چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

زرغون لېږد ته د چين ژمنتيا هيلې لا ډېرې کړې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 21, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

روانه اونۍ د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا ځينې لارښودونه خپاره کړل څو په مهمو اقتصادي او ټولنيزو پراختيايي برخو کې له چاپېريال سره د لا ډېرې منطبقې ټولنې رامنځته کېدل چټک کړي. لارښودونو د صنعت او انرژۍ په سکټورونو کې د کاربن د کمولو او د لا ډير زرغون توليد د اسانچارۍ لپاره ځانګړي اهداف ټاکلي دي. دغه راز یې د ټرانسپورټ سکټور زرغونول او په دغه سکټور کې د کاربن د توليد کمول هم د مهمې موخې په توګه ټاکلي دي.

تر ۲۰۳۰ کال پورې د کاربن د توليد د کچې د نهايي کولو او تر ۲۰۶۰ کال پورې د دې توکي د توليد د صفر کولو په تړاو د بيجينګ پلان د مقاوم او پايدار اقتصادي ماډل د رامنځته کولو پر لور مهم ګام دی. دا پلان د نړيوالو چاپېريالي سياستونو د بدلون او د نورو ملتونو لپاره د يوې بېلګې د رامنځته کېدو باالقوه محرک هم دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په چين کې د انرژۍ مصرف په پراخه کچه د زرغونې انرژۍ پر توليد متمرکز دی. د دغه هېواد د برېښنا د توليد کچه د انرژۍ د ملي ادارې د راپور پر اساس په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۹۲ ميليارده کيلو واټه وه. که څه هم د انرژۍ د مصرف جوړښت لا هم د فوسيلي انرژۍ په ګټه دی او په ۲۰۲۲ کال کې په چين کې له ډبرو سکرو ۵۶.۲ سلنه د اړتيا وړ برېښنا توليد شوې وه؛ خو په ورته مهال د نوې کېدونکې انرژۍ، لکه په اټومي بټيو کې د توليدېدونکې برېښنا کچه ۲۵.۹ سلنه وه. دا ارقام د پايدارې انرژۍ توليد ته بېړنۍ اړتيا په ګوته کوي.

په چين کې د چټکې اقتصادي ودې له کبله انرژۍ ته اړتيا په ډيرېدو ده او د څوارلسم پنځه کلن پلان تر اعلان وروسته  (۲۰۲۱ – ۲۰۲۵) کلونو کې انرژۍ ته اړتيا شل سلنه ډيره شوې ده. د صنعتي کېدو او ښاري کېدو روان بهير ته په کتو ښايي دا اړتيا لا ډيره لوړه شي. بناءً د زرغونې انرژۍ توليداتو ته وده ورکول د دې اړتياوو د پوره کولو يوازينۍ لاره ده.

په وروستيو کلونو کې چين د زرغونې انرژۍ د توليدي ظرفيت لکه د لمريزې او بادي برېښنا پر توليد او د اوبيزو بندونو په جوړولو د پام وړ لګښتونه کړي. دا مهال د چين د ټولې برېښنا په توليد کې د زرغونې انرژۍ ونډه تر فوسيلي انرژۍ ډېره شوې او ۵۰.۹ سلنې ته رسېدلې ده.

د انرژۍ د توليد او وېش تر څنګ پر دې هم سخت کار کولو ته اړتيا ده چې د لږې انرژۍ په لګښت سره د کورنيو ناخالصو توليداتو کچه لوړه شي او دا هر څه په خورا چټکۍ سره واقع کېدونکي دي. د انرژۍ د سپما د نوښتونو په کارولو سره د هر واحد کورني ناخالص عايد پر سر د برېښنا لګښت دا مهال ۲۶ سلنه دی، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۱۲ کال کې ۳۵ سلنه وه.

بيجينګ د برېښنايي موټرو عامول او د موټرو د چارج سټېشنونو پراختيا په لومړيتوب کې راوستي څو په ښاري سيمو کې له ککړتيا سره مبارزه وشي. په چين کې د بشپړو برېښنايي يا نيمه برېښنايي موټرو د پلور کچه په تېره جولای مياشت کې ۸۷۹۰۰۰ عرادو ته ورسېده. د چين د مساپر وړونکو موټرو د ټولنې د احصائيې له مخې چې د اګسټ په اتمه نېټه خپره شوه، په دغه هېواد کې د ټولو پلورل شويو موټرو ۵۰.۸ سلنه برخه برېښنايي موټرو جوړه کړې ده.

په چين کې د فوسيلي موټرو په پرتله د برېښنايي موټرو د پلور د کچې لوړېدل د زرغونې انرژۍ پر لور د اوښتون مهم ګام دی. درې کاله مخکې په چين کې د ټولو پلورل شويو موټرو يوازې اووه سلنه برخه برېښنايي موټرو جوړوله په داسې حال کې چې اوس د ټولو پلورل کېدونکو موټرو تر نيمايي ډيره برخه برېښنايي او نيمه برېښنايي موټر جوړوي. د نوې انرژۍ د موټرو په پلور کې دومره زياتوالی د زرغونې انرژۍ پر لور اوښتون ته د چين ژمنتيا او پر دغه مسير ګړندی تګ ښيي.

په چين کې د برېښنايي موټرو د توليد صنعت د پام وړ پانګونې او عامه ملاتړ له کبله خورا چټکه وده کوي. د بېلګې په توګه، ځينې داسې دولتي سياستونه پلي کيږي چې پر بنسټ یې زاړه موټر پر نويو برېښنايي موټرو بدليږي. پر دې سربېره د برېښنايي موټرو مالکانو او چلوونکو ته په ځينو ځانګړو برخو کې ځانګړي امتيازونه ورکول کيږي چې په پايله کې یې د برېښنايي موټرو د پلور کچه لوړه شوې او ځايي توليدي شرکتونو د پلور ريکارډونه جوړ کړي دي.

چين دايروي اقتصاد ته ژمن دی او په ريسايکل کولو، بيا کارولو او د زايدو توکو پر دفع کولو ټينګار کوي. حکومت دا چاره مثالي کړې چې څرنګه د چاپېريال په ډير لږ اغېزمن کولو سره اقتصادي وده تجربه کېدای شي. په لارښودونو کې د ضايعاتو د مديريت لپاره هم ځانګړي اهداف ټاکل شوي دي. د بېلګې په توګه، لارښودونه تصريح کوي چې د ښاري جامدو کثافاتو څخه د استفادې کچه بايد ۴.۵ ميلياردو ټنو ته ورسيږي او د نويو ابتدايي منابعو د توليد کچه د ۲۰۲۰ کال په پرتله تقريباً ۴۵ سلنه ډيره شي.

له چاپېريال سره د لا ډيرو منطبقو عملياتو مرحلې ته د اوښتون لپاره دا اړينه ده چې پر زرغون مالي ملاتړ تمرکز وشي. نوي خپاره شوي لارښودونه په اقتصادي پلان جوړونه کې د چاپيريالي عواملو د ځای پر ځای کولو پر اهميت ټينګار کوي.  د چاپېريال، ټولنې او حکومتي مېتودونو ځانګړې کارونه پر زرغونې انرژۍ پانګونه تقويه کوي. دا ستراتيژي خلاقانه تفکر ته وده ورکوي او نړيوال مارکېټ ته دا پيغام رسوي چې پايداره عمليات د اقتصادي پرمختګ سبب کيږي.

چين د زرغونو عملياتو مرحلې ته د رسېدو لپاره د پام وړ هڅې کړې او د پايدارې راتلونکې د جوړولو لپاره خپلو ژمنو ته متعهد دی. هيله بښونکې ژمنې، پايداره پانګونې او نوښتګرې ستراتيژۍ یې د چاپېريالي – اقتصادي ودې تر منځ د توازن او د چاپېريال د خونديتابه څرګندونه کوي. په داسې حال کې چې نړۍ چين ته سترګې نيولې، داسې ښکاري چې د دغه هېواد هڅې به د نړيوالې پايدارې اقتصادي ودې، د اقليمي بدلون په برخه کې نړيوال پرمختګ او د ځمکې د کرې د زرغونتيا لپاره مثالي شي.

Previous Post

هند کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي

Next Post

د چين او ويتنام ترمنځ عنعنوي دوستي څنګه نوی حياتي ځواک وښيي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين او ويتنام ترمنځ عنعنوي دوستي څنګه نوی حياتي ځواک وښيي؟

د چين او ويتنام ترمنځ عنعنوي دوستي څنګه نوی حياتي ځواک وښيي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان بانک سبا ۱۵ ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ ميليونه ډالر ليلاموي

مارچ 21, 2023
د اسټرالیا د ۱۹کلنو لوبډلې د نړیوال جام اتلولي وګټله

د اسټرالیا د ۱۹کلنو لوبډلې د نړیوال جام اتلولي وګټله

فبروري 11, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved