چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د یوې پیاوړې او خارق العاده ورځې د پیلولو لپاره مثبتې جملې

ژباړه: صفي الله پادشاه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د یوې پیاوړې او خارق العاده ورځې د پیلولو لپاره مثبتې جملې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په ژوند کې هر کار، هره لاسته‌راوړنه او هر پرمختګ ځینو هڅوونکو او ملاتړو عواملو ته اړتیا لري. د دې لپاره چې وکولای شو خپله ورځ په انګېزه، مثبت فکر او هڅوونکو عادتونو سره پیل کړو، لازمه ده څو لاندې جملې هر سهار له ځان سره تکرار کړو، پر بنسټ یې عمل وکړو او په ترڅ کې یې بریالی، موخه لرونکی او مثبت ژوند ولرو.

د یوې پياوړې او خارق العاده ورځې د پیل کولو لپاره یادې پنځوس جملې په لاندې ډول دي:

  1. زه د غوره او مثبت تصمیم نیولو پوهه لرم.
  2. زه پر یوه غوره ورځ باندې د نن ورځې د بدلولو لپاره ټول د اړتیا وړ څه له ځان سره لرم.
  3. زه تل پر ځان بسیا او پياوړی یم، او تل به همداسې وم.
  4. زه د ارزښت وړ یم ا‌‌‌‌و پر ځان باور مې د لا زیاتېدو په حال کې دی.
  5. زه د خپل ځان او ژوند په هکله هر ډول منفي احساس له ځانه لرې کوم او ټولې ښېګڼې په ورین تندي منم.
  6. زه د تل لپاره یوازې غوره شرایط جذب کوم او په خپل ژوند کې تر ټولو غوره مثبت خلک له ځان سره لرم.
  7. زه ګټونکی یم، زه حاضر یم چې لاس پکار شم او د خپلې وېرې پر وړاندې ودرېږم.
  8. زه له نامحدود ځواک څخه برخمن یم.
  9. زه یو پیاوړی نوښتګر یم، زه د خپلې خوښې ژوند جوړوم او خوند ترې اخلم.
  10. زه هره ورځ د څارلو او الګو اخیستلو لپاره حیرانوونکي مسیرونه پیدا کوم.
  11. زه پر خپلو وړتیاوو باور لرم او تل په هوښ او عقل سره تصمیم نیسم.
  12. زه پر خپلو موخو باندې تمرکز کوم او خپلې چارې په پوره لېوالتیا سره پر مخ وړم.
  13. زه، ان تر فشار لاندې هم په ښه توګه کار کوم او تل له انګېزې څخه برخمن یم.
  14. زه په خپل ټول وس او توان سره ژوند کوم.
  15. زه موخې ته دې رسېدو لپاره ټول هغه څه چې ورته اړتیا ده، له ځان سره لرم.
  16. زه د خوښې وړ ټولو بریاوو او خوشاله ژوند ته د رسېدو لپاره پوره ځواک لرم.
  17. زه کولای شم ټول هغه منفي او پخواني باورونه چې زما د بریا مخه نیسي، له ځانه لرې کړم.
  18. نړۍ زما د مسلکي کېدو او پرمختګ لپاره له بې پایه فرصتونو څخه ډکه ده.
  19. شاوخوا مې پر هغو مثبتو او ملاتړو کسانو احاطه شوې ده، چې پر ما باور لري او غواړي زما بریا له نږدې وګوري.
  20. زه روښانه فکر لرم او د بریالي کېدو لپاره تل نوې لارې لټوم.
  21. کله چې زه له نوو ستونزو سره مخ کېږم، د آرامۍ، پر ځان باور او پیاوړتیا احساس کوم.
  22. زه خپلې هرې موخې ته له رسېدو سره سم خپله بریا په خوښیو او مننې کولو لمانځم.
  23. ما پرېکړه کړې څو مثبت فکر وکړم او د ځان لپاره یو په زړه پورې او مثبت ژوند جوړ کړم.
  24. زه ډېر منندوی یم چې ژوند مې له خوښیو او بریاوو ډک دی.
  25. زه هېڅکله له ماتې سره نه مخ کېږم، ځکه هره رامنځته کېدونکې پېښه زما له لا پياوړي کېدو او پر ځان باور سره مرسته کوي.
  26. زه لېواله یم څو د تل لپاره غوره او بریالی و اوسم.
  27. زه په خپل ژوند کې د مثبت بدلون د رامنځته کولو وړتیا لرم.
  28. زه د ارزښت وړ یم او پر ځان باور مې د لا زیاتېدو په حال کې دی.
  29. نور کسان زما د پر ځان باور له امله ماته د یوه رهبر په سترګه ګوري.
  30. هره ورځ به لا ډېر پر ځان باور، ځواک او بریالیتوب تر لاسه کړم.
  31. د ډاډ او ځواک احساس، زما د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.
  32. زه په خپل هر کار کې پر ځان باور، نوښت او ژمنتیا لرم.
  33. زه د ارزښت وړ یم او له نننۍ نړۍ سره به د ارزښت وړ مرستې وکړم.
  34. زه په دوامداره توګه خپل ځان د ژوند په هغو اړخونو کې چې نېکمرغي، ازادي او موخه له ځان سره لري، زده کړې او پرمختګ ته هڅوم.
  35. زه هر سهار د یوې نوې او له په زړه پورې فرصتونو څخه ډکې ورځې د پیل کولو لپاره له خوبه را ويښېږم.
  36. زه خوښ او ازاد یم، ځکه زه په خپله هڅې کوم او هېڅکله د بل چا پر هڅو او بریا تکیه نه کوم.
  37. زه هغه پیاوړی شخص یم چې د خپل ځان لپاره بریالیتوب او نېکمرغي جذبوي.
  38. زما ژوند د پرمختګ لپاره د فرصتونو یوه ټولګه ده، ځکه هېڅکله له نوښت څخه لاس نه اخلم.
  39. له انرژۍ ډک او لېواله یم، او پر ځان باور زما دویم طبیعت دی.
  40. زه پر خپل ځان باندې د باور لرلو په وسیله نورو ته ور زده کوم څو پر ما باور ولري.
  41. زما کړنې قصدي دي او ما خپلو موخو ته رسوي.
  42. زه پر سفر باندې باور درلودل زده کوم.
  43. ذهن مې پر ځان باندې له شک کولو څخه په بشپړه توګه پاک دی او زه چمتو یم څو هره ستونزه مې چې مخې ته راځي، په ورین تندي یې ومنم.
  44. زما شاوخوا پر هغو کسانو احاطه شوې ده چې ما دې ته اړ باسي څو تر ټولو غوره او فوق العاده و اوسم.
  45. زه د ارزښت وړ او فوق العاده نظریات لرم.
  46. هره هغه ستونزه او خنډ چې زه ورسره مخ کېږم، په حقیقت کې زما د پرمختګ او بریا لپاره یو فرصت دی.
  47. زه د خپل ژوند د ودانۍ نجار یم، د دغې ودانۍ اسکلېټ په مثبت فکر او منځپانګه یې په مثبت عمل باندې جوړوم.
  48. له ستونزو سره د مخ کېدو لپاره زما وړتیا بې پایه او د بریالیتوب لپاره مې پوټانشیل انرژي نا محدوده ده.
  49. نن ورځ زه خپل پخواني عادتونه له ځانه لرې کوم او پر ځای یې نوي او مثبت عادتونه خپلوم.
  50. زه پر خپل ځان باور لرم او د نورو له منفي نظرونو څخه د خپل ځان پر ګټه مثبته انرژي تر لاسه کوم.

هر سهار دغو مثبتو تاکیدي جملو ته غوږ ونیسئ، څو مو د ژوند پرمختګ او لاسته‌راوړنې سل برابره شي. هره ورځ باید ستاسو لپاره یوه له لاسته‌راوړنو ډکه او فوق العاده ورځ وي. هیله‌من یم چې هره ورځ مو له انرژۍ او خوښۍ ډکه وي.

 

Previous Post

څېرې خپرونه| ممنون مقصودي

Next Post

له روانو جګړو وروسته به سوله ارزښت ونه لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
په ښارونو کې جګړه؛ د چا پر ضد ده؟

له روانو جګړو وروسته به سوله ارزښت ونه لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د هانکانګ استازو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د هانکانګ په اړه معلومات وړاندې کړل

جون 26, 2022
مالیې وزارت: د نړیوال او اسیا پراختیايي بانکونو پورونه ورکوو

مالیې وزارت: د نړیوال او اسیا پراختیايي بانکونو پورونه ورکوو

جنوري 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved