چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

سل ورځنۍ ګډوډۍ امریکا ته خبرداری ورکړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 1, 2025
in نړیوال خبرونه
0
سل ورځنۍ ګډوډۍ امریکا ته خبرداری ورکړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اپریل په ۲۹مه نېټه د ټرمپ پر حکومت سل ورځې واوښتې، خو نوموړی په کوردننه او بهر له پراخو مخالفتونو سره مخ شوی دی.

د امریکا د یوې رسنۍ د سروې ۵۵ سلنه ګډونوالو د دغه هېواد د اوسنۍ دورې حکومت له تګلارو سره مخالفت کړی او دغه شمېر له تېرو ۸۰ کلونو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ټرمپ حکومت یوازې په سلو ورځو کې ولې دومره ستونزې راپورته کړي؟

د امريکا اوسني حکومت د ګڼو کارکوونکو د کمښت پلان پلی کړی، د کډوالو د شړلو پرېکړه یې کړې، د علمي څېړنو پانګې یې ډېرې کمې کړي، د ټولو هېوادونو او په تېره بیا د خپلو ملګرو هېوادونو پر وړاندې یې هم اضافي تعرفې لګولي او ډ‌ېرې نورې داسې کړنې یې ترسره کړي، چې په کوردننه د خپلو خلکو او هم د نړيوالو غوسه یې راپارولې ده.

 د ټرمپ د حکومت دغو تګلارو د امریکا خلکو او اقتصاد ته ډېر زیانونه رسولي دي. د “طبیعت” مجلې یوه څېړنه ښيي، چې نږدې ۷۵ سلنه امریکايي کارپوهان د هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د امریکا يوه مشهور خبريال فرید ذکريا ویلي، چې په تېرو سلو ورځو کې د امریکا سل کلن علمي بنسټ ته سخت زيانونه اوښتې دي. د ټرمپ حکومت فکر کوي، چې د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د لوړو تعرفو په پلي کولو  سره به خپلې تولیدي چارې بیا پياوړې او د روزګار فرصتونه به زیات کړي، خو د خپلو اقتصادي ستونزو ناسمه ارزونه او د اقتصادي اصولو انحراف یې د دغه هېواد پر اقتصادي بازار او ټولنې بد سیوری غوړولی او د خلکو اندېښنې یې راپورته کړي او ستونزې يې لا پسې زیاتې کړې دي.

د امریکا (Business Insider) ویلي، چې امريکا د اقتصادي سیسټم، عرضې ځنځیر او کارګرو په برخو کې د تولیدي چارو د بیا پیاوړې کېدو لپاره ښه شرایط نه لري او له موټرو څخه تر ایپل موبایفون پورې ډېری تولیدات يې پر نړیوال تولیدي سیسټم اتکا لري او د واشنګټن د لوړو تعرفو تګلاره يوازې ” ځان ته زیان رسول” عمل دی.

 د امريکا د ميچيګان پوهنتون راپور ښيي، چې په روان اپريل کې د امريکايي مشتريانو د باور شاخص له مسلسلو څلور میاشتو راهیسې په ټيټېدو دی او د ۲۰۲۲م کال له جون راهيسې ډېرې ټيټې کچې ته رسېدلی.

د امريکا د ماليې پخواني وزير هينري ساميرس خبرداری ورکړی، که د ټرمپ د لوړو تعرفې تګلاره دوام ولري، نو د امریکا د اقتصادي کمزورتیا اندازه ښايي له ۶۰ سلنې زیاته شي او د پیسو پړسوب سږنۍ اندازه به یې ۳،۵ یا ۴ سلنې ته لوړه شي. د نړیوال وجهي صندوق په يوه راپور کې ويل شوي، چې سږ کال به د امریکا د اقتصادي زیاتوالي سرعت یوازې ۱،۸ سلنه وي.

د نړۍ ګڼو هېوادونو له تېرو سلو ورځو راهیسې د امریکا د تعرفو د زورواکۍ پر وړاندې کلک مقاومت کوي. چین لومړی هېواد دی، چې د ټرمپ د تعرفو پر وړاندې يې د مقابلې اقدامات پیل کړي، چې نه یوازې د خپلو قانوني حقونو ساتنه يې کړې، بلکې د نړیوال سوداګریز سیسټم او نړیوال عدالت ساتنه یې هم کړې ده.

د برېکس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته څو ورځې مخکې په برازیل کې ترسره شوه او د څواړخیزم د ملاتړ، د نړیوال سوداګریز سیسټم د ساتنې او د یو اړخیزې زورواکۍ پر وړاندې د مقاومت “برېکس غږ” یې پورته کړی دی. حتی د امریکا متحدین هم په دې پوه شوي، که واشنګټن ته تسلیم شي، نو ډېر زيانونه به وګالي.

 اروپايي ټولنې د امریکې پر وړاندې د تعرفو ځوابي اقداماتو لومړی پړاو تصویب کړی دی. د جاپان لومړي وزیر ایشیبا شيګېر هم ويلي، چې د تعرفو تړون په بدل کې به هيڅ ګذشت ونه کړي.

لنډه دا چې، د امریکا سل ورځنۍ ګډوډي د دې ښکارندويي کوي، چې نړيوال د چا تسلط نه مني او د اقتصاد نړیوال کېدو تمایل به بدل نه شي. ورخلاصون او د ګډو ګټو پر اساس همکارۍ د نړیوالو انتخاب دی.

Previous Post

د چين د کارګرو ټولنو سراسري فدراسیون د جوړېدو د سل کلنۍ او غوره کارکوونکو ستاينغونډه تر سره شوه

Next Post

میدان وردګو کې یوه روغتون ودانۍ جوړه شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
میدان وردګو کې یوه روغتون ودانۍ جوړه شوه

میدان وردګو کې یوه روغتون ودانۍ جوړه شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تر درې میاشتني ځنډ؛ وروسته نن بېرته ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي

تر درې میاشتني ځنډ؛ وروسته نن بېرته ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي

اگست 22, 2020
هیواد کې د ونو ډېر کارول؛ د پستې ځنګلونو ته جدي زیان رسېدلی دی

هیواد کې د ونو ډېر کارول؛ د پستې ځنګلونو ته جدي زیان رسېدلی دی

جنوري 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ