چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د کرونا وبا ضد چيني واکسين خوندي او اغېزناک دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 17, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د کرونا وبا ضد چيني واکسين خوندي او اغېزناک دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا (NPR) راډيو څو ورځې مخکې د يل پوهنتون (Yale University) د عامه روغتيا انسټيټيوټ مرستيال پروفیسور چن شي په حواله خبر ورکړی، چې امريکايي رسنۍ کرونا وبا ضد چيني واکسين په اړه د انګازو رامنځته کوونکي دي او زيات ناسم معلومات خپروي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين په دې وروستيو کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلاره تعدیل کړې او ټولې نړۍ د چين د دغې کړنې هرکلی کړی دی، خو د امريکا ځينو ‌سياستوالو او خبري رسنيو په دې موده کې د کرونا وبا ضد چيني واکسين د بدنامولو لپاره شومې هڅې کړې او غواړي چې له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې د چين کوښښونه او لاسته راوړنې وننګوي او د دې تر څنګ د امريکا د درمل تولیدوونکو تصديو لپاره سوداګريز اعلان کوي

ساينس د چيني واکسين د ارزونې اصل دی. چين په نړۍ کې يوازنی هېواد دی، چې د کرونا وبا ضد واکسين د توليد په برخه کې زياتې تخنيکي طريقې لري. چين تر اوسه د کرونا وبا ضد ۱۳ ډوله واکسينونو ته منظوري ورکړې، چې پکې ۴ تخنيکي لارې شاملې دي‌. له علمي څېړنو او تمريناتو څخه دا تایيد شوې، چې د چين واکسين د کرونا ضد د واکسينونو په اړه د روغتيا نړيوال سازمان له ټاکلي معيار سره سمون لري يانې د نښو نښانو د رامنځته کېدو، سخت وضيعت او مړينې د مخنيوي توان لري.

د هانکانګ پوهنتون د وبايي ناروغيو پوه ګاو بن ان او کاري ډلې يې د کرونا وبا د هغو ۲۰ زرو نمونو څېړنه کړې، چې د ۲۰۲۲م کال په پيل کې په هانکانګ کې ثبت شوې او پیدا کړې یې ده، چې د کرونا وبا له سختو نښو نښانو څخه د ۶۰ کال عمر څخه د ټيټو وګړو د خونديتوب په ساتلو کې چيني واکسين د امريکا د (Pfizer) او (Moderna) تصديو له واکسينونو سره ورته توان لري. نوموړې ډلې دغه څېړنيز راپور د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې په (( لانسيټ – د ساري ناروغيو ساينس)) مجله کې خپور کړی. پروفیسور ګاو بن ان د چيني واکسين په اړه باور ښودلی او ويلي، چې د چيني واکسين د اغېزې په اړه شکونه بې ځايه او بې بنسټه دي.

د ۲۰۲۱م کال په مې کې د برازيل په سيرانا ښار کې د چيني واکسين د اغېزې په اړه خبرونه ډېر ليدل کېدل. په دغو خبرونو کې راغلي، له دې وروسته، چې ځايي اوسېدونکي د چين د سينواک ډلې واکسين ورته تزريق شوي، د کرونا وبا له امله د مړو وګړو شمېر، د بستري ناروغانو شمېر او پر کرونا وبا د نويو اخته کسانو شمېر په جلا جلا توګه ٪۹۵، ٪۸۶ او ٪۸۰ ټيټوالی ښيي. (( د وال سټريټ‌ ژورنال )) خبر ورکړی، چې په سيرانا کې دغه ازموينه هغو هېوادونو ته هيله ورکړې، چې له کرونا وبا سره د سختې مبارزې په حال کې دي.

د خونديتوب له لحاظه د چين واکسينونو هم له تمريناتو څخه ازمويل شوي. په چين کې ۹۲ اعشاريه ۹ سلنه وګړو د کرونا وبا ضد بشپړ واکسينونه تزريق کړي او تر ۹۰ سلنې زياتو زړو وګړو د کرونا وبا ضد واکسين تزريق کړي، چې عمر يې له ۶۰ کالو لوړ دی. چين د کرونا وبا ضد واکسين د تطبيق په پلان کې ګډون کړی او څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته د کرونا ضد ۲ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه واکسينونه یې برابر کړي دي. د سربيا ولسمشر الکسندر وچيچ ويلي، چې هېوادوال يې د چيني واکسين په اړه پوره باور لري. د برازيل خلکو د چين د واکسينو له اغېزناکۍ منندوی دي . دغه څرګندونې د نړيوالو خلکو د ګډ غږ څرګندويي کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا وبا ۳ ډوله چيني واکسين د بېړني استعمال په لېست کې شامل کړي. تر سلو زياتو هېوادونو د چيني واکسينونو کارولو ته اجازه ورکړې. د ترکيې، عربي متحده اماراتو او چيلي په شمول د څه باندې ۳۰ هېوادونو مشرانو د کرونا وبا ضد چيني واکسين تزريق کړي. په زياتو هېوادونو کې چيني واکسين ټيټ عمره (ماشومانو) ته يوازنی واکسين دی چې کارول کېږي. نړيوالې ټولنې د خپلو کړنو له لارې چيني‌ واکسين ته اعتبار ورکړی. هېڅ دروغ دغه حقيقت نه شي پټولی او بدلولی.

واکسين د ويروس ضد وسله ده، نه د ځينو امريکايانو سياسي وسيله. که موږ د واکسين ارزونه وکړو، د دغه واکسين اغېزې ته دې وګورو. هغه امريکايي سياستوال، چې له علمي اصولو او حقيقت سترګې پټوي او په مکرر ډول دروغ وايي، بايد د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په برخه کې خپل اقدامات او مسئلې وګوري او د دغې وبا ضد مبارزې لپاره دې رښتيني ګامونه پورته کړي.

Previous Post

اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټنه غنمو مرسته کوي

Next Post

د چین د لومړي وزیر مرستیال لیو هه به په سویس کې د امریکا د مالیې له وزیرې سره خبرې وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چین د لومړي وزیر مرستیال لیو هه به په سویس کې د امریکا د مالیې له وزیرې سره خبرې وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکايي استازي: د ایران پر وړاندې اقدامات باید جدي شي

امریکايي استازي: د ایران پر وړاندې اقدامات باید جدي شي

مې 25, 2022
له پاکستانه څه باندې ۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له پاکستانه څه باندې ۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نوومبر 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ