د روسیې دفاع وزارت وایي د دې هېواد د دفاع وزیر سرګي شویګو پرون د ناټو د څو هېوادونو د دفاع وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین په اړه خبرې کړې دي. د دغه وزارت په وینا، سرګي شویګو او د فرانسې د دفاع وزیر سبستاین لیکورنو د اوکراین پر وضعیت، چې د لا زیاتې بې کنټروله کېدو په لور روان دی، خبرې کړې دي. همدارنګه د روسیې د دفاع وزارت وویل چې شویګو له خپل ترکي سیال هولوسي اکار او د انګلستان د دفاع وزیر بن والس سره هم خبرې وکړې. په دریو واړو ټلیفوني خبرو کې، شویګو د اوکراین له خوا د یو ناوړه بم په کارولو سره د احتمالي پارونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.












