چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ۱۹ مې دورې آسیايي لوبې د چین په هانګ جو ښار کې پيل شوې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 24, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د ۱۹ مې دورې آسیايي لوبې د چین په هانګ جو ښار کې پيل شوې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۱۹ مې دورې آسیايي لوبې د سپتمبر د ۲۳مې نيټې په ماښام د چين په ختيځ د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې پيل شوې. د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د دې لوبو د پرانیستې په مراسمو کې په ګډون سره د يادو لوبو پيل اعلان کړ.

د څای چي او دينګ شيو شيانګ په شمول د چين او د اسیا د نورو هېوادونو مشرانو او مېلمنو په دې مراسمو کې هم ګډون کړی و.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د هانګ جو اولمپیک مرکز د دغه ښار د چيان تانګ سيند پر غاړه موقعیت لري او بڼه يې د ګل په څېر ده. د اسيا لوبو مشال په درېیم ځل په چين کې بل شوی دی.

د ماښام په اوو بجو او ۵۸ دقيقو د چين د دولت رئيس شي جين پینګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د اسيا د اولمپيک شورا له سرپرست رئيس سينغ او د اولمپيک نړیوالې کمیټې له رئيس باچ سره د روسټرم په لور روان شول او حاضرو کسانو ته يې لاسونه پورته کړل.

د همدې ورځې په اتو بجو او ۹ دقيقتو د ۴۵ هېوادونو او سيمو راغلي سپورټي پلاوي د (( زموږ اسیا)) سندرې په غږېدو سره په وار سره ياد مرکز ته داخل شوي او د حاضرو کسانو له خوا يې تود هرکلی شوی دی.

د چین ۱۳۲۹ کسیز پلاوی تر ټولو وروسته  لوبغالي ته ننووت چې ۸۸۶ تنه يې لوبغاړي دي او په ۳۸ لویو او ۴۰۷ کوچنیو سياليو کې به ولوبیږي.

د هانګ جو اسيايي لوبو د تشکيلاتي کميټې رئيس او د جه جيانګ ولايت والي وانګ هاو د لوبو د پرانيستنې مراسمو ته په وينا کې د دې کميټې او د جه جیاګ ولایت د ۶۵ مليونو اوسېدونکو په استازيتوب د اسيا له بېلا بېلو هېوادونو او سیمو څخه د راغلو لوبغاړو او مېلمنو تود هر کلی کړی او هېله يې ښودلې، چې هغوی ميډالونه تر لاسه کړي او خپل خوبونه رښتيا کړي او د نورو هېوادونو له لوبغاړو سره دوستي لا ټینګه کړي، تر څو له دې ښار څخه ليدنه نه هېرېدونکې وي.

د هانګ جو اسيايي لوبو د تشکيلاتي کمیټې رئیس او د چين د اولمپيک کميټې رئيس ګاو جي دان په خپلو خبرو کې ويلي: د رئيس شي جين پینګ او د چین د حکومت تر مشرۍ لاندې د اسیا لوبو په زړه پورې ميله او غونډه به ژر پرانيستل شي. راځئ چې د اولمپیک روحيه وهڅوو، په اسیا کې نوی سپورټي ريکارډ جوړ کړو او د اسيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هلې ځلې وکړو.

د اسيا د اولمپيک شورا سرپرست رئیس سينغ په خپلو خبرو کې وويل: د چين حکومت، د چين د اولمپيک کمیټې، د جه جيانګ ولايت حکومت، د هانګ جو ښاروالۍ، د اسيایي لوبو تشکيلاتي کمیټې، د دې ښار اوسېدونکو او د دې لوبو د چمتووالي لپاره ټولو کارکوونکو ته خپل خورا صادقانه درناوی وړاندې کړ او د دې لوبو د چمتوالي کارونه يې وستايل. هغه باور وښود، چې په يادو لوبو کې هر ګډون کوونکی له دې ښار څخه نه هېرېدونکې خاطره ولري.

د همدې شپې په نهو بجو او ۱۶دقيقو د خوشحالۍ وړ وخت رارسېدلی دی. د چين د دولت رئیس شي جين پینګ په هانګ جو ښار کې د دې لوبو د پيل اعلان وکړ.

تر هغه وروسته د عمده مشعل د بلولو مراسم پيل شول. دغه مقدس اور د همدې ولايت د ليانګ جو لرغوني ښار په کنډوالو کې راټول شوی او د سپتمبر له اتمې نيټې څخه د دې ولايت په بېلا بېلو ځايونو کې ليږدول شوی او په پای کې د دې مرکز سپورټي ميدان ته رسیدلی دی. دا د پاملرنې وړ ده چې وروستي مشعل وړونکي وانګ شون له ډيجيټلي مشعل وړونکي سره یو ځای دغه مقدس اور بل کړی دی.

د دې مراسمو په پای کې د اسیايي لوبو موضوعي سندره داسې وغږول شوه: موږ يو ګډ کور لرو او زړونه مو سره يو شوی او مينه مو هم زياته شوې ده. موږ ټول په اسیا کې اوسيږو. ياد مراسم د دې موضوعي سندرې په غږېدو سره پای ته ورسېدل او ټولو لوبغاړو د خوښۍ احساس درلود.

د خبر له مخې په دې مراسمو کې د کمبوديا پاچا نورودوم سيهاموني، د سوريې د ولسمشر بشارالاسد، د کويټ وليعهد مشعل الاحمد او د نیپال صدراعظم پرچاندا په شمول د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو او استازو او زرګونو نندارچيانو ګډون کړی و.

Previous Post

خیرخواه: پاکستان دې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي

Next Post

خوست کې د کرنې او مالدارۍ د ۱۱ پروژو چارې بشپړې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
خوست کې د کرنې او مالدارۍ د ۱۱ پروژو چارې بشپړې شوې

خوست کې د کرنې او مالدارۍ د ۱۱ پروژو چارې بشپړې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسوشټېډ پرېس: د ناټو او امریکايي ځواکونو افغان همکاران له ګواښونو سره مخ دي

اسوشټېډ پرېس: د ناټو او امریکايي ځواکونو افغان همکاران له ګواښونو سره مخ دي

مې 18, 2021

د سږکال حج مراسمو کې تر ۱۳۰۰ زیات حاجیان مړه شوي

جون 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ