سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

راځئ! واکسين عامه توليد وګرځوو

ليکنه: فرشته؛ د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 27, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
راځئ! واکسين عامه توليد وګرځوو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روغتيا ۷۴مه نړيواله غونډه د مۍ په ۲۴مه نېټه په انلاين بڼه پرانيستل شوه، چې څو ورځې به دوام وکړي. د دغې غونډې عمده موضوع د کرونا وبا ضد مبارزې په برخه کې د کاري تجربو په تمرکز ورټوله ده او د دغې مبارزې د ژر پای ته رسېدو، د يوې پرمختللې او خوندي نړۍ د جوړولو او د راتلونکې احتمالي وبا پر وړاندې د مقابلې د تياري په اړه به پکې بحثونه وشي.

د روغتيا نړيوال سازمان خبر ورکړی، چې کرونا وبا ټولو هيوادونو، په تېره بيا کمزورو او وروسته پاتې هېوادونو ته سخت او ستر زيانونه رسولي دي. د اړوندو شمېرو له مخې، له تېر کال راهيسې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۰ ځله او له دې امله د مړه شويو کسانو شمېر ۱۱ ځله تر رسمي شمېرو زيات  ښودل شوی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

اوس مهال تر ټولو بيړنۍ مسئله دا ده، چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د واکسين نابرابر ويش پای ته ورسيږي، که پاملرنه ورته ونشي، ښايي کرونا وبا لا سخته شي او د ټولې نړۍ بيا سمسورتيا ته به سخت ګواښ ورسوي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر تيدروس ادهانوم په يوې خبري ناستې کې وويل، چې د کوويډـ۱۹ د واکسين د نابرابر ويش له امله به دغه وبا لا سخته شي او دوام به پيدا کړي. که واکسين په مساويانه او برابره توګه وويشل شي، نو په نړۍ کې د واکسين اوسنۍ اندازه  ټولو طبي کارکوونکو او پاخه عمر لرونکو ته کافي ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په ۲۱مه نېټه د روغتيا په  نړيوالې سرمشريزې غونډې کې وويل، چې د ډېرو هېوادونو لپاره د کرونا ضد واکسين د ويش نابرابري د پاملرنې وړ مسئله ګرځېدلې ده، نو بايد د واکسين نيشنليزم له تګلارې څخه لاس واخيستل شي، تر څو پرمختيايي هېوادونه ترې لا زياتې ګټې واخلي. لوی هېوادونه بايد خپل مسئوليت ادا کړي او اړينو پرمختيايي هېوادونو ته دې لازيات واکسين برابر کړي.

چين د تېر کال په مۍ مياشت کې اعلان وکړ، چې د کوويډـ۱۹ ضد واکسين به په ټوله نړۍ کې عامه توليد وګرځوي. دغه هيواد تر اوسه پورې څه دپاسه اتياوو پرمختيايي هېوادونو ته د کوويډـ۱۹ ضد واکسين برابر کړی او څه د پاسه پنځوسو هېوادونو ته يې ياد واکسين صادر کړی دی. د روغتيا نړيوال سازمان څه موده مخکې د چين سينو فارم واکسين د بيړنيو حالاتو د استفادې لېست کې شامل کړ، له دې مالوميږي، چې د چين واکسين د ټولې نړۍ لپاره دی او د نړيوالو په خدمت کې دی.

د سنېګال، يوګانډا، مصر، مکسيکو او نايجر په شمول د يو شمېر هېوادونو استازو د روغتيا په ۷۴مه نړيواله غونډه کې د کرونا وبا ضد واکسين په پار له چين څخه مننه وکړه.

 د سنېګل استازي وويل، چې دغه هېواد د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د واکسين بهير په لومړي ګام کې خپلو خلکو ته د چين واکسين تزريق کړ.

 د يوګانډا استازي د نړۍ له ټولو علمي کارپوهانو څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې دوی شپه او ورځ زيار ګاللی او د کوويډـ۱۹ ضد واکسين يې جوړ کړی دی. نوموړي له چين څخه هم مننه وکړه، چې د کوويډ ـ۱۹ ويروس د ډي اېن اې شکل يې پر وخت له نړيوالې ټولنې سره شريک کړ او واکسين هم په چټکۍ جوړ شو.

کله چې کرونا وبا په نړۍ کې په خورېدو شوه، د امريکا حکومت د ملي دفاع د واک د قانون له مخې د واکسين کمپنۍ مجبورې کړې، چې لومړی په خپل هيواد کې دننه قراردونه وکړي.

 د کرونا وبا ضد هغه واکسين چې په امريکا کې توليدېږي، نسبتاً سل په سلو کې د امريکايانو لپاره دی. د ځينو اروګانونو او خبري رسنيو د شمېرنې له مخې، تر اوسه پورې امريکا شاوخوا دوه ميليارډه او شپږ سوه ميليونه دوزه واکسين اخيستی، چې دغه شمېر د نړۍ يوه په څلورمه برخه نيسي او د دغه هيواد له تقاضا څخه زيات دی.

امريکا څو سوه ميليونه دوزه واکسين په ګدام کې ساتلی او تر اوسه يې نه دی کارولی، چې له امله يې په شتمنو هېوادونو کې د دغه واکسين د ډېرې زېرمې او په بې وزلو هېوادونو کې د واکسين د نه شتوالي حالت رامنځته شوی دی.

د امريکا تر ټولو سخته کړنه دا ده، چې نورو هېوادونو ته د دغه واکسين د توليد د اومو موادو د صادراتو مخنيوی کوي او د کرونا وبا ضد په نړيوالو همکاريو کې يې زيات خنډونه جوړ کړي دي.

د هند د واکسين تر ټولو لويې توليدوونکې کمپنۍ اجراييوي مشر ادار پوناوالا پر ټولنيزې رسنۍ د يو پوسټ له لارې د امريکا له ولسمشر جوبايډن څخه وغوښتل، چې د اومو موادو پر صادراتو بنديز لغوه کړي، څو د واکسين توليدي اندازه لوړه شي.

د امريکا حکومت د پر له پسې زياتو نړيوالو فشارونو په ترڅ کې يوه اعلاميه خپره کړه، چې له مخې يې دغه هيواد به د واکسين د توليدي اومو موادو په شمول ځيني طبي توکي هند ته وليږي. د هند انټرنيټ کاروونکي د امريکا د ناوخته غبرګون په اړه ډېر ناخوښ دي، ځکه د دغه هيواد صادراتي بنديز هند زيانمن کړی او د امريکا حکومت په ځنډ اړوند کارونه ترسره کړي، چې د همدردۍ څرک پکې نه ليدل کيږي.

امريکا د بشري حقوقو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې هميشه لاسوهنه کوي، خو د کرونا وبا د سختې خپرېدو په حالت کې يوازې خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکوي. نړۍ اوس له دغه هېواد څخه غوښتنه لري، چې خپل مسؤليت پر غاړه واخلي، خو دغه هيواد له خپل مسؤليت څخه پښې سپکې کړې دي.

Previous Post

د امریکا د کانګریس غړی: د افغانستان په اړه اندېښنې لرو، خو تر اوسه ځواب شوې نه دي

Next Post

ولسمشر غني: د امریکا تر وتلو وروسته؛ د همکاریو د بڼې له بدلون پرته هیڅ هم تغیر نه کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ولسمشر غني: د امریکا تر وتلو وروسته؛ د همکاریو د بڼې له بدلون پرته هیڅ هم تغیر نه کوي

ولسمشر غني: د امریکا تر وتلو وروسته؛ د همکاریو د بڼې له بدلون پرته هیڅ هم تغیر نه کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی

امریکا د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی

سپتمبر 1, 2020
بدخشان کې د ۲۲ کوچنیو کرنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

بدخشان کې د ۲۲ کوچنیو کرنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

دسمبر 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved