د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي، دوی لیواله نه دي چې له خپلو پولو بهر پوځي عملیات ترسره کړي. بلاول بوټو دا څرګندونې د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د ترکیې له انادولو اژانس سره په یوه مرکه کې کړې دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني ځواکونو د وسله والو بریدونو زیاتوالي پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی. پاکستان وایي دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې د دوی پر ضد تنظیمیږي، او د افغانستان په خاوره کې یې د پاکستاني ط البانو یا ټي ټي پي د پټنځایونو په نښه کولو خبرداری ورکړی دی. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي، دوی له پولو بهر جګړې سره لیوالتیا نه لري. بلاول بوټو دا هم ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د ترهګرو ډلو هر ډول فعالیت بند کړي او له هغوی سره په هره کچه د کېدونکي ملاتړ مخه ونیسي. د افغانستان سرپرست حکومت پخپله خاوره کې د پاکستانیو ط البانو شتون او فعالیتونه رد کړي دي.












