د سوريې رسنۍ وایي چې ايمن السوسن په سعودي عربستان کې له کابو ۱۰ کلن ځنډ وروسته د سوريې د نوي سفير په توګه ټاکل شوی دی. د مالوماتو له مخې دا له ۲۰۱۲م کال راهیسې په سعودي عربستان کې د سوریې لومړی سفیر دی او د لوړې په مراسمو کې يې د سوريې ولسمشر بشارالاسد هم ګډون کړی و. سوریې له سعودي سره په ۲۰۱۲م کال کې ډيپلوماتيکې اړيکې غوڅې کړې وې، چې اوس یې له کلونو ځنډ وروسته دغه هېواد ته خپل سفیر لیږلی دی. عرب ليګ په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پیلېدو په درشل کې د سوريې غړيتوب وځنډاوه او ترڅنګ یې ګڼو نورو عربي هېوادونو په سوریې کې خپل سفارتونه وتړل.











