سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

سوله؛ زموږ ستر ارمان

لیکنه: حکمت ارین

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 2, 2023
in ليکنې او تحلیلونه
0
قطر کې مرکچي پلاوي؛لا هم د مذاکراتو په کړنلاره توافق ته نه دي رسېدلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

معلومه نه ده او لا هم نه پوهېږو چې د سولې دا تږي خلک، لالهانده ځورېدلی او ارمانجن ملت به لا نور څومره د سولې د تندې په ارمان کې د مرګ او ژوند تر منځ سلګۍ وهي، یوځل د سولې غږ پورته شي، بیا هېڅ معلومه نه شي همداسې غيب خاموش شي، د توپانونو بوړبوکۍ يې ايسار او په خپله مخه کړي، د جګړې د وحشت اور قصداً پسې لا خونړی او تيز شي.

يو ځل بيا پخوانۍ کيسه تکرار شي، په تورو تيارو کې غرق، د ناهيلي دردېدلي ولس کريغې اوچتې شي، په وينو لت پت شي، د بشر په توګه د ژوند له ټولو حقونو محروم، بې برخې، دربدره  او محتاجه حيران شي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د سپټمبر ۲۱مه هغه نېټه چې د ملګرو ملتونو لخوا د سولې ورځې په نوم نومول شوې، له ۲۰۰۲ کال راهيسې په ګرده نړۍ کې يې نمانځنه کیږي، افغانستان کې هم دا ورځ نمايشي، سمبوليکه او يوازې تر څو لويو ښارونو محدوده د مشخصو ويناوالو او د کليشه‌يي تکراري شعارونو تر بړاس لاندې د تير ايستنې مسخره وړاندې کړي، ځان په حقه او بل ناحقه او ملامت وبولي، د تير په څير بيا هم هر څه هير شي، موږ وليدل چې د سولې ورځې په مناسبت غونډه کې ويناوالو د څه پيغام د ورکولو هڅه کوله، بيا هماغه د جنګ، زور زياتي، برلاسۍ توند او نېشداره الفاظ ښکته پورته کېدل، هغه چې له يوې مخې د سولې روحيې ضد وو، نه پکې د سولې د ورځې درنښت و، نه د سولې او پخلاينې د پيل شوي بهير د ملاتړ په اړه څه، په دې توګه زموږ د سولې دا ډول ډېری فرصتونه د دغسې کړيو لخوا په لوی لاس قصداً تخريب شوي دي، که نه د بدمرغې جګړې دا ناورين به ولې دومره اوږدېدو او دوام به یې کاوه.

تر دې ټولو وړاندې، سوله زموږ په دين کې، په اسلامي احکامو او ارشاداتو کې لوړه او ارزښتمنه ده، پر سولې، پخلاينې، جوړجاړي او بښنې باندې ټينګار شوی دی، خير او غوره بلل شوې ده، خو زموږ سولې ته زيان تر ډېره هغو ډلو ټپلو رسولی او رسوي چې له نومونو سره يې د اسلام سپېڅلي مختاړي يا وروستاړي تړلي دي. له دې مقدسو نومونو دا څلوېښت کاله کيږي چې د تير ايستنې لوبه يې ګرمه او روانه ساتلې ده.

جګړې هر وخت او هر ځای د انسانانو د لویې تباهۍ سبب شوې دي، د نړۍ د دوو نړيوالو سترو جګړو ناورينونو او تباهيو باندې د تاريخونو پاڼې ډکې دي، تل به د تاريخ په لعنت کې وي، هغه چې موږ د ورته پېښو د تکرار په اړه ځير، ويښ او بيداره ساتي، څو د شريرو او شرخوښو د دسيسو په لومو کې ګير او بند نه شو.

د افغان جګړې يو څرګند لامل له همدې سره تړلی دی، په پټو سترګو د سرونو لو ګډ دی، پردي نامريي لاسونه په سپين سترګۍ سره لګيا دي په يو او بل نوم پروپاګند کوي، اوبه خړوي، خپلې ګټې لټوي او د جنګ اور تازه ساتلو ته ناروا دلايل توږي.

که تش په نامه سياسي څېرې او ګوته په ماشه جګړه ماران یوازې د شلمې پېړۍ د دوو نړیوالو جنګونو پر پس‌منظر او پېښو مکث وکړي، په ډېرو خبرو به يې سر خلاص شي، له دې پرته که يوازې د هيواد بدمرغيو، د تباهۍ او د برباديو د څلوېښت کلن جنګ کيسو انځور ته هم يوه شېبه تم شي، حتماً به په هوښ راشي او د سرتمبګۍ موډ به يې نرم شي، سملاسي به پوه شي ولې د څه لپاره د نورو په اشاره د خپل وطن او خلکو تباهۍ ته اړم دي.

د پرديو لخوا تپل شوې ۴۳کلنه جګړه دې الله نوره نه اوږدوي، دې جګړې په افغان خاوره د وينو خونړي سيلابونه بهولي دي، د میليونونو انسانانو ژوند يې اخيستی، په میليونونو ژوبل شوي، دربدره شوي، کډوالۍ ته اړ شوي دي. دا ناورين او ناتار دا څه باندې څلوېښت کاله کيږي چې هره ورځ تکرار روان دی، د جګړه‌مارو په کينو تور شوي زړونه لا هماغسې تور دي، پاک او سپين شوي نه دي، دا چې د خپل ملت او هيواد له قصدي تباهۍ کله لاس اخلي، معلومه نه ده.

د افغانستان د څه باندې څلورو لسيزو جګړه یوه له اوږدو او خونړيو جګړو ده، څو نسلونه يې خوړلي او له خپل کومي تير کړي دي، ناوړه تاثيرات به يې له جګړې وروسته هم له بده مرغه اوږده موده په ټولنه کې پر ځای پاتې وي.

د ۲۰۱۸ کال په پای کې د امريکا او طالبانو تر منځ د رسمي تماسونو په لړ کې د سولې لپاره د افغان ولس مړ ژواندې هيلې يو ځل بيا تازه شوې دي، د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ د ناستو او سفرونو په نتيجه کې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لومړی د طالبانو او امريکا تر منځ د جوړ جاړي سند لاسليک شو، په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو، د بهرنيو عسکرو پړاو په پړاو وتلو ته او د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د فرصت جوړول يې بل او دويم ګام و. له نېکمرغه دا ګام هم پورته شوی، ښکېل طرفونه د لومړي ځل لپاره د خبرو مېز ته ناست دي، د ټولو هيلې ورسره تړلې او د پاملرنې وړ خبرې اترې روانې دي، هيله او دعاګانې دي چې له برکتونو سره مل اوسي.

دا پړاو که څه هم لږ په ځنډ د سپټمبر په ۱۲مه پيل شوی، هيله ده چې د جوړجاړي او دايمي سولې باعث شي، د دواړو خواوو د تماس ګروپونه په خبرو بوخت دي، څو د خپلمنځي خبرو اجنډا او طرزالعمل جوړ او بشپړ کړي، خو د دوو اونيو په تېرېدو سره بيا هم د تماس ډلو تر منځ په خبرو کې د پرمختګ کوم څرک نه ليدل کيږي. هيله ده د ولس له توقع سره سمې خبرې تر سره او پر مخ بوځي، خو بيا هم دا بهير سخت دی، انتظار او وخت ته اړتیا لري، حتماً به پکې د دواړو لوريو تر منځ د ناندريو اوږده پړاوونه وي، خبرې د ژورو هوارول او صافول غواړي، څو د حل منلې لاره رامنځ ته او برابره شي. دواړه طرفونه بايد زغم او حوصله ولري، ستړي او ناهيلي نه شي، د مذاکراتو مېز پرې نښودل شي، د څلوېښت کلنې جګړې پر اور باندې اوبو تويولو ته زمينه مساعده کړي، د خدای او ولس په وړاندې مسووليت ادا او غاړې خلاصې کړي.

په دې حساس وخت کې بايد د باور فضا جوړولو لپاره د پخلاينې او جوړونې پيغامونو په وړاندې کولو او هلو ځلو ته توجه او پرې تمرکز کول پکار دي. د سولې ټولې هغه مخربې داخلي او بهرنۍ کړۍ چې په هره سطحه او کچه دي، د هغوی مخه په پوره قوت ډب او ونيول شي، ورته اجازه ورنه کړل شي چې د سولې دا فرصت د ځينو کړيو د دښمنانه برخورد ښکار شي، د سولې دا طلايي فرصت د ولس او هيواد ژغورنې د بقا فرصت دی، کاميابۍ ته د رسولو لپاره يې موږ ټول مکلفيت لرو، هيله او تمه ده چې خدای تعالی د ښکېلو خواوو په زړونو کې رحم، زړه سوی او د وطن دوستۍ احساس پيدا او ژوندی کړي. د پخلاينې او جوړجاړي خبرې تر وروستي پړاوه پر مخ ولاړې شي.

د جګړې له امله رامنځ ته شوي زيانونه بې شمېره او درانه دي، د ملي ښېرازۍ مراندي کمزوري او زيانمن شوي دي، په دې حساس وخت کې لږ بې احتياتي د لوی زيان او مشکل سبب کېدلی شي، د جګړو تاثيرات له ورايه محسوس دي، د جګړې اور له هېڅ کور، کلي او سيمې لرې نه دی پاتې شوی، هېڅوک يې له تاوه خوندي نه دي پاتې شوي، دا سلسله څه باندې څلوېښت کلونه کيږي چې روانه ده، هره ورځ له بلې ناببرې خونړۍ پېښې څخه په وېره او اندېښنو کې شپې ورځې سبا کيږي.

د سولې هيله، د افغان ولس دا غوښتنه، مه پرېږدئ چې يو ځل بيا تته او مړاوې شي، مه پرېږدئ چې دا حق بيا د پټو دسيسو په لومو کې ايسار شي، د ګوتو په شمار ځينې څېرې او کړۍ چې ښکاره او پټې فعالې دي، د پرديو په لمسون د خنډونو په جوړولو او رامنځ ته کولو اخته دي.

په يقين سره که دغه کړۍ له خپلو شخصي ګټو او غرضونو تيرې شي، زور کارونې، د ولس او هيواد له يرغمل نیونې لاس واخلي، د خلکو او هيواد په سرنوشت لوبې کول بس کړي، سوله لرې نه ده، سوله حتمي ده انشاءالله راتلونکې ده.

 

Previous Post

ټرمپ ایران ته:تر ټاکنو وروسته د توافق شرایط ډېر سخت دي

Next Post

په دوحه کې د خبرو پڅ بهیر او د فشار اړتیا

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
په دوحه کې د خبرو پڅ بهیر او د فشار اړتیا

په دوحه کې د خبرو پڅ بهیر او د فشار اړتیا

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سرپرست حکومت د دوحې په غونډه کې خپل ګډون رد کړی

سرپرست حکومت د دوحې په غونډه کې خپل ګډون رد کړی

فبروري 18, 2024
د امریکا تحریفونه د يوه چين پېژندنې اصل ته د نړیوالې ټولنې پابندي نشي متزلزه کولای

د امریکا تحریفونه د يوه چين پېژندنې اصل ته د نړیوالې ټولنې پابندي نشي متزلزه کولای

سپتمبر 18, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved