سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home سیمه

د CMG مشر: موږ باید د کرونا وبا ضد مبارزې په اړه همکارۍ پياوړې کړو او خدمتونه تر سره کړو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 24, 2020
in سیمه, ليکنې او تحلیلونه, نړۍ
0
د CMG مشر: موږ باید د کرونا وبا ضد مبارزې په اړه همکارۍ پياوړې کړو او خدمتونه تر سره کړو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د ميډيا ګروپ(CMG)تر چوکاټ لاندې د چين د ټلويزيون نړيوال شرکت له خوا جوړ شوی د ورېښمو لار په نوم د ټلويزيوني رسنيو د نړيوالې همکارۍ سازمان د ۲۰۲۰ کال په اپريل کې د نړيوالې همکارۍ په پياوړتيا سره د ورېښمو د روغتيايي لارې د ګډې ابادۍ تر سرليک لاندې د فکري مرکزونو تر منځ يو فعاليت ترتيب کړ. په ياد نړيوال سازمان کې د ايتاليا، جاپان، ارجنتاين، امريکا او چين په شمول د فکري مرکزونو کارپوهانو او زيات شمېر کورنيو او بهرنيو شخصيتونو پکې ګډون وکړ او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د روحيې په هڅولو او د همکارۍ په پياوړتيا سره د کرونا وبا ضد مبارزه کې خپل هوښياري ملاتړ برابر کړي.

د چين د ميډيا ګروپ (CMG) مشر شن های شيونګ دغه فعليات ته يو پيغام واستاوه او له نړيوالو رسنيو څخه يې غوښتنه کړې چې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي، په خپلو رپوټونو کې واقعيتيونه بيان کړي، د عامو افکارو سمه لارښوونه وکړي او د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې ته خپل خدمتونه وړاندې کړي.

You might also like

عراقچي: د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې

پاکستان کې د واورې ښویېدنې له امله لس غره ختونکي مړه شوي

پاکستان؛ د موسمي بارانونو له امله د مړو شمېر ۱۲۶ ته رسېدلی دی

 ښاغلي شن های شيونګ په خپل پيغام کې څرګنده کړه چې د ۲۰۲۰ کال له پيل راهيسې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې چټکه خپره شوې ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې اړه ويلي چې انسانان يو له بل سره ګډ برخليک لري او د ستر بحران پر وړاندې هېڅ يو هېواد په يوازې توګه مقابله نشي کولای. همکاري او ګډې هڅې په دې برخه کې يوازنۍ سمه لار ده. ويروس د ټولو انسانانو پر وړاندې ګډه ننګونه ده چې يوازې په ګډو هڅو او متقابلو مرستو سره ماتې ورکول کېدای شي. چين د دغې وبا له خپرېدو راهيسې لومړی اقتصاد ګرځېدلی چې خپله اقتصادي وده يې اعاده کړې. چين د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره نژدې همکارۍ کړې، په ګډه يې اوسنۍ ستونزې ليرې کړې او د وبا ضد نړيواله مبارزه کې يې د خپلې هوښيارۍ او منطق په وړاندې کولو سره د يو لوی هېواد په توګه خپله ښه څېره څرګنده کړې ده.

د چين ميډيا ګروپ د مختلفو خواوو د هوښيارۍ او ځواکونو د راغونډولو لپاره د روان کال په اپريل کې د نړيوالې همکارۍ په پياوړتيا سره د ورېښمو د روغتيايي لارې د ګډې ابادۍ تر سرليک لاندې د فکري مرکزونو يو ګډ فعاليت ترتيب کړ. په ياد نړيوال سازمان کې د ايتاليا، جاپان، ارجنتاين، امريکا او چين په شمول د فکري مرکزونو کارپوهانو او زيات شمېر کورنيو او بهرنيو شخصيتونو پکې مثبت ګډون وکړ، ټولنې ته يې علمي او مناسبې نظريې خپرې کړې، عامو خلکو ته يې د همکارۍ او ملاتړ پيغام واستاوه، په ګډه سره يې د نړيوالې کتنې په نوم د CGTN يو ځانګړی ويډيويي پروګرام ثبت کړ. دوی په دغه پروګرام کې د عامې روغتيا له نړيوالې پېښې سره د ګډې مقابلې په اړه خپل وړانديزونه وکړل او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د روحيې په هڅولو او د همکارۍ په پياوړتيا سره د کرونا وبا ضد مبارزه کې خپله هوښياري او ملاتړ برابر کړي. د دغه پروګرام تر خپرېدو وروسته په څه دپاسه ۱۷۰ هېوادونو او سيمو کې د کابو ۱۰۰ ميليونو کتنونکو په منځ کې زيات غبرګونونه رامنځته شوي دي. موږ په خوشحالۍ سره وليدل چې اوس مخ په زياتېدونکي نړيوال کارپوهان او شخصيتونه د نړيوالې همغږۍ او همکارۍ لپاره د يوې ښې لايحې په پيدا کولو بوخت دي.

د چين ميډيا ګروپ د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې تل په پرانيستې او مسؤلانه رويې سره په لومړي وخت کې ټولې نړۍ ته د واقعيتونو او رښتينوالي راپورتاژ کړی او په اغېزمنه او موثره توګه يې د چين په دننه او بهر کې د عامو افکارو لارښوونه کړې ده. موږ په لومړي وخت کې د بيړني ميکانيزم په فعالېدو سره د کرونا وبا د هغه وخت مرکز هو بۍ ولايت ته ۲۱۶ کسيزه کاري ډله ولېږله او زموږ ۵۵۰۰ تنه همکارانو په اړوندو کارونو کې ګډون کړی دی. د روان کال د جولای مياشت تر پايه پورې مو ۸۸۰ زره رپوټونه جوړ کړي، ۳۴۶ ميليارډه تنو کتونکو ته مو وړاندې کړي او څه دپاسه ۲۲۰۰ خبري رسنيو په خپلو بېلو ډګرونو کې زموږ اړوند پروګرامونه خپاره کړي دي.

له دغې مودې راهيسې زياتو هېوادونو او خلکو چين ته وړيا مرستې برابرې کړې چې د دغو هېوادونو تفاهم، ملاتړ او باور مو احساس کړی دی. د روان کال د جنورۍ له پای څخه د مارچ تر پيل پورې د ۱۰۴ نړيوالو رسنيو د همدردۍ پيغامونه رارسېدلي او د مارچ له پيل څخه د جون تر پايه پورې مو ۱۱۲ نړيوالو رسنيو او ۳۲ تنو بهرنيو سفيرانو ته د همدردۍ پيغامونه استولي دي. د دې تر څنګ د ورېښمو په نوم د ټلويزيوني رسنيو د نړيوالې همکارۍ سازمان سکريتريت د دغه سازمان ۴۰ غړو او نړيوالو همکارانو ته د کرونا وبا ضد توکو بسپنې ورکړې او په ګډه سره يې د ګډ برخليک او متقابلې مرستې تر سرليک لاندې يوه لڼده ويډيو جوړه کړه چې زياتې ستاينې يې تر لاسه کړې دي.

د ورېښمو لار په نوم د ټلويزيوني رسنيو د نړيوالې همکارۍ سازمان د کرونا وبا د خپرېدو په سر کې په چټکۍ سره د رسنيو د نړيوالې همکارۍ بيړنی ميکانيزم پيل وکړ او په عمده توګه يې په اسيا او ارام سمندر کې د راډيوګانو ټولنې او د عربي هېوادونو راډيوګانو ټولنې په شمول له زياتو نړيوالو رسنيو سره نژدې همکارۍ کړې دي.

Previous Post

ولسمشر غني د م.م عمومي اسمبلې ته: له سترو خنډونو سره مخ یو، خو سوله مو لومړیتوب دی

Next Post

د ازبکستان ولسمشر: ملګري ملتونه دې د افغانستان له پرمختګ سره همکاري وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

عراقچي: د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې
سیمه

عراقچي: د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
پاکستان کې د واورې ښویېدنې له امله لس غره ختونکي مړه شوي
سیمه

پاکستان کې د واورې ښویېدنې له امله لس غره ختونکي مړه شوي

by Spogmai Radio
اگست 2, 2026
پاکستان؛ د موسمي بارانونو له امله د مړو شمېر ۱۲۶ ته رسېدلی دی
سیمه

پاکستان؛ د موسمي بارانونو له امله د مړو شمېر ۱۲۶ ته رسېدلی دی

by Spogmai Radio
اگست 2, 2026
پاکستان؛ لاهور کې د کور چت پرېوتو پېښه کې اته کسان مړه شوي
سیمه

پاکستان؛ لاهور کې د کور چت پرېوتو پېښه کې اته کسان مړه شوي

by Spogmai Radio
جولای 30, 2026
ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
Next Post
د ازبکستان ولسمشر: ملګري ملتونه دې د افغانستان له پرمختګ سره همکاري وکړي

د ازبکستان ولسمشر: ملګري ملتونه دې د افغانستان له پرمختګ سره همکاري وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرکټ؛ اسټرالیا له انګلستانه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

کرکټ؛ اسټرالیا له انګلستانه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

سپتمبر 30, 2024
متقي: افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته نوي پړاو ته داخل شوی

متقي: افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته نوي پړاو ته داخل شوی

مې 2, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved