سبا دوشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي. ټاکل شوې چې دا کمپاین به کابل، کاپیسا، پروان، تخار، کندوز، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني کې د ګوزڼ د له منځه وړلو په موخه پیل شي. له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ د دې ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې له پنځو کلونو کمعمره ټول ماشومان دې واکسین کړي، تر څو افغانستان کې ګوزڼ په بشپړ له منځه ولاړ شي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا؛ افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونو دي، چې تر اوسه پکې د ماشومانو فلج ناروغي په بشپړ ډول نه ده ختمه شوې.












