د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون د سپورټي خدمتي چارو فورم د سپتمبر په دوهمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.. په دې فورم کې ګډونوال د سپورټي خدمتونو د مضمونونو د ټاکنې، د چين د سپورټي صنعت د پرمختګ، د نړیوالو سپورټي سرچينو د پيوستون په اړه غږېدلي دي.
د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ په نندارتون کې د سپورټي مضمون برخه ۱۳ زره او ۲۰۰ متره مربع پيمانه لري، چې پکې د سپورټي لګښت، ځيرک سپورټ او د خلکو د ورزش په شمول بېلابېلې برخې شته، موخه يې دا ده چې د سپورټي خدمتي سوداګرۍ په برخه کې همکارۍ او د نړیوالو سپورټي صنايعو ترمنځ د تبادلې پول جوړ کړي.

بریتانيا د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ د سږني نندارتون عمده مېلمه هېواد دی. په چين کې د بريتانيا د سوداګرۍ مرستیال ډيپلومات سوهايل شايخ ويلي، چې د چين د بېجينګ، شانګهای، شن جن او چنګ دو په شمول په لويو ښارونو کې سپورټي اساسي تاسيسات ډېر بشپړ دي او هيله يې ښودلې، چې په راتلونکي کې چين او بريتانيا نور زياتې همکارۍ او تبادلې وکړي.












