چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د کرونا نوې بڼې راپيدا کېدل او د واکسين په تطبيق کې د سرعت اړتيا

سيدالرحمن سالار

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د کرونا نوې بڼې راپيدا کېدل او د واکسين په تطبيق کې د سرعت اړتيا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د برېټانيا حکومت د ډسمبر په ۱۴مه خبر ورکړ چې په هېواد کې يې د کرونا ويروس بڼه بدله شوې او دوی اوس د دغه بدلون د څرنګوالي په اړه پر څېړنو لګيا دي.

د اروپايي ټولنې په شمول ډېری هېوادونو له برېټانيا سره پروازونه او تګ راتګ ځنډولي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

بل پلو روغتياپوهانو ويلي چې تر اوسه داسې شواهد نشته چې د کرونا ويروس نوی ډول دې تر پخواني ډېر وژونکی وي او يا  واکسين ورباندې اغيزه نه لري، خو د پخواني په پرتله يې د خپرېدو قدرت اويا سلنه زيات دی او دې کار حکومت او پوهان وارخطا کړي.

طب پوهان  اوس دې پايلې ته رسېدلي چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره يوازينۍ او معقوله لار واکسين دی. په هالنډ کې مېشت مشهور  افغان ډاکټر، اسدالله ژرفين حبيبي وايي د کرونا ويروس د کنټرول او مخنيوي لپاره له واکسين پرته بل هېڅ انتخاب نشته.

نوموړي پر خپله فيسبوک‌پاڼه  په خپره شوې ويډيو کې  افغانانو ته په خطاب کې په نړۍ کې د کرونا ويروس د نوې بڼې را پيدا کېدو په اړه  ويلي، چې د بشر په واک کې لا هم د دغه ويروس په اړه دقيق معلومات نشته؛ ځکه په دې برخه کې وخت په وخت بدلونونه رامنځ ته کېږي، خو د هغه په خبره، د ويروس نوی ډول د پخواني په پرتله ډېر قوي او د سرايت قدرت يې ډېر زيات دی چې په سپټمبر کې په انګلستان او د ډسمبر په لومړيو کې په هالنډ کې هم تشخيص شوی.

په ورته وخت کې د کرونا ويروس ضد واکسين جوړوونکو هم خپلې هڅې چټکې کړې، په انګلستان او امريکا سربېره، اوس چين هم ويلي چې تر اوسه يې له يو ميليون ډېرو کسانو ته واکسين تطبيق کړی او هېڅ منفي اغيزه نه ده رامنځ ته شوې.

د چين د واکسين جوړولو ځانګړي ټيم مسوول څوی ګانګ د ډسمبر په ۱۹مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ، چې تر اوسه له يو ميليون ډېرو کسانو ته واکسين تطبيق شوی او منفي عوارض نه دي رامنځ ته شوي.

نوموړي ويلي چې اوس په چين کې د واکسين د سرتاسري تطبيق چارې پيل شوې او په لومړي پړاو کې به هغو کسانو ته تطبيق شي، چې لومړيتوب لري او ورپسې به د واکسين د توليد اندازې په زياتېدو سره به ټولو خلکو ته تطبيق شي.

خو په ياد خبر کې راغلي چې خلک بايد د واکسين له تطبيق وروسته هم طبي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د طب پوهانو په وينا، تر اوسه د هېڅ واکسين سل سلنه اغېزه نه ده ثابته شوې.

بل خوا د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم د ډسمبر په ۱۸مه د يوې غونډې پر مهال وويل، چې هېواد به يې د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې نړيوالې همکارۍ وهڅوي .

د هند روغتيا وزارت هم تمه ښودلې چې په جنورۍ کې به د کوويډ- ۱۹ ضد واکسين د تطبيق کمپاين پيل کړي.

ايران هم ويلي چې په کور دننه يې د واکسين جوړولو کارونه چټک کړي او اوس د کلينيکي ازموينې لومړي پړاو  ته داخل شوي.

د يادونې وړ ده چې په عربي متحده اماراتو، بحرين، پاکستان، برازيل او ځینو نورو هېوادونو کې هم د چيني شرکتونو لخوا د واکسين توليد چارې روانې دي، چې په ځينو هېوادونو کې نهايي مرحلې ته رسېدلې.

افغانستان کې که څه هم حکومت د واکسين جوړولو لپاره اقدام نه دی کړی، خو د حکيم الکوزي په نوم يوه افغان آن تېر کال د کرونا ويروس ضد واکسين او درملو د جوړېدو ادعا وکړه.

که څه هم افغان حکومت د نوموړي واکسين او درمل رد کړل، خو ياد حکيم لا هم د پلازمېنې په شمول په ډېری  ولايتونو کې خپله جوړ شوی واکسين او درمل ويشي.

اوس عمومي اندېښنه دا ده چې ښايي کلونه وخت ته  اړتيا وي چې واکسين د نړۍ ټولو وګړو ته ورسېږي.

دې ته په پام سره چې په نړۍ کې څه باندې اووه ميليارده انسانان ژوند کوي، په داسې حال کې چې که د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د توليد شوي واکسين کچې ته پام وکړو، نو ښکاره ده چې د واکسين اندازه نسبت د ټولې نړۍ د انسانو شمېر ته ډېره کمه ده.

د رسنيو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کوويډ- ۱۹ ضد شاوخوا شل واکسينونه د کلينيکي ازموينې درېيم پړاو ته رسېدلي چې شپږ يې يوازې د چين دي.

خو د چين د واکسين جوړولو ټيم مشر څو ورځې وړاندې وويل چې د روان ميلادي کال تر پايه به دوی شپږ سوه ميليونه دوزه واکسين توليد کړي، په داسې حال کې چې د ياد هېواد يوازې خپل نفوس ۱۴سوه ميليونو تنو څخه زيات دی.

همدا ډول طبيعي ده چې د واکسين هر توليدوونکی هېواد به خپلو خلکو ته لومړيتوب ورکوي، چې په دې صورت کې به د افغانستان په شان مخ پروده يا وورسته پاتې هېوادونو برخليک څه کېږي؟

يونيسف د نوامبر په ۲۳مه اعلان وکړ چې د افغانستان او يمن په شان هېوادونو ته به دوه ميليارده دوزه واکسين برابر کړي، دا خبره پر خپل ځای د خوښۍ وړ ده او افغان حکومت بايد په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي او يونيسف دې قانع کړي چې څومره کېدای شي افغانستان ته پوره واکسين ورکړي، ځکه له واکسين پرته بله لار نشته او هسې نه چې خدای مه کړه بيا د نړۍ هېوادونه د افغانانو پرمخ خپلې دروازې وتړي.

 

 

Previous Post

تندر قول اردو: لوګر کې مو د طالبانو دوې بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي

Next Post

د چاودنو او وژنو پر مټ یو منفي بدلون ته زمینه برابرول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
څلور زره جوړېدونکې ښوونځي، یو مهم ګام او یوه جدي اندېښنه

د چاودنو او وژنو پر مټ یو منفي بدلون ته زمینه برابرول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ناټو: له افغان پوځ سره د همکارۍ نوی باب پرانیزو

ناټو: له افغان پوځ سره د همکارۍ نوی باب پرانیزو

جون 10, 2021
مکسيکو کې پر یوه زندان د برید له امله ۱۴ کسان وژل شوي دي

مکسيکو کې پر یوه زندان د برید له امله ۱۴ کسان وژل شوي دي

جنوري 2, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved