چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد د چين جوړ شوي واکسينونه د پرمختيايي هېوادونو د خونديتوب کلک دفاعي ديوال جوړوي

لیکنه: غوټۍ؛ د چین ميډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 16, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد د چين جوړ شوي واکسينونه د پرمختيايي هېوادونو د خونديتوب کلک دفاعي ديوال جوړوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په ټوله نړۍ کې د کوويډ ـ۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد واکسين څېړل او تطبيقېدل د نړيوال خونديتوب او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د اعاده کېدو لپاره کليدي اهميت لري. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۰م کال په مې مياشت کې د روغتيا د ۷۳مې دورې نړيوالې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د چين لخوا د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد واکسين تر څيړلو او تولیدولو وروسته به دغه واکسين د عامه نړيوال توليد په توګه وکارول شي او چين به په پرمختيايي هېوادونو کې د دغه واکسين د کارولو لپاره خدمت وکړي.
د هسپانيا EFE اژانس څو ورځې مخکې خبر ورکړ، چې د چين د سينوفارم (SINOPHARM)، سينواک (SINOVACE) او کانسينو (Cansino) په شمول دريو شرکتونو لخوا توليد شوي واکسينونه د افريقا، جنوب ختيځې اسيا او لاتيني امريکا په ځېنو هېوادونو کې کارول شوي، د دې ترڅنګ د اروپا په صربیا او هنګري کې هم د چين واکسين د تطبيقېدو په حال کې دی. په يادو سيمو او هېوادونو کې د چين واکسين له تطبيقېدو څخه څرګندېږي، چې چين د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
د مارچ په ۱۱مه نېټه د چين دوه ملي غونډې په بېجينګ کې پای ته ورسېدې. په دغو غونډو کې د چين ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵م کال پورې د هېواد د پرمختګ لايحه طرحه شوه. د کرونا وبا د خپرېدو پر وړاندې، په راتلونکي کې د واکسين په برخه کې د چين او نړيوالو ترمنځ همکارۍ د چيني او بهرنيو خبريالانو د پاملرنې وړ ټکی دی. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د واکسين له نېشنلزم او د واکسين د نړيوالو همکاريو له سياسي کېدو سره مخالفت کوي.
نوموړي په دغه ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې چين په دې ټينګار کوي، چې واکسين بايد عامه توليد وګرځي او هر څوک بايد ورته لاسرسی ولري، نو ځکه يې چين ژمنه کړې، چې د چين واکسين له څېړلو او توليدولو وروسته به د نړيوال عامه توليد په توګه وکارول شي، په تېره بيا چين به په پرمختيايي هېوادونو کې د واکسين د کارولو انډول د لوړتیا لپاره هڅې وکړي. چين د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد واکسين د تطبيقېدو په باب د روغتيا نړيوال سازمان په پلان کې ګډون کړی او تر ټولو لومړی به د پرمختيايي هېوادونو د اړتياوو د پوره کولو لپاره لس ميليونه ډوزه واکسينونه برابر کړي. دغه راز، چين له ۶۹ پرمختيايي هېوادونو سره د واکسين مرسته کوي او ۴۳ هېوادونو ته واکسين صادروي. چين د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره سم په بېلا بېلو هېوادونو کې سوله ساتي کارکوونکو ته واکسين وړاندې کوي. چين به د اولمپيک له نړيوالې کميټې سره هم همکارۍ وکړي او په اولمپيک لوبو کې ګډون کوونکو لوبغاړو ته به واکسين برابر کړي.
وزير وانګ يي وويل، چې چين هيله لري، چې ټول توان لرونکي هېوادونه پرمختيايي هېوادونو ته واکسينونه برابر کړي، څو په بېلا بېلو هېوادونو کې خلک د واکسين اسانتیاوې تر لاسه کړي. د چين واکسين به د کرونا وبا ضد مبارزه کې د ټولې نړۍ د برياليتوب باور پياوړی کړي.
بېلا بېلې خواوې د واکسين د تطبيقېدو په بهير کې د واکسين خونديتوب او کيفيت په پام کې نيسي. د بېجينګ ښار د های ديان روغتون د ماشومانو څانګې مرستياله هه لان د واکسين کولو په بهير کې د پاملرنې وړ ټکيو او تدبيرونو د يادونې په وخت کې وويل،
( عموماً، عام وګړي بايد تر واکسين کولو مخکې ښه دمه ولري، بايد سباناری وکړي او په مړه ګېډه واکسین وکړي. تر واکسين کولو وروسته بايد زياتې اوبه وڅښي او تر ۲۴ ساعتونو پورې ځان ونه مينځي. هغه کسان چې حساسيت لري، د ينې او بډوډو پر ناروغيو اخته دي، د وينې فشار ناروغۍ او د شکرې ناورغۍ په شمول ناروغي ولري او ښه يې کنترول کړې نه وي او يا د بدن دفاعي سيستم يې پر ناروغۍ اخته وي، واکسين نه شي کولای. دغه راز، هغه کسان چې تبه ولري، پر انفلونزا اخته وي، اسهال وې او هغه ښځې چې اميدوارې وي او يا ماشوم ته شيدې ورکوي، دغه واکسين نشي کولی او له ياد حالاتو پرته واکسين کولی شي. )
چين اوس د واکسين د څېړلو او توليدولو په برخه کې له څه باندې ۱۰ هېوادونو سره همکاري کوي او د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او سيمو کابو سل زره دوطلبانو په دې بهير کې ګډون کړی دی. د چين د واکسين خونديتوب او کيفيت د لا زياتو هېوادونو لخوا منل شوی دی. د بېجينګ ښار د های ديان د ناروغۍ د وقايي او کنترول مرکز مدير جيانګ چو وويل، ( د چين لخوا توليد شوي واکسينونه د ويروس د غيرفعال کېدو واکسين Whole virus inactivated vaccine دی او دغه شان واکسين په بريتانيا او جنوبي افريقا کې د کوويډ -۱۹ پيدا شوي نوي ویروس په شمول د کوويډ ـ۱۹ د هر ډول ويروس پر وړاندې ښه دفاعي رول لري. د څېړنو له مخې، د دغو واکسينونو د رول لوبولو موده تر شپږو مياشتو دوام کوي. د ويروس د غیر فعال کېدو واکسين او د محدود ويرال ويکتور واکسين Restricted viral vector vaccine د رول لوبولو موده هم همداسې ده. دغه راز، دغه واکسين د خلکو د خونديتوب ساتنې انډول اتیا سلنې ته رسېږي او له سختو حالاتو څخه يې د کسانو د ساتنې انډول سل سلنې ته رسېدلی شي. )
د امريکا د اسوشيېټيډ پريس اژانس د خبر له مخې، په نړۍ کې د چين په شان د واکسين د توليدولو په برخه کې قوي توان لرونکي هېوادونه زيات نه دي. د چين واکسين انتخاب د هغو هېوادونو لپاره د اوسنيو ستونزو د ليرې کولو يوازينې لار ده، کوم چې تر اوسه واکسين نه لري. څو ورځې مخکې، په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د افغانستان د عامې روغتيا وزير سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې چين به له افغانستان سره د ۴ لکو ډوزو واکسينونو مرسته وکړي. دا د چين او افغانستان ترمنځ د عنعنوي ښه دوستۍ نښه او د چين او افغانستان ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ ګام دی.

Previous Post

ګڼو اروپايي هېوادونو د استرازینکا واکسینو وېش درولی دی

Next Post

پر پاشدان بند برید؛ راپورونه وايي چې وسله والو درې سرتېري وژلي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
پر پاشدان بند برید؛ راپورونه وايي چې وسله والو درې سرتېري وژلي دي

پر پاشدان بند برید؛ راپورونه وايي چې وسله والو درې سرتېري وژلي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایف اې او: روانه اونۍ به د هیواد په سوېل‌ختیځو سیمو کې سېلابونه را ووځي

ایف اې او: روانه اونۍ به د هیواد په سوېل‌ختیځو سیمو کې سېلابونه را ووځي

جولای 1, 2025

1 000 A Month On Online Gambling

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved