د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له ایرانه غوښتي چې خپل ټول اټومي مسوولیتونه پوره کړي. هغه پرون د اتریش په پلازمېنې ویانا کې وویل چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه د لا روڼتیا په برخه کې خپلې ژمنې نهدي پوره کړي. د جرمني د خبري اژانس د خبر له مخې، د مارچ په میاشت کې په تهران کې د ګروسي او د دغې ادارې مشرتابه په رسمي ډول هوکړه وکړه چې، د اټومي تاسیساتو د څارنې او د پخوانیو پټو اټومي مرکزونو په اړه څېړنې زیاتې کړي. ګروسي د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي په یوه غونډه کې وویل، له هغه وخت راهیسې د هغه څه یوه برخه چې دوی یې وړاندوینه کړې وه، عملي شوي دي.











