چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د کندهار “چينايي شفاخانه” د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ سمبول دی

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 29, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د کندهار “چينايي شفاخانه” د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ سمبول دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين او افغانستان ښه ګاونډي هېوادونه دي. له اوږدې مودې راهيسې، چين تل د افغانستان د بنسټيزو تأسيساتو له جوړولو څخه ملاتړ کړی او کوي يې او د کابل پوهتون د چيني ژبې د تعليمي ودانۍ او د چينايي شفاخانې په شمول د ځينو بنسټیزو تأسیساتو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې او دغه راز له  افغانانو سره يې بشري مرستې هم کړې او کوي يې چې له دې کبله د چین او افغانستان ترمنځ دوستي لاټينګه شوې ده.

د کندهار ولايت د افغانستان په جنوب کې ډېر مهم دی او په دې سیمه کې يو ځانګړی روغتون شتون لري چې اصلي نوم يې ميرويس حوزوي روغتون دی او د دې ښار په شمال لويديځ کې پروت دی. دغه روغتون د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې د چين د فقد صدراعظم جو ان لای تر منظورۍ لاندې د چين له خوا جوړ شوی و. دغه روغتون له اوږدې مودې راهيسې د کندهاري اوسېدونکو او د افغانستان د جنوبي سیمو د خلکو لپاره طبي خدمتونه کوي او د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ پر یو سمبول بدل شوی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په دې روغتون کې چيني بڼه لرونکې ودانۍ ليدل کيږي، ډېرو ځايي اوسېدونکو د دغه روغتون په خپل نوم نه یادوي، بلکې د چينايي شفاخانې په نوم يې پېژني.

۶۳ کلن سپين ږيري عبدالاحمد په خوشحالۍ سره د سينهوا اژانس له خبريال سره  د دغه روغتون په اړه د مرکې په ترڅ کې داسې وويل: “روغ جوړ شوم او په دې روغتون کې د درملنې پر اغيزې خوښ يم او اوس کور ته ځم.”

رښتيا ده چې دغه روغتون نه يوازې په کندهار کې بلکې د افغانستان په جنوب کې تر ټولو لوی روغتون هم دی او د کندهار ولايت او شاوخوا ولايتونو د اوو ميلیونو تنو وګړو لپاره طبي خدمتونه برابروي.

په ۱۹۷۵ کال کې ياد روغتون په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د سره صليب د نړيوالې ټولنې د يوې شمېرنې له مخې، په دغه روغتون کې په ۲۰۱۴ کال کې څه باندې دوه لکه او شپېته زره ناروغان درملنه شوې يعنی هره ورځ څه باندې اووه سوه تنه ناروغان درملنه کېږې.

د دې روغتون له جوړېدو راهيسې د چین حکومت په پر له پسې توګه ور سره مرستې کړې دي. په افغانستان کې د چين  پخواني سفير ليو جين سونګ کندهار ته د سفر په موده کې له ياد روغتون څخه ځانګړې ليدنه وکړه او ويې ويل: “د چين روغتون” لکه چې په صحرا کې یوه له شنو ونو څخه ډکه سيمه، په کندهار کې پروت دی او هم د سولې سمبول دی.  د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې د ورڼو په شان دي او تل يو له بل څخه ملاتړ کوي او یو د بل پوهاوی کوي. چین به تل له دې روغتون څخه ملاتړ وکړي او هيله لري چې دغه روغتون يوه سوله ييزه کړکۍ وګرځي او هر افغان وګړي په سوله ييز چاپيريال کې ژوند وکړي

د کندهار ولايت د روغتيايي چارو د ادارې مشر عبدالپحرا له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې”چينايي شفاخانه” د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ سمبول دی. په راتلونکې کې به د دې روغتون د بسترونو شمېر زيات شي او د ځايي اوسېدونکو لپاره به لاښه خدمتونه ترسره کړي.

د دې روغتون له کيسې څخه له افغانستان سره د چین د حکومت د بشر دوستۍ نړيواله روحيه ښکاريږي. نن ورځ د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د چین  حکومت هم د دې روحيې په اجرا کولو سره د افغانستان په شمول له ډېرو بهرنيو هېوادونو سره مرستې وکړې. په دې وروستيو کې چين افغانستان ته د کرونا ضد اووه لکه دوزه واکسین سپارلي او په فعاله توګه يې د کرونا وبا پر وړاندې د افغانستان په شمول له بهرنیو هېوادونو سره همکارۍ کړې او کوي يې. باور لرو چې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په پياوړتيا سره خپل منځي دوستي لا ټينګه شي.

Previous Post

د اړیکو تر عادي کولو وروسته؛ د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اماراتو ته روان دی

Next Post

روانه میاشت؛ بلوچستان کې لس پاکستاني عسکر وژل شوي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
روانه میاشت؛ بلوچستان کې لس پاکستاني عسکر وژل شوي دي

روانه میاشت؛ بلوچستان کې لس پاکستاني عسکر وژل شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د فضايي او هوايي چلند پرمختللي توليدات

د فضايي او هوايي چلند پرمختللي توليدات

نوومبر 11, 2022
روغتیا وزارت: تېرو دوو ورځو کې د کرونا ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

سپتمبر 27, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved