چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

سهار د وختي پاڅېدو پنځه مرحلې لرونکې تګلاره

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 17, 2020
in روغتیا او ژوند
0
سهار د وختي پاڅېدو پنځه مرحلې لرونکې تګلاره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

که رښتیا هم د برابر شوي ساعت د زنګ خاموش بټنه وهی او سهار د بیا ویده کېدلو په اړه فکر کوی، پوه شی چې دا کار بې مانا دی. دا داسې مانا لري لکه تاسې چې وایئ، سهار له وختي پاڅېدلو نفرت لرم.

 لومړی ښه ده چې ووایم، که تاسې اوس هم پر دې پالیسۍ چې زه یې اوس تاسې ته وایم، جوړ نه یاستی: زه اوس هم سهار د ساعت د زنګ د خاموش بټنه وهم او بیا ویده کېږم او له دې بده دا چې ممکن اوس هم پر هغه محدودوونکي باور، ښه کلکه عقیده ولرم او ځان ته ووایم: «زه سهار پاڅېدونکی کس نه یم.»

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

وايي، هرڅوک نه غواړي چې سهار وختي له خوبه راپاڅېږي، خو ټول خلک له سهار وختي پاڅېدلو سره مینه لري. دا موضوع کټ مټ لکه ورزش کول داسې ده. موږ ډېری په ډېر زحمت سره ورزش کوو، خو موږ ټول بیا له ورزش سره مینه لرو. سهار وختي پاڅېدل که هدفمند وي، دا د دې باعث کېږي چې تاسې ټوله ورځ په ښه انرژۍ سره پيل کړی.

زموږ ډېریو لپاره، کله مو چې سهار وختي ساعت زنګ ووهي، له یو دروند خوبه پرې راويښېږو او دا چې د خوب له کټه راپاڅېږو، دا بیا راته چندانې په زړه پورې نه ده. که ممکنه وي له خوبه د را ويښېدو د انګېزې د پياوړي کولو لپاره مو هغه وخت چې ساعت زنګ وهي، په یو پرتله ییز چوکاټ کې مو ځان ته له ۱-۱۰ نومرې ورکړئ. ۱۰ امتیازونه په دې مانا چې تاسې سهار وختي پاڅېدو ته کاملاً اماده یاستی او خپله ورځ مو په ښه انرژۍ سره پيلوی او یو امتیاز بیا په دې مانا چې تاسې له خوب کولو پرته بل هېڅ شي ته هم اهمیت نه ورکوی. داسې مهال کېدای شي زموږ ډېریو امتیاز یو یا دوه وي. دا بیخي طبیعي ده، دا چې تاسې نیمه ويښ یاستی او ساعت مو زنګ وهي، د هغه اواز خاموش کوی او تاسې بیا ویده کېږی.

اوس اصلي ننګونه دلته ده چې څنګه کولای شی له خوبه د وختي پاڅېدو لپاره ځان ته انګېزه ورکړی، څو فوق العاده ښه ورځ ولری، په داسې حال کې چې له خوبه د پاڅېدو انګېزه مو د یوه او دوو تر منځ ده؟

ځواب ډېر ساده دی، مرحله په مرحله مخکې لاړ شئ، موږ همدلته له خوبه د پاڅېدو پنځې مرحلې تاسې ته وایو:

لومړۍ مرحله: له ویده کېدو مخکې مو خپلې غوښتنې مشخصې کړئ

د سهار وختي پاڅېدو لپاره لومړی مهم ټکی دا دی چې په یاد ولری: سهار ستاسې لومړی فکر، له ویده کېدو مخکې ستاسې اخري فکر دی. د بېلګې په ډول، ما ټولې هغه شپې تجربه کړې چې د سهار وختي پاڅېدو له امله نه یم توانېدلی چې ویده شم. پرته د نوي کال د جشن له ورځې، یا په رخصتیو تلل او د نوې دندې پيلول، هماغسې څنګه مو چې ساعت زنګ ووهي، تاسې به په پوره مینه له خوبه راپاڅېږی.

له بلې خوا، که مو له ویده کېدو مخکې اخري فکر دا و چې ووايئ: «زه نن شپه یوازې شپږ ساعته خوب کولای شم، پوهېږم چې سبا به ښه خوبه وړی او خسته وم.» په داسې حال کې، سبا سهار د ساعت په زنګ وهلو او له خوبه د راويښېدو پر مهال لومړی څه چې وایئ یې دا دي: اه زما خدایه! دا څومره ژر شپږ ساعته پوره شول، نه، غواړم چې یوڅه وخت نور هم ویده شم.

نو پر دې اساس، ښه ده چې هره شپه له ویده کېدو مخکې د سبا ورځې لپاره ښه تصمیم ونیسئ، څو بیا په هماغه احساس سره له خوبه راويښ شی.

دویمه مرحله: زنګ وهونکی ساعت له ځانه لرې کېږدئ

که مو تر اوسه دا کار نه وي کړی، زنګ وهونکی ساعت مو له ځانه لرې کېږدئ. دا د دې باعث کېږي چې تاسې د هغه په زنګ وهلو سره له خپل ځایه پاڅېږی، یوڅو قدمه حرکت وکړئ او بیا وروسته هغه خاموش کړئ. همدا حرکت تاسې ته د انرژۍ باعث کېږي، نو پر همدې اساس کله چې تاسې د خوب له کټه بیرون راوځی، دا کار په طبیعي ډول له خوبه په راويښېدو کې له تاسې سره مرسته کوي.

که مو زنګ وهونکی ساعت ځان ته نږدې اېښی وي او تاسې د هغه زنګ خاموش کړی، تاسې په ډېر احتمال سره چې د خوب له کټه نه راولاړېږی او بیرته ویده کېږی. باوري یم چې دا وخت به ډېر ژر بیرته ویده شی او کله چې راپاڅېږی، د ساعت زنګ وهل به مو هم په یاد نه وي. پوهېږم چې زما په ګډون به د ډېریو لپاره د ساعت زنګ وهل د هغوی د خوب یوه برخه وي.

ډېره اسانه ده. دا چې تاسې ځان دې ته مجبوروی چې د خوب له کټه راپاڅېږی او د ساعت زنګ خاموش کړی، هغه ده چې له خوبه ستاسې د پاڅېدو کچه له یو، دوه او حتی درې درجې ته لوړېږي. له دې سره سره کېدای شي بیا هم د بې خوبۍ احساس وکړی، خو هېڅ باک پرې مه راوړئ، دا احساس د لنډ وخت لپاره دی.

درېیمه مرحله: غاښونه مو بورس کړئ

څنګه چې د خوب له کټه راپاڅېدی او د ساعت زنګ مو خاموش کړ، داسې مستقیماً حمام ته لاړ شئ او خپل غاښونه مو بورس کړئ او مخ ته مو یوه لپه اوبه واچوئ. دا ساده او اسانه کړنه د دې باعث کېږي چې له خوبه ستاسې د بیدارېدو کچه له دوه، درې او یا هم له درې، څلور ته لوړه شي.

څلورمه مرحله: یو ګیلاس اوبه وڅښئ

دا په هر لحاظ ډېره مهمه ده چې سهار وختي تر هرڅه مخکې یو ګیلاس اوبه وڅښئ. دا طبیعي ده چې له شپږ، اووه او یا هم اته ساعته خوب وروسته ستاسې د بدن اوبه کمېږي او همدا بې اوبو والی ستاسې د خسته‌ګۍ باعث کېږي. ډېری وخت کله چې یو څوک د خسته‌ګۍ احساس کوي، هغه څه چې دوی هره ورځ ورته ضرورت لري، هغه ډېر خوب نه؛ بلکې اوبه دي. نو ښه ده چې هر سهار مو پو یو ګیلاس اوبو څښلو سره پيل کړئ. دا د دې باعث کېږي چې د شپې پر مهال مو د بدن د مصرف شوو اوبو ځای ونیسي او بدن مو بېرته په ښه ډول پر فعالیت پيل وکړي.

دا چې تاسې هر سهار له هرڅه مخکې یو ګیلاس اوبه وڅښی، هماغه دي چې له خوبه ستاسې د راويښېدو انګېزه له درې، څلور او یا هم له څلور، پنځه ته لوړه شي.

پنځمه مرحله: د خوب جامې مو بدلې کړئ او یا دا چې منډه ووهئ

پنځمه مرحله دوه انتخابونه لري، لومړی دا چې د ورزش جامې مو واغوندئ او دې ته متوجې اوسئ چې د خوب له خونې مو راووځئ او د سهار وختي پاڅېدلو په معجزه کې برخه واخلئ. دویمه مرحله دا ده چې بیرون ته ووځئ او منډه ووهئ. خپله مې دا ډېره خوښېږي چې سهار وختي د ورزش جامې واغوندم او یوڅه منډه وکړم، ځکه ډېری خلک منډې وهلو ته ترجیح ورکوي او دا د دې باعث کېږي چې سهار له خوبه د پاڅېدو پر مهال ښه احساس وکړو او پر کار پيل وکړو. اوس انتخاب له تاسې سره دی، کوم یو کوی، ویده پاتې کېږی او که راپاڅېږی د ورزش جامې مو اغوندی او منډه وهی.

له دې پرته چې تاسې کوم انتخاب وکړی، تر هغه چې مو دا پنځه اسانه مرحلې سرته رسولې نه دي، له خوبه ستاسې د بیدارېدو انګېزې کچه پنځه او یا هم شپږ ده او وروسته بیا د سهار وختي پاڅېدو د معجزې د رامنځ ته کولو لپاره ډېر کم نور کار ته اړتیا ده. که د ساعت زنګ وهلو پر مهال له خوبه د راويښېدو د انګېزې کچه مو یو وي، دا وخت تصمیم نیول درته ډېر سخت نه دي؛ یوازې یوڅو ورځې خوارۍ ته اړتیا لري.

ژباړه: امان الله حنیفي

Previous Post

اتمر:ممکن دوه میاشتې وروسته نړیوال راسره مرستې بندې کړي

Next Post

موټرولا نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
موټرولا نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

موټرولا نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بامیانو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوی

بامیانو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوی

جولای 23, 2024
قطر: نړیوال د افغانستان په اړه واضح تګلاره نه لري

قطر: نړیوال د افغانستان په اړه واضح تګلاره نه لري

دسمبر 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved