چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

سراسري جنوبي هېوادونه د نړيوال اقتصاد په مديريت کې برخه غواړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 25, 2025
in نړیوال خبرونه
0
سراسري جنوبي هېوادونه د نړيوال اقتصاد په مديريت کې برخه غواړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جي شل یا د شلو صنعتي هېوادونو ډلې شلمه سرمشريزه د نومبر په ۲۳مه نېټه د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ ښار کې پای ته ورسېده.

د جي شل سرمشريزه په لومړي ځل افريقا کې ترسره شوه، چې پکې د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو پر چارو تمرکز شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د سږنۍ سرمشریزې عمده موخه د يووالي له لارې د ننګونو پر وړاندې مقابله ښودل شوې ده.

د چين صدراعظم لي چيانګ هم په يادې سرمشريزې کې ګډون او وينا کړې ده. نوموړي ويلي، د جي شل غړي هېوادونه دې د يووالي او همکاريو له لارې د نړيوال اقتصاد بيا احيا او سمسورتيا وهڅوي او د تضادونو او ستونزو پر وړاندې دې مقابله وکړي.

ګډونوالو د سرمشريزې په لومړۍ ورځ يوه ګډه اعلاميه تصويب کړې، چې دا د بېلا بېلو خواوو د يووالي او همکاريو د لا پياوړتيا او د ننګونو پر وړاندې د ګډې مبارزې د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي.

جي شل یا د شلو صنعتي هېوادونو ګروپ يو ميکانيزم دی، چې په ۱۹۹۹م کال کې جوړ شوی او همغه مهال په اسيا کې پولي بحران رامنځته شوی و.

جي شل د څه باندې شلو کلونو په پرمختګ سره د نړیوال اقتصادي مديريت مهم ډګر بلل کېږي. اوسمهال د نړيوال اقتصاد پرمختيايي انجين کمزوری دی او نړۍ له يو اړخيزم او ځاني سوداګرۍ ساتونکو ننګونو سره مخ ده او هم پکې بېلا بېل اقتصادي محدوديتونه او تضادونه مخ په زياتېدو دي.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ په تېر سپتمبر کې د نړيوال مديريت وړانديز کړی او د نړيوال مديريت د ستونزو د لرې کولو لپاره يې چيني لايحه وړاندې کړې ده.

نړۍ په تمه ده، چې جي شل څو اړخيزم پلی او نړيوال مديريت بشپړ کړي او د مختلفو هېوادونو د ګډو پرمختګونو د موندلو لپاره هڅې وکړي.

د جي شل سږنۍ سرمشريزه د افريقا په لویه وچه کې ترسره شوه، چې دا نه يوازې د سراسري جنوب هېوادونو له خوا د نړيوال مديريتي سيسټم د اصلاحاتو د پرمخبېولو د ګډو هيلو ښکاروندويي کوي، بلکې د جي شل د پرمختګ او نړيوال مديريت لپاره يې افريقايي نښه هم ورکړې ده.

يووالی او همکارۍ د انساني پرمختګ کليدي برخه بلل کېږي او همدا د جي شل اصلي موخه ده.

رئیس شي جين پینګ په ۲۰۲۲م کال کې د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د جي شل په سرمشريزې کې دې ته په اشارې وويل، چې يووالی د ځواکونو د راټولو سرچينه ده او بېلتون غوښتونکي لاره نه شي پيدا کولی. تر هغه وروسته، نوموړي په ۲۰۲۴م کال کې د برازيل په ريوديجانيرو کې د جي شل په سرمشريزې کې د مختلفو هېوادونو د ګډو پرمختګونو د پرمخبېولو لپاره وړانديز وکړ او د نړيوال مديريت د بشپړتيا لپاره يې نقشه وټاکله.

د جي شل سرمشريزه افریقا ته داخله شوې او د نړۍ د سراسري جنوب زیاتره هېوادونه د نړيوال مديريت په ميکانيزم کې هم ګډون لري، نو دغه ګروپ څنګه نوی پرمختګ ومومي او څنګه نړيوال اقتصادي پرمختګ پرمخبوځي؟

د چین د نړيوالو اړيکو د څېړنيز انسټيټيوټ او د برېکس او جي شل د مرکز مسؤل شيو في بياو سي اېم جي ته ويلي، چې چين څو اړخيزم پلی کوي او د انرژۍ، غلو دانو او مصنوعي ځيرکتيا په شمول د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو د پاملرنې وړ موضوعاتو په هکله يې يو لړ ژمنې کړي او د متزلزلې نړۍ لپاره يې ثابت عوامل زيات کړي دي، چې له دې څخه د نړيوال اقتصادي مديريت د لارښوونې لپاره د دغه هېواد رښتيني اقدامات ښکاري.

چين د جي شل د یوه مهم غړي او هم د پرمختيايي هېواد په توګه تل د افريقا اوازونه اورېدلي او د دغې لويې وچې هېوادونو سره اړيکو ته يې په درنه سترګه کتلي او هم يې له کړنو ملاتړ کړی دی.

چين په سږنۍ سرمشريزې کې پر دې ټينګار کړی چې د شلو هېوادونو ګروپ بايد پر څو اړخيزم ټينګار ولري او د نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په شمول د نړيوالو ارګانونو د اصلاحاتو د پرمخبېولو لپاره باید هڅې وکړي. چين

 په ورته وخت کې دا وړانديز هم کړی، چې د جي شل غړي هېوادونه دې د مصنوعي ځيرکتيا پراخې چارې او اغېزمن مديريت پرمخبوځي، په کليدي کانونو کې دې د ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځي همکاريو او د دغو کانونو د سوله يیزې کارونې لپاره هڅې وکړي او د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو د پرمختګ او د خلکو د ښه ژوند لپاره دې پياوړی ملاتړ برابر کړي. دغه اقدامات به په اړوندو برخو کې مديريتي اصول بشپړ کړي او د پرمختيايي هېوادونو ګټې به وساتي او هر تن به له لاسته راوړنو برخمن شي.

Previous Post

شي جين پينګ د چين او روسيې د انرژۍ اووم سوداګريز فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

Next Post

لي جای مېونګ: د کوريا د دواړو خواوو ترمنځ خبرې باید بیا پیل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
لي جای مېونګ: د کوريا د دواړو خواوو ترمنځ خبرې باید بیا پیل شي

لي جای مېونګ: د کوريا د دواړو خواوو ترمنځ خبرې باید بیا پیل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب کندز ته تللی

د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب کندز ته تللی

جنوري 24, 2022
د اقلیمي بدلون منفي اغېزو افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ کړی

د اقلیمي بدلون منفي اغېزو افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ کړی

نوومبر 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ