چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د کرونا واکسین کول څومره اړین دي؟

ډاکټر محمد شریف پوپل (MBBS, M.S, PhD)

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 12, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د کرونا واکسین کول څومره اړین دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د واکسین په اړه څېړنو موندلې، چې تر اوسه په نړۍ کې واکسین یوازینی هغه څیز دی، چې د ډېرو انسانانو ژوند یې ژغورلی دی. واکسین په اصل کې د باکتریاوو او یا ویروسونو له کمزورو ډولونو څخه جوړ شوي مواد دي، چې په تطبیق سره یې د انسان د بدن دفاعي سیستم فعالیږي او په بدن کې د ناروغیو ضد انټي باډي جوړوي.

د لومړي ځل لپاره په ۱۷مه پېړۍ کې له واکسین څخه چینایانو  کار واخیست او د اتلسمې پېړۍ په پای کې د انګرېز ساینسپوه او طبیب ایډوارډ جینیر په واسطه لوېدیځ ته ولېږدول شو.

اوسمهال په بېلابېلو طریقو واکسین جوړیږي او په نړۍ کې له شاوخوا ۲۶۰ ډوله واکسینو استفاده کیږي. دا چې ولې نن سبا د پخوا په پرتله واکسین ژر جوړیږي، یوه داسې پوښتنه ده، چې ښایي له ډېرو هېوادوالو سره وي.

دا چې واکسین څومره ګټې لري، دا یو ډېر لوی بحث دی، خو د نړیوال روغتیایي سازمان د احصایو مطابق، واکسین په نړۍ کې هر کال په اوسط ډول لس میلیون انسانان له مرګه ژغوري او د ډېرو انټي بیوټیک د استعمالولو مخه نیسي. دغه راز که چېرې پر واکسین یو ډالر مصرف کړو، نو په حقیقت کې به د ۴۴ ډالرو د سپما سبب شي او د دغو ټولو باوجود د واکسین له امله اوس په نړۍ کې د ماشومانو مړینه کمه شوې او په لویانو کې د عمر د اوږدوالي سبب شوی دی.

یو بل بحث چې ولې ځینې خلک واکسین نه خوښوي، ډېر علتونه لري. تر ټولو مهم علت یې د مذهبي او سیاسي کړیو لخوا په ناپوهۍ سره د داسې افواهاتو خپرول دي، چې ثابتولای یې هم نشي او پر ځای یې خپلو ټولنو ته نور درمل او لارې چارې هم ښودلای نشي.

اوس ولې ژر واکسین تیاریږي؟

د واکسینونو د ژر تیارېدو دوه سببونه دي. لومړی دا چې د جنیتیک علم ډېر پرمختګ کړی او د هر وایروس او باکټریا جنیتیکي جوړښت په اسانۍ سره تشخیص کیږي او دویم دا چې د پخوا په نسبت مصنوعي ځیرکتیا یا (Artificial Intelligence) هم د واکسین جوړول ډېر چټک کړي دي.

د واکسین په اړه ډېرې څیړنې شوې او لا هم روانې دي. د واکسین او درملو جوړولو کمپنیو کوښښ دا دی، چې په لنډ وخت کې داسې واکسینونه جوړ کړي، څو په یو ځای او یوه پیچکارۍ کې تطبیق شي. په دې کار سره به د وخت سپما شوې وي، ناروغان به هم له څو ځله ستنو وهلو نه په یو ځل فارغ او په یو ځل به د ډېرو ناروغیو مخه ونیول شي.

د کوویډ- ۱۹ واکسین او اوسنۍ نړۍ

اوسمهال د کوویډ- ۱۹ یا کرونا ویروس په خپرېدو سره نړۍ له ډېرو روغتیایي او اقتصادي ستونزو سره مخ ده، خو دا ځل د جنیټیک علم د پرمختګ او مصنوعي ځرکتیا په برکت د کرونا په مقابل کې شاوخوا ۱۶ډوله واکسینونه په ډېرې چټکۍ سره جوړ شول، چې اووه ډوله یې عملاً اوس استعمالیږي او پاتې نور به په راتلونکو څو اونیو کې مارکیټ ته راووځي.

دا چې دا واکسینونه څومره د اعتبار وړ او څومره خوندي دي، دا په اصل کې د هر هیواد په طبي ټولنې، چې خپل معیارونه لري او د هغو مطابق د واکسین استعمال ته اجازه ورکوي، تړاو لري.

د کرونا اوسني واکسینونه چې تر اوسه یې چا ته کوم جدي خطر هم نه دی پېښ کړی، د دې وبا د کنټرول لپاره تر ټولو غوره وسیله ده. همدا دلیل دی چې ډېرو هېوادونو یې د تطبیق لپاره اجازه ورکړې ده.

د ځینو خلکو دا استدلال چې وایي په کرونا واکسین کې داسې مواد استعمال شوي، چې انسان ته په اوږدمهال کې روغتیایي زیانونه اړوي، د اوس لپاره ځکه بې اساسه او د اعتبار وړ نه دی، چې دا واکسینونه اوس جوړ شوي او د اوږدمهاله زیانونو اټکل یې بیخي له وړاندې ادعا ده. د اوس لپاره دا یوه خالي ادعا ده ،چې ساینسپوهان یې په هیڅ صورت نه تاییدوي.

ولې ډېر واکسینونه جوړ شول؟

اوس پر دې بحث کوو چې ولې په یو وخت کې د یو ویروس په مقابل کې دومره ډېر واکسینونه جوړ شول؟ علت یې دا دی چې اوس د نړۍ نفوس نږدې ۸ زره میلیونه دی او د دومره لوی نفوس لپاره د درملو جوړولو یوه کمپنۍ نه شي کولای په دومره زیات تعداد واکسین جوړ کړي، چې د ټولې نړۍ د  ټول نفوس لپاره بسنه وکړي. بل سبب یې دا دی چې اوس هره کمپنۍ هڅه کوي، چې ځان د طب په ډګر کې تر خپلو سیالو شرکتونو پیاوړی وښیي او ثابته کړي چې نړۍ ته ښه درمل وړاندې کولای شي. دا په حقیقت کې د دوی مالي ګټې هم خوندي کوي.

تر دې مهاله په نړۍ کې د کرونا ۲۵ میلیونه واکسینونه تطبیق شوي، چې تر ټولو زیات یې په چین او متحده ایالاتو کې تزریق شوي دي.

اوسمهال د طبي ټولنو هدایت دا دی، چې واکسین یوازې هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې عمرونه یې ۱۸ کلن او یا تر دې لوړ وي. د شکرې، زړه، او اعصابو ناروغانو لپاره دا واکسینونه د اوس لپاره خوندي دي، خو یوازې ماشومان، حامله ښځې او د سرطان ناروغانو ته باید دا واکسین ور نه کړل شي، ځکه وخت ته اړتیا ده څو په دې برخه کې نورې څېړنې هم وشي. د اوس لپاره د سر درد، د بدن درد او د ستنې وهلو په وخت کې لږ درد د کرونا واکسین جانبي عوارض بلل شوي دي.

د کرونا واکسین په اړه یوه نړیواله څېړنه ښیي، چې د چین هیواد د اوسیدونکو نظر د واکسین په اړه، د نړۍ تر ټولو هیوادونو ډېر مثبت دی او ۸۰ سلنه وګړو یې د کرونا واکسین د منلو هوډ کړی دی. په برېټانیا کې بیا ۷۹ سلنه وګړو او په متحده ایالاتو کې ۶۹ سلنه خلکو د کرونا واکسین اخیستلو ته زړه ښه کړی دی. د فرانسې هیواد یوازې ۴۰ سلنه وګړو د کرونا واکسین لګولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

پر کرونا اخته ناروغان واکسین کولای شي؟

د اوس لپاره د کرونا ناروغانو ته دغه واکسین نه ورکول کیږی، یانې که چېرې د کوم چا د کرونا ټیسټ مثبت وي، نو باید په امریکا کې د ټیسټ له ورځې څخه بیا تر ۹۰ ورځو پورې انتظار شي او په برېټانیا کې بیا ۲۸ ورځې وروسته، څو د واکسین وړ وګرځي؛ خو دا شرایط شاید وروسته تغییر وکړي، ځکه لا هم ساینسپوهان په دې اړه یو واضح نظر نه لري.

Previous Post

هره بریا؛ لويې ستونزې ته د ننوتو بیلېټ اخیستل دي

Next Post

ولسمشر غني په نیمروز کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ولسمشر غني په نیمروز کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه

ولسمشر غني په نیمروز کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Is Craps Illegal In Australia

سپتمبر 8, 2025
روان کال څه باندې ۳ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

روان کال څه باندې ۳ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

نوومبر 12, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved