې تر سره شوې. چين د افغانستان له بيا رغونې او پرمختګ سره د مرستې په پار (( تون شي وړانديز)) وړاندې کړ. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش له افغانانو څخه د چين او ګاونډيو هېوادونو د ملاتړ ستاينه وکړه.

چين له تېرو لسو کلونو راهيسې له ګاونډيو هېوادونو سره د (مهربانه، صادقانه، ګټورو او ټولشموله) اړيکو د مفکورې تر لارښوونې لاندې د کوريايي ټاپووزمې مسئلې، د افغانستان مسئلې او د ميانمار مسئلې په شمول د مهمو سيمه ييزو مسئلو د حل لپاره خدمتونه او د مسئلو د حل په اړه يې د چين ځانګړتيا لرونکې لارې چارې برابرې او عملي کړي دي. چين له ګاونډيو هېوادونو سره يو ځای د ترهګرۍ، بېلتون غوښتوونکو نظريو او کرونا وبا ضد مبارزې لپاره همکارۍ او ګډې هڅې کړې دي. د ورېښمو لارې د نړيوالو څېړنو اتحاد په نوم د پاکستان د يوه فکري مرکز بنسټګر ضمير اوان وويل، چې د چين ډيپلوماسي د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو مهم قوت دی.

چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د دغې ډيپلوماتيکې مفکورې تر لارښوونې لاندې د ګډو ګټو پر اصل ټينګار کړی او له ګاونډيو هېوادونو سره يې همکارۍ کړې او سره يو ځای يې د پرمختګ له لاسته راوړنو څخه ګټې اخيستې دي. چين د ۱۸ ګاونډيو هېوادونو لومړی لوی تجارتي ملګری دی. په ۲۰۲۲م کال کې د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د وارداتي او صادراتي سوداګريزو توکو عمومي ارزښت له ۲۱۷۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۷۸٪ زياتوالی ښيي. د چين او ۲۴ ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د کمربند او لارې همکاريز سندونه لاسليک شوي، د چين او اسيان د ازادې سوداګريزې سيمې د کچې لوړوالی او پرمختګ چټک شوی، د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د طبيعي ګازو نل ليکو، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز، د چين او ماليزيا د صنعتي حوزو په شمول نمونوي پروژې جوړې شوې دي. د چين او لاوس رېل پټلۍ او د اندونيزيا د جاکارتا – باندونګ ترمنځ د ګړنديو اورګاډيو رېل پټلۍ ځايي سيمو ته اقتصادي پرمختګ ورکړی دی. چين د اسيايي هېوادونو مهم سوداګريز همکار او د پانګونې سرچينه ګرځېدلې ده.

چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د دغې ډيپلوماتيکې مفکورې تر لارښوونې لاندې له زياتو اسيايي هېوادونو سره د کلتوري کال په نوم د کلتوري تبادلې فعاليتونه تر سره کړي، د لوبان ورکشاپونو (Luban Workshop) او د کنفوسيوس انستيتيوټونو د جوړولو له لارې يې د ښوونې په برخه کې له اسيايي هېوادونو سره همکارۍ او تګ راتګ زيات کړی، د سيلانۍ، د کلاسيکو کتابونو او فلمونو د ژباړې او د فلمونو د جوړونې په برخو کې يې دوه اړخيزې همکارۍ کړې او د اسيا د کلتوري ميراثونو د خونديټوب صندوق يې جوړ کړی دی. چين غواړي، چې د متقابل درناوي او برابرۍ اصولو پر بنسټ د مختلفو تمدنونو ترمنځ تګ راتګ او ډيالوګ او متقابلې زده کړې  پياوړې کړي.

له ګاونډيو هېوادونو سره د (مهربانه، صادقانه، ګټورو او ټولشموله) اړيکو مفکوره به په نوې زمانه کې نوي پرمختګونه وکړي. چين به د سيمې له بېلا بېلو هېوادونو سره د کمربند او لارې نمونوي سيمو، د نړيوال پرمختګ وړانديز مخکښو سيمو، د نړيوال امنيت وړانديز ازمويښتي سيمو، د نړيوال تمدن وړانديز نمونوي سيمو د جوړولو په برخو کې همکارۍ وکړي، د چيني شکله عصري کېدو جريان له لارې به ګاونډيو هېوادونو ته ګټې ورسوي او د اسيا د عصري کېدو بهير ته به پرمختګ ورکړي.

Previous Post

د امریکا ولسمشر جو بایډن له وانګ یي سره وکتل

Next Post

وانګ يي د امريکا له ستراتيژيکو شخصيتونو سره خبرې اترې وکړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

وانګ يي د امريکا له ستراتيژيکو شخصيتونو سره خبرې اترې وکړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پنجشېر کې د ۹ ودانیزو پروژو چارې پيل شوې

پنجشېر کې د ۹ ودانیزو پروژو چارې پيل شوې

مې 24, 2025
د سالنګ تونل د رغونې تړون خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوی

د سالنګ تونل د رغونې تړون خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوی

جون 21, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved