چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د کرنيز ساينس او تخنيک پرمختګ د خلکو ژوند ښه کوي

ليکواله:غوټۍ؛ د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله غوټۍ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 30, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د کرنيز ساينس او تخنيک پرمختګ د خلکو ژوند ښه کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په چين کې يو متل شته چې وايي، خوراکي توکي د خلکو لپاره د اسمان په شان مهم ارزښت لري. کرنيزې چارې د بشريت د پرمختګ او د غلو دانو د امنيت ساتنې بنسټ دی. تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د پر له پسې پرمختګ اجنډا په ۱۷ پرمختيايي موخو کې د شهېدې لوږې له منځه وړل، د غلو دانو امنيت ساتل، د خلکو د غذايي حالت ښه والی او د کرنۍ د پر له پسې پرمختګ پياوړتيا شامل شوي دي. بېلا بېل هېوادونه دغو موخو ته د رسېدلو لپاره ډول ډول تدبيرونه نيسي، څو د کرنيزو تخنيکونو پرمختګ يې چټک شي، د غلو دانو حاصلات يې زيات او د خوراکونو امنيت يې وساتل شي.

د ساينس او تخنيک له پرمختګ سره سم، د بشريت کرنيزې طريقې هم ورځ په ورځ عصري کېږي، چې په کرنيزو ځمکو کې د غوايانو او اوسپنيزو الو له لارې د غلو دانو له کرلو څخه د فارم په خونو کې د انټرنيټي شبکې او کمپيوټر له لارې د ډول ډول نباتاتو روزلو ته ګرځېدلې دي. د ساينس او تخنيک په رڼا کې د کرنيزو چارو لګښتونه د پخوا په پرتله ډېر ټيټ شوي، جوړښت يې ډېر مناسب دی او د لېږد رالېږد سيستم يې لا اسانتياوې برابرې کړې دي. د دې ترڅنګ، خلک له طبعيت څخه لا روغتيايي، پاک او دواملرونکي خوراکونه او توليدات اخيستلی شي. د بېجينګ د جنګ هه يوان جن په نوم د کرنيز ساينس او تخنيک شرکت د تخنيکي پلټنې مسؤل ډاکټر لي يوان وايي،

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

( د کرنيزو چارو په لومړۍ دورې کې مو د لمر د وړانګو له لارې په کرنيزو پټيو کې غلې دانې کرلې وې. د دوهمې دورې په موده کې مو په شنو خونو کې نباتات روزلي وو، مثلأ، د چين په شان دونګ ولايت کې د شنو خونو شمېر ډېر دی او د شنو خونو پيمانه د سمندر په شان ناپايه ده. موږ دغه شان شنو خونو ته ( د چين شنه خونه) ويل وايو. په درېيمې دورې کې مو ګرځنده شيشه يي شنې خونې په کرنيزو چارو کې وکارولې او د څلورمې دورې په موده کې مو د مصنوعي وړانګو له لارې د نباتاتو د روزنې فارمونه جوړ کړل. له دې څخه عصري تخنيکي پرمختګ څرګندېږي. )

چين به د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان له مخې د کرنيزو چارو د کيفيت د لوړتيا او په نړيوالو بازارونو کې د سيالۍ ځواک د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. دا په راتلونکي کې د چين د کرنې پرمختيايي لوری لارښوونه کوي. د چين د پلازمينې بېجينګ د شون يي سيمې د نباتاتو د روزنې په يو عصري فارم کې ليدل کېږي، چې کارګر له لمريزو وړانګو او خاورو پرته د عصري تخنيک له لارې سبزي روزي. دغه سبزۍ پاکې دي، غني غذايي مواد او ښې ګټې لري. ډاکټر لي يوان يې په اړه وايي،

( د دغه شان عصري فارم تخنيک لومړی په جاپان کې رامنځته شو. وروسته بيا د چين او امريکا په شمول زياتو هېوادونو کې خپور شو. په امريکا کې د نباتاتو د روزنې په برخه کې څو عصري فارمونه شته، چې پيمانه يې لويه ده او ښې پانګونې پکې شوې دي. د دوی توليدات په عمده توګه په عصري سيوپرمارکټونو کې پلورل کېږي. اوس په چين کې د دغه شان فارمونو شمېر ۲۰۰ ته رسېدلی دی. )

۲۱مه پيړۍ د کرنيزو چارو له څلورمې دورې سره برابره ده. د انټرنيټي شبکې، ځيرک ترانسپورټي سيستم، د لويو شمېرو تخنيک او انلاين سوداګري به په کرنيزو چارو کې ستر رول ولوبوي. په دې مناسبت به پر کرنيزو چارو د طبيعي مصيبتونو منفي اغيزې کمې شي او د کرنيزې ځمکې د کمښت له امله رامنځته شوې ستونزې به هم ليرې شي. ډاکټر لي يوان وايي،

( په عصری فارم کې د سبزيو کيفيت او روغتيايي مواد خوندي ساتل کېږي. له دې لارې په سختو طبيعي شرايطو کې د خلکو خوراکي اړتياوې پوره کېدای شي. دغه شان فارم زياتو خاورو او اوبو ته اړتيا نه لري، زموږ په فارم کې د اوبو د کارولو اندازه د دوديزو کرنيزو چارو په پرتله پنځه سلنه ډېره ده. زموږ ټولې اوبه په سيستم کې په پر له پسې توګه کارول کېږي. غذايي مواد هم لري. داسې مواد ښه کارول کېږی. )

د بېجينګ د جنګ هنګ يوان جن په نوم عصري فارم کې ليدل کېږي چې د دغه فارم د روزنې خونې پراخوالی يوازې ۵۰۰ متره مربع دی، خو د سبزيو د روزنې چوکاټونو عمومي پراخوالی يې ۱۲۰۰ متره مربع ته رسېږي. په دې فارم کې د سلاد سبزيو، د مسالو سبزيو او د ګلانو په شمول کابو ۳۰ ډولونه نباتات روزل کېږي.

که څه هم د کرنيزو چارو د څلورمې دورې په موده کې د عصري فارم د تخنيک خپرېدا او پرمختګ لا هم له ځېنو ستونزو سره مخامخ دي، مثلأ، عصري او عالي ساينسي او تخنيک شرايطو ته اړتيا لري او د فارم د جوړولو لګښت يې لوړ دی، او داسې نور. خو عصري فارم او ځيرک کرنيز ساينس او تخنيک د کرنيزو چارو د پرمختګ لوری دی. د کرنيز ساينس او تخنيک د پرمختګ په رڼا کې به د خلکو ژوند لا ښه شي.

Previous Post

ولسمشر غني: د جګړې ډول بدل شوی، په وسلو نه ګټل کېږي

Next Post

څنګه کولای شی یو ښه همکار و اوسئ؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
څنګه کولای شی یو ښه همکار و اوسئ؟

څنګه کولای شی یو ښه همکار و اوسئ؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پر دوام ټینګار کړی

قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پر دوام ټینګار کړی

دسمبر 8, 2025
په غزني کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی

په غزني کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی

دسمبر 9, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved