په کابل ښار کې یو شمېر موټر چلوونکي د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت کوي. دوی وايي، سره له دې چې د افغانیو پر وړاندې ډالر ټيټ شوی خو د تېلو بیه لوړه شوې ده. موټر چلوونکي وايي، اوسمهال د پټرولو او ډېزلو بیه لوړه شوې، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي. د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس بیا په هېواد کې د تیلو د بیو د لوړېدو لامل، په نړیوالو بازارونو کې د نفتي موادو د بیو لوړېدل بولي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، هره ورځ څه باندې ۴ زره ټنه تېل له ازبکستان، ترکمنستان، ایران او روسیې هېواد ته را وارېدیږي.












